کورپاڼه > لاسته رواړنې
لاسته رواړنې
لاسته رواړنې
تړاو کاپي کاپي شو
کله چې نورو د واک، ځواک او شتمنيو لپاره جګړه کوله ښاغلي نور رحمان لېوال د خپلو لاس په تڼاکو او خپلو مټو د هېوادوالو د ځانبسياينې او پرمختګ لپاره ځايي نوښتونه کول ترڅو ټولنه پرځان بسيا او باوري کړي چې خپلې ستونزې حل کولاى شي، لاندې يې ځينې مهمې لاسته راوړنې دي:

نور رحمان لېوال: درې لسيزې، د کمپيوټر، نويو ټکنالوژيو، لېرې څخه زده کړو، کاروبار او حکومتولۍ په برخه کې د نوښتونو او بنسټيزو اسانتياوو رامنځته کوونکى چې حکومتونو يې توان نه درلود او نه يې لري.

1. هېواد کې د کمپيوټري اسانتياوو نوښتګر او بنسټګر
مهاجرت او ٩٠ لسيزه کې د کمپيوټر سيستم پښتو، دري، اردو او ان هندي کول، چې هېواد او سيمه کې يې دولتونو توان نه درلود. ١٩٩٥ د سټلايټ ټليفون لپاره د برېښناليک سيستم جوړول چې اروپايي هېوادونو هم نه درلود او ديپلوماتان يې اړ وو په افغانستان کې زما انټرنټي سيستم وکاروي، لومړنى افغان چې د لېوال برانډ کمپيوټرونه په هېواد کې تړاو(اسمبل) کړل او نور ټولګټي پروګرامونه مو جوړ کړل.

2. د سپوږمکيو(سټلايټ) په برخه کې د نړۍ له ٥٠ نوښتګرو څخه يو.
سپوږمکيو(سټلايټ) سيستم چې هر کور، هر ځاى، هر وخت او هر عمر کې د ټکنالوژۍ په مرسته د لېرې څخه زده کړو اسانتياوې ورسوي، د بهرنيانو په مرسته موجوړولو لپاره ميلياردونو افغانيو ته اړتيا وه، د سپوږمکيو لپاره مو خپل پروګرامونه جوړ او د سامانونو تړاو(اسمبلي) مو پخپله وکړه چې په شاوخوا درې ميليونه افغانيو مو جوړ کړ او د سپوږمکيو په برخه کې د اروپا ډيجيټل ټيوي مجلې لخوا مو د ١٣٩١ کال د نړۍ ٥٠ نوښتګرو وياړ ترلاسه کړ.

3. هېواد کې د لېرې څخه زده کړو نوښتګر او بنسټګر
له ښوونکي او ښوونځي پرته هرځاى، هر وخت او هر عمر کې ټولو ته د ليک لوست (سواد) برابرولو هڅو مو ١٣٩٠ کې مو الکټرونيکي ښوونې او زدهکړو په برخه کې د سويلي اسيا غوره جايزه، هندوستان کې وګتله، او١٣٩١ کې د ټلوېزيون له لارې د زده کړو او افغاني کلتور په برخه کې نړيواله ځانګړې جايزه ايټاليا کې وګټله، د ١٣٩١ کال زدهکړو نړيوال نندارتون، دوبۍ کې د زده کړه په برخه کې د کال انقلابي نوښت وياړ وګاټه او١٣٩٨ کې د نړيوالو څېړنې له مخې پرمختګ د لېوال نصاب د افغانستان د پوهنې وزات له نصاب سره په پرتله، له دوى زموږ هڅې په زده کړو کې دوه ځلې کټورې ثابت شوې.

4. د تلپاتې خپلواکۍ لپاره دين، کاروبار او سياست سره همغاړيکول
له پېړيو افغانستان کې د سياست، کاروبار او دين بيلوالي ټولنه سره وېشلې او په پرديو يې متکي کړې، لسيزې وړاندې مو له ملګروملتو، غيردولتي ادارو او دولتي چارو څخه ملي سوداګري او صنعتګرۍ ته مخه کړه ترڅو لومړى خپله خپلواکي ترلاسه کړم او بيا هېوادوالو ته خپل برياليتوبونه د بېلګې په ډول وړاندې کړم. پورتنيو او لاندېنيو لاسته راوړنو سره مو د لېوال برانډ د کمپيوټر، سپوږمکيو، ټليفون، چاپېريال، کرنې، مالدارۍ، سوداګرۍ او نورو برخو کې پروګرامونه، اسانتياوې او پيداوارو تړاو يا جوړ کړل، خو دا مو تجربه کړه چې ناوړه او تپلشوي سياستونه زموږ په ګډون ټولو هېوادوالو پرمختګ ته خنډ وو نو ځکه مو د خپلواکۍ، ځانبسياينې او خپله مرسته پخپله سياست کولو خوځښت پيل کړ او وياړم چې د يو تخنيکپوه، کاروباري او صنعتګر په توګه ولسمشرۍ ته د خپلې مزدورۍ په پيسو نوماند يم.

5. د لېوال ښې حکومتولۍ کمپيوټري پروګرامونو بنسټګر
تېرو ٨ کلونو په درشل کې مو د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام لاندې، داسې کمپيوټر پروګرام جوړ کړى چې له کوره د دولتي اسانتياو ترلاسه کول شوني کوي، او د شته حکومتولۍ ٣٠٪ وړتيا ٨٠٪ ته اوچتوي، پسات(فساد) له منځه وړي، ادارې، چارواکي او ولس سره تړي، همدارنګه رڼو ټاکنو، وګړشمېرنې وړتيا هم لري، ورته پروګرام سيمه کې هېوادونه لا نه لري، موږ د رڼو ټاکنو لپاره حکومت، ټاکنو کمېسيون، د ټاکنو برخه کې نړيوالو مرستندويه ادارو ته وړانديز وکړ چې يا تاسې د رڼو ټاکنو لپاره سيستم جوړ کړئ، يا يې تاسې ځانګړتياوې وټاکئ موږ سيستم وړيا درجوړو.

ډېرو برخو کې زموږ او نورو نوښتګرو هېوادوالو هڅو ته تپلشوى سياست خنډ دى، چې زموږ د شاتګ او کړاونو ته لارې پرانيځي، د خپلو ستونزو هوارولو لپاره مو پرديپال نه پرېږدي، نو ځکه مو مټې رانغښتي او خپل هېواد پخپله ابادوو.