کورپاڼه > د لېوال منشور لنډيز، ١٣٩٨
د لېوال منشور لنډيز، ١٣٩٨
د لېوال منشور لنډيز، ١٣٩٨
تړاو کاپي کاپي شو
د لېوال منشور لنډيز، نور رحمان لېوال، د ١٣٩٨ ولسمشرۍ خپلواک نوماند، افغانستان

موږ او تاسې د ولسمشرۍ ستر ملي مسوليت ته په داسې وخت کې اوږه ورکوو چې د وخت ناوړه سياسي او اقتصادي پرېکړو د هېوادوالو سر او مال له سترو ګواښونو سره مخ کړى دى. ناوړه حکومتولي، بې عدالتي، موازي حکومتونه، جګړې او پردۍ لاسوهنې، پسات (فساد) بېوزلي او بيا بيا وچکالي راتلل ستونزې دي چې موږ ددغو او نورو اړوند ستونزو د حل لوړه کوو، له تېرې يوې لسيزې څخه مو پروګرامونه او تګلارې هم ورته جوړې او په لاره اچولي دي چې په خپل راتلونکي حکومت کې د ټول هېواد په کچه د پلي کولو لپاره سيالۍ ته راوتلي يو.
د ناوړه حکومتولۍ ستره ستونزه د رياستي، پارلماني ، قومي او بهرنيو اډيالوژيو او جوړښتونو پر بنسټ تپلشوې ګډوله حکومتي سيستم دى، چې پايلو يې ملت له سترو ستونزو سره مخ کړى، ولسمشرۍ ته د نومليکنې بهير څخه وړاندې موږ د اوسني ناوړه څو قومي سيستم پر خلاف د مديريتي سيستم رامنځته کولو لپاره تر خپل وسه ټولپوښتنه وکړه چې: د دوو قومي مرستيالانو پرځاى ټولو قومونوته د عدالت او حق ورکولو پر بنسټ مو په هېواد کې له هر مېشت قوم څخه د يو مرستيال ټاکلو وړانديز وکړ، له نېکمرغه ډېرى هېوادوالو په بشپړ ډول قوميت او د قوميت پربنسټ نوماندېدل رد او مديريت څخه هرکلى وکړ. ځکه موږ پرېکړه وکړه چې ولسمشرۍ ته له برياليتوب وروسته، قانون کې سمون راولو، د ولسواکۍ، مديريت، مسوليت او اهليت پربنسټ يوازې پر يوه مرستيال بسنه کوو، زموږ په ټينګ مرکزي حکومت کې د تېرو ناوړه حکومتونو پر خلاف چې زرګونه کورني او بهرني مشاورين لري، يوازې په هېواد کې له هر مېشت قوم څخه په يو مشاور بسنه کوو. همدارنګه د بهرنيو ښکېلو له ځايي ار‌زښتونو ناخبري او د خپلو لنډو موخو لپاره قوميت پالنې، انډيوالپالنې او بې عدالتي ته لاره هواره کړې، چې د افغانانو سره دښمنۍ ته د قومي تاوتريخوالي رنګ ورکولو سره د ولس پام له بنسټيزو ستونزو واړوي، په پايله کې د قوميت په نوم غوښتنې او ناوړه مشرتابه لپاره ناوړه کسانو ته لاره هواره شوې چې قومونو ته يې پرته له کړکېچ څخه بل څه ندي ورکړي او دغه حالت کورني او بهرني موازي حکومتونه د ملت په اوږو بار کړي دي.
ناوړه حکومتولي او جګړه يا جګړې او ناوړه حکومتولي چې بې مسوليتي او بې عدالتي يې منځته راوړې، دوى د ټولو ستونزو ميندې دي چې يو بل ژوندي ساتي. اوس افغانان دوه لارې لري يا د ښې حکومتولۍ او عدالت لپاره ټاکنو کې راوتل او زموږ ملاتړ کول يا د جګړې پرضد او تلپاتې سولې لپاره ملي پاڅون کول دي، موږ لومړنۍ لاره غوره ګڼو، ځکه له لسيزو ورته هلې ځلې کوو جګړه چې پسات او د پرديو لاسوهنو ته يې لاره هواره کړې په افغانستان کې متحده ايالاتو پيل کړې او حل يې د دوى په وتلو يا د افغانانو په شرتونو دلته پاتې کېدلو کې نغښتى دى، د خوښۍ ځاى دادى چې اوس دوى په افغانستان کې سوله غواړي، او موږ د سولې ټينګ ملاتړي يو.
موازي حکومتونه له منځه وړل، جګړه پاى ته رسول او سوله د افغانستان د خلکو سپېڅلې غوښتنه او حق دى، د سولې په اړه ترننه چې د افغانستان حکومت، ملګروملتونو، کورنيو او بهرينو موسيسو، ځينو اسلامي هېوادونو، د افغانستان نړيوالو ملګرو هڅې کړي، د ستايلو وړ دي، خو د تلپاتي سولې لپاره د سولې راوستلو په تګلارو کې ژور بدلون راوستلو ته اړتيا ده ترڅو د مختلفو ښکېلو لوريو له څو اړخيزه لوبې څخه ووځي. د سولې راوستلو لپاره ښکېل لوري کمول، د افغانانو په ځان بساينې ته پام ، د مرستو په نوم د سيمې او نړيوالو هېوادونو د ګټو ټکر له منځه وړل او يو داسې افغاني منځګړيتوب او درېمګړيتوب پلاوي ته لار هوارول چې د افغانستان د تېرو څلورو لسيزو لانجه کې د کورنيو، سيميزو او نړيوالو ښکېلتياوو برخه نه وو او د افغانستان د لانجې د حل لپاره ځانګړى پروګرام، ولسي ملاتړ، د خپلواک سياست هوډ او له ښکېلو لوريو لکه د کابل حکومت، طالبانو او متحده ايالاتو+ ناټو سره د منځګړيتوب په ژبه، د دوى په ذهنيتونو او نزاکتونو پوه وي او هم د خپلې خپلواکۍ ساتلو هوډ ولري، دغه ټولې ځانګړتياوې او وړتياوي د مسوليت او عدالت ډلې پرته بل لوري کې نشته.
د پسات له منځه وړلو لپاره موږ په خپل نوښت او لګښت د ښې حکومتولۍ لپاره يو ډېر پراخ کمپيوټري پروګرام جوړ کړى چې له ولسمشره نيولې ادارې، چارواکي او هېوادوال سره تړي، د حکومت او ولس ټولې چارې به په الکټرونيکي ډول پرمخ ځي او زموږ د ولسمشرۍ دريم کال پورې به د پسات کچه ورکه او ملت ته د اسانتياوو د ورکولو اوسنۍ کچه له ٣٠٪ څخه ٨٠٪ ته اوچته کړي.
ځينې نورې ستونزې چې ښځې، نوښتګر، سوداګر او ټول ملت ګواښي، لکه نالوستيا، تاوتريخوالى، نشيز توکي او ملي شتمنيو غلا ته او هم ناوړه حکومتولۍ،پسات، بېوزلۍ او وچکاليو ته لاره هواره کړې ده، چې د لېوال ملي مړښت او پوهې پروګرامونو لاندې مو په ملي بوديجه نه بلکې د خپلې مزدورۍ په لګښت د بېوزلۍ او وچکالۍ لپاره حل لارې تجربه کړي او پروګرامونه مو وړاندې کړي دي. د لوى څښتن تعالى شکرونه ادا کوو چې موږ ته يې دا وړتيا را په برخه کړه، ترڅو نه يوازې وړانديز وکړو بلکې د ترسره کولو بشپړې بېلګې هم ملت ته وړاندې کړو چې د افغان حکومت، ملګروملتونو او نړيوالې ټولنې له ورته اسانتياوو سره چې ميلياردونه لګښتونه لري، د پرتلې وړ دي او ځينو برخو کې لا غوره هم دي.
موږ د الله ج او د ولس لپاره د مسوليت ترسره کولو، عدالت کولو او له دغه حالت څخه د وتلو په موخه سيسټم او تګلارې چمتو کړي دي. د ترسره کولو لپاره يې موږ پر الله ج، ځان او هېوادوالو بشپړ باور لرو. پخپل ځان د بسياينې او خپلواکۍ لپاره هوډ، زيار او هڅه مو د ١٣٩٣ کال له ولسمشريزو ټاکنو راپديخوا روانه ده.
د لوى څښتن تعالى د خوښۍ او د ولس د هوساينې لپاره موږ پرېکړه کړې چې د تدبير، هوښيارۍ او نويو پرمختګونو په خپلولو سره به "افغانستان ١٫٠" په نوم د افغان ژغورنې او پرمختګ ډيجيټل علمي انقلاب رامنځته کوو. اوسنۍ ناخوالې چې د ولسواکۍ او پرمختګ په نامه د ځينو کورنيو او بهرنيو دسيسو له لارې، زموږ د کمزورو او تپلشويو سياستونو له امله پر موږ تپل شوي. موږ دغه نادودې د الله ج په مرسته، د ولس په ملګرتيا او د ريښتينې ولسواکۍ په پياوړتيا شنډوو.
نړيوالو سره په بې پرې ډول، د دوه اړخيزه درناوي او د افغانانو په شرتونو اړيکې غواړو. پر ګاونډيو غږ کوو چې افغانستان د ستانونو د ذهنيت زړه او مغز دى. نړيوال زبرځواکي ځکه دلته راځي ترڅو له پوره سيمې برخمن شي. همدارنګه د نړۍ د پرمختګ د بهير مخ زموږ د سيمې پر لوري دى، د احساساتو پرځاى له ځيرکتيا څخه کار واخلئ، که په افغانستان کې امن رانغلو، د نړيوال پرمختګ بهير بل لوري ته ځي، تاسې به هم له دغه پرمختګ څخه بې برخې شئ. د پرديو استخباراتي شبکو ډنډورې چې وايي دلته خپلواک سياست نشي کېداى او هرڅه له وړاندې ټاکل شوي، په اړه وايم: په ياد ولرئ، سياست ټولنيز علم دی چې د مادې په ډول يې د ساينسي علومو په رڼا کې د تجربو او ځانګړتياوو پر بنسټ زده کول، سنجول او حتمي پايلې ترلاسه کول ځان تېر ايستل دي، ځکه په سياست کې بنسټيز توکی انسان دی او انسان د مادې په ډول ټاکلې ځانګړتياوې او غبرګون نه لري. سياست کې باور، ټينګ هوډ، سپېڅلتيا او زيار د بري شرتونه دي. که داسې نه واى نو د افغانستان په څېر هېواد کې به د پخوانۍ او اوسنۍ نړۍ زبرځواکۍ په لسيزو نه ښکېل کېدلې.
د خپلواک حکومت لپاره موږ پخپلې ريښتينولي، زيار، نوښتونو او يوازې د افغانانو په غيرت، مېړانه، ملاتړ او لاسته راوړنو حساب کوو، باور لرو چې هغه لوى څښتن تعالى زموږ مل دى او ډاډه يو چې د افغانستان قدرمن ولس مو پرخپل مټ، سوکاله، پرتمين او نړۍ سره سيال هېواد لپاره ملاتړ کوي، موږ ستاسې لپاره هلېځلې کوو، نو ځکه لومړى له الله ج او بيا له تاسې څخه مرسته او همکاري غواړو.چې تلپاتې سولې، خپلواکۍ او ځانبسياينې لپاره په ملي، حکومتي او دولتي کچه کوم ژور سمون ته چې اړتيا ده هغه زموږ د لاندې پروګرامونو له لارې راتلاى شي:
١- دوه جوپې حکومتولي: د عدالت راوستلو او د پسات له منځه وړلو لپاره، اوسني دولتي کارکوونکي پر خپل ځاى، د دويمې جوپې لپاره نوې ګمارنې. ٢- بشپړه ډيجيټل حکومتولي: له کوره دولتي اسانتياوو ترلاسه کول او د شته حکومتولۍ ٣٠سلنه وړتيا، ٨٠ سلنې ته لوړول. ٣- بېکاري له منځه وړل: يو ميليون دندې، د لېوال حکومت لومړيو دېرشو ورځو کې را منځته کول، په دولتي چارو کې د سمون له امله دويم ميليون نوې دندې په درې مياشتو کې، پنځه ميليونه نوې دندې د شتمنيو د وېش له امله تر دريم کاله او ټولې لس ميليونه دندې، د لېوال حکومت د پنځم کال ترپايه رامنځته کول. ٤- د تلپاتې خپلواکي لپاره: د اړتيا وړ، له ٨٥ زره توکو، پيداوارو، مهارتونو او اسانتياوو څخه چې اوس شاوخوا ٢٥سلنه هېوادوال پوره کوي،٨٠ سلنه په هېواد کې دننه د پوره کولو لپاره هوډ او پروګرامونه. ٥- د کډوالو هېوادوالو راستنول: په ګاونډيو هېوادو کې د کډوالو هېوادوالو د راستنېدو لپاره، شپږو مياشتو کې په هېواد کې دننه کور، د کرنې ځمکې او دندې ورکول. ٦- امنيت راوستل: عمومي بښنه اعلانول، د اغواګرو پرځاى محاکمه کول او په غلو له سختو چارو ترسره کولو سره بند تېرول. ٧- ملي يووالى راوستل: لومړيو درې مياشتو کې د ټکنالوژۍ پرمټ، په هېواد کې کره وګړشمېرنه پيلول او هرومرو ترسره کول. ٨- د ځان بسياينې لپاره: کرنې/مالدارۍ، روغتيا او امنيتي چارو کې د ملي بوديجې ډېرى برخه لګول، پايله کې په ٢ مياشتو کې په سبو، درې مياشتو کې په مرغانو، يو کال کې په غلو دانو او دوه کالو کې په غوښو د هېوادوالو بسيا کول. ٩- ساتنه او ژغورنه: دفاعي چارو کې د مکلفيت او مسلکي دورو موازي پرمختګ پيلول، د پوځونو او د دوى د درنو کورنيو د ملاتړ سرچينې لوړول. ١٠- پوهنه اسانه کول: د لېرې څخه زده کړو په مرسته د لوستو اوسنۍ کچه له ٢٥٪ څخه ٨٠٪ ته لوړول، ښوونکو او د دوى د درنو کورنيو د ملاتړ سرچينې لوړول.
پورتنۍ لس چارې به عدالت او د ولس د اړتياوو پوره کولو لپاره اسانتياوې رامنځته کړي، چې پايله کې به جګړې پخپله پاى ومومي، د مسوليت اوعدالت ډلې پروګرامونه به افغان شخړيز دولت په يو ښيګڼيز دولت بدل کړي. زموږ حکومت ژمنه کوي چې د ولس د روغتيا او هوساينې خيال به ساتي، په ځانګړې توګه د اړ کسانو مالي او نورې ټولنيزې اړتياوې به د مرستو، تقاعداتو او نورو ګټورو چارو له لارې پوره کوي.
زموږ سپارښتنه داده چې د پرديو ډنډورې شنډې کړئ، چې وايي "رايې ارزښت نه لري او ولسمشر له بهره تپل کېږي"، خپل سياسې برخليک ټاکلو کې زموږ په ډول خپلواکو سياستوالو سره سياسي چارو لپاره مرسته وکړئ او موږ سره سياست کې هرومرو ونډه واخلئ، پر موږ باور وکړئ او د تلپاتې سولې، خپلواکۍ او ځانبسياينې لپاره موږ سره ملګري شئ، موږ ډاډه يو چې هېواد هغه وخت خپلواک، پر ځان بسيا، پرتمين او پرمختللى کېداى شي چې:
١. هېوادوال له خپلواکو سياستوالو سره مرسته، همکاري وکړي او سياسي چارو کې ونډه واخلي. ٢. د ټاکنو خپلواک کمېسيون رڼې ټاکنې ترسره کړي.
د لومړۍ لپاره موږ له تېرو څو لسيزو هڅې کړي او ډاډه يو چې ولس زموږ مرسته کوي، موږ له ولس سره کار کوو او د خپلواک سياست په لور مو خوځښت پيل کړى دى. دويم: د رڼو ټاکنو لپاره موږ نوماندانو، حکومت، د ټاکنو خپلواک کمېسيون، د ټاکنو ملاتړو لوديځوالو هېوادونو، ملګروملتونو ادارو، يوناما، د ټاکنو ملاتړ پروژې او نورو اړوند لوريو ته د ولسمشرۍ له نومليکنې وړاندې او د نومليکنې پر وخت وړانديز وکړ: راځئ، لومړى په ګډه د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره بنسټيزې هڅې وکړو. د رڼو ټاکنو لپاره د ټاکنو درې پړاونه، د ټولنيز عدالت پر بنسټ د رايې د مرکزونو وېش، د رايه ورکوونکو کره راجسټر او پر هغه وخت د رايو شمېرنه او چېرته چې ټاکنې نه ترسره کېږي، هلته د ولس حق بايد په بله بڼه ورکړل شي، همدارنګه مو په ټينګار ورته وويل چې تېرو ټاکنو کې حکومت په ټاکنو لوبې کړي او کوي يې نو د رايو مرکزونه، رايه ورکول، او د رايو شمېرل بايد د بڼوپېژندنې (بايوميټريک) سيستم سره تړلى وي چې په مرسته يې د راجسټر، پېژندلو، رايه ورکولو او سمدلاسه شمېرلو پروسه کره او له هر ډول جعلکاريو خوندي وي. رايه ورکول په رايې پاڼه او هم په ماشيني ډول وي او رايه بايد سمدلاسه د ټولو پر وړاندې د ټاکنو په ورځ په مرکزونو کې وشمېرل او اعلان شي. ماشيني د شمېر سيستم بايد په ځنځيريز تړاو (بلاکچېن) سمبال وي ترڅو لاسوهنې ناشونې شي او د بيا شمېرنې وړ وي، که حکومت دا وړتيا نلري موږ يې وړيا ورکوو. يوځل بيا ټينګار سره وايم، که رڼې ټاکنې ترسره نشي په هېواد کې جګړه، يرغلونه او پرديپالنې پاى نه مومي.
نور رحمان لېوال١٣٩٨ ولسمشرۍ خپلواک نوماند
ټاکنيزه چيغه مسوليت او عدالت
نور انځورونه