کورپاڼه > لېوال کورنۍ
لېوال کورنۍ
تړاو کاپي کاپي شو
وياړم چې د هېواد غوره چوپړ لپاره مې درې زامن او څلور لوڼې د هېواد لپاره په ډېرو مهمو برخو کې په لوړو زدکړو بوخت دي. د دوى غوره روزنې لپاره مې تروسه هېڅ نه دي سپمولي. د دوى، زما، ستاسې، هېواد او هېوادوالو لپاره ستره لاسته راوړنه ګڼم چې تر اوسه يې هرځاى زه، کورنۍ او هېوادوالو ته وياړونه ګټلي په ليسو کې ټول په لوړو نمرو بريالي شوي.

انجنير خوشال خان لېوال دوبۍ کې پوهنتون څخه په مخابراتي انجنيري کې مخکښ زدکړيال (ټاپر) بريالى شو، په ٢٠٢٢ جون کې انجنير ادم خان دوبۍ کې پوهنتون څخه په کمپيوټر ساينس ډيجيټل سيسټم خونديتوب کې مخکښ زدکړيال (ټاپر) بريالى شو.
مشر زوى انجنير خوشال خان لېوال
تړاو کاپي کاپي شو
انجنير خوشال خان لېوال، دوبۍ کې له پوهنتون څخه په لومړۍ درجه فارغيدل مبارک
تړاو کاپي کاپي شو
2019-10-30 00:00:00 لمريز 1398-08-09 00:00:00
وياړم چې خوشال خان لېوال، زما مشر زوى، دوبۍ کې له پوهنتونه په مخابراتي انجنيرۍ کې په لومړۍ درجه بريالۍ شو. انجنيرخوشال، زما کورنۍ او هېوادوالو ته يې د زړه له کومې مبارکۍ وايم او له لوى څښتنه يې د نورو برياليتوبونو غوښتونکى يم.

د هېواد غوره چوپړ لپاره مو د دوى روزنې لپاره تر وسه هېڅ نه دي سپمولي، دوى هم تل مرسته کړې، له پوهنتون وروسته کار وکړي ترڅو خپل د پوهنتون لګښتونه وګټي چې د خپلواکۍ او پرځانبسياتوب لپاره يې ډېر اړين ګڼم.

همدارنګه له دوي سره ګران افغان متين جلالزي او انس سعادت ته هم له همدې پوهنتون څخه د فارغت ډېره ډېره مبارکي وايم، هيله ده د دوى زدکړې، دوى او ځوريدلو هېوادوالو لپاره د هوساينې سبب شي.

نور رحمان لېوال #نرلېوال خواله رسنيو کې
منځوى زوى انجنير ادم خان لېوال
تړاو کاپي کاپي شو
د انجنير ادم خان لېوال دبۍ کې له پوهنتون څخه مخکښ زدکړيال(ټاپر) فارغيدل، زما کورنۍ او هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکۍ وايم
تړاو کاپي کاپي شو
2022-06-27 00:00:00 لمريز 1401-04-05 00:00:00
د کمپيوټر ساينس ډيجيټل سيستم خونديتوب څانګه کې د لیسانس دوره کې انجنير ادم خان د پوهنتون مخکښ زدکړيال (ټاپر) کېدو وياړم. د يادونې وړ ده چې ادم خان د "منځنيو زدکړو نړيوال ښووندود" زدکړو کې څلور کاله وړاندې ٨ اې ستوري او يوه اې ګټلو سره، اماراتو کې د کال مخکښ زدکوونکي ځاى هم خپل کړى وو، اماراتو په لس کلنې ګولډن ويزې ونازاوه، د ښوونځي او پوهنتون په دوران کې يې ډېرې نورې جايزې کټلي په اړه يې Adam Khan Liwal ګوګل کړئ، ياچاروال.کام کې کې د ادم خان پېژندمخينه وګورئ، چاروال.کام هم ده ډېر کار کړى، هرڅوک کولاى شي خپله وړيا پېژندمخينه يا سوانح چاروال.کام کې جوړه او دندې پيدا کړي.
انجنير ادم خان لېوال او زما کورنۍ نورو غړو تل له ماسره کمپيوټر پراګرامګري او کاروبار کې ستره مرسته کړې. د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام، #لېوال_هټۍ، #لېوال_محاسب، د ګرځنده ټليپونو ليکمن، لېوال قاموس او نور ډېر کمپيوټري پروګرامونه يې له ماسره پنځوولي چې ميليونونه هېوادوال ورڅخه برخمن او ميليونونه نور به له خيره ورڅخه برخمن کېږي.

وياړم چې د هېواد غوره چوپړ لپاره مې درې زامن او څلور لوڼې د هېواد لپاره په ډېرو مهمو برخو کې په لوړو زدکړو بوختې دي. د دوى غوره روزنې لپاره مې تروسه هېڅ نه دي سپمولي. دوى زما، ستاسې، هېواد او هېوادوالو لپاره زما ستره لاسته راوړنه ګڼم تر اوسه يې هرځاى کې ما، کورنۍ او هېوادوالو ته وياړونه ګټلي، په ليسو کې ټول په لوړو نمرو بريالي شوي. وياړم چې تېر کال خوشال خان لېوال، زما مشر زوى هم له پوهنتون څخه په مخابراتي انجنيري کې مخکښ زدکړيال (ټاپر) بريالى شو، او هيله ده راتلونکو مياشتو کې نور ورته زېري هم ولرو.

يوه يادونه ډېره اړينه ګڼم چې زما ټول بچي هره ورځ د زدکړو او پوهنتون سره خپل د پوهنتون لګښتونو پوره کولو کې ماسره همکاري کوي چې د خپلواکۍ او پرځانبسياتوب لپاره يې ډېر اړين او د وياړ وړ ګڼم. دوى او د هېواد ټولو ځوانانو ته لا نور برياليتوبونه او خوشاله ژوند غواړم.

نور رحمان لېوال