کورپاڼه > دندې
دندې
تړاو کاپي کاپي شو
نور رحمان لېوال کليوال ژوند کې له زدکړيالۍ سره د مالدارۍ، بزګرۍ، ترکاڼۍ، خټګرۍ سره لوبي کړي په مهاجرت کې يې په ايران او پښتونخوا کې ډول ډول کارګرۍ لکه د خټګرو، ترکاڼانو، کارځايونو، درزيتوب، خوړنځايونو، ټيکدارۍ، خوړنځاى چلولو، کاروبار چولو چارې ترسره کړي او پردې ځان بختور ګڼي چې د ټولنې د ډېرو برخو ژوند او ستونزې يې پخپله تجربه کړي.

ددغو ستونزو په منځ کې يې تل لار ويستې او هرورځ يې له بلې پرمختګ کړئ. خپلې د لاس تڼاکو پيسې يې د ټايپستي، ژورنالزم، ژباړنې، عکاسي، کمپيوټر او ادارې زدکړو لپاره لږولي چې بيايې په ايراني دولت، جهادي ګوندونو، خيريه موسيسو، نړيوالو موسيسو کې دندې ترسره کړي. ترهغو چې په ٩٠ز لسيزه کې د خپلو څېړونو په رڼا کې دا پيدا کوي چې هېواد په مرستو او پرديو تګلارو نه جوړېږي، جوړونه يا صنعت او سوداګري يې د پرمختګ حل ګڼي.

له هغه راوروسته پښتونخوا کې سوداګرى او کاروبار ته مخه کوي اوس په هېواد دننه او بهر کې د ګڼو کمپنو څښتن دى چې لېوا ژوند اسانه کوي، ترچيغې لاندې يې هېوادوالولپاره سترې لاسته رواوړنې لري چې ډېرى وخت يې دولتونه د ورته لاسته څخه عاجز وو.