https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟

دويم پړاو: نوررحمان لېوال د هېواد وروستۍ ستونزې او د هغې د حل په درشل کې

تړونى کاپي کاپي شو
لنډيز: نېږدې دوه لسيزې وړاندې په پاخه عمر کې مې دا درک کړه چې دلته ټولنيزې ستونزې رواني او سياسي اړخ لري چې د ناوړه سياستونو له امله ولس ربړوي او نورې ناخوالې ورڅخه سرچينه اخلي، نو ځکه د حل لپاره يې لېکوال، رسنيزوال او سياستوال شوم. ١ . د افغان ولس رواني او سياسي ستونزې زموږ ولس سياسي مديريت کې د ونډې اخيستلو پرځاى، خپل استازى، وکيل يا اجير ټاکلو پرځاى په انسانانو کې پرښته او نابغه مشر لټوي چې هرڅه يې سم وي، هرڅه سم کړي، له هرڅه پوره وي او د ولس د ټولو ستونزو د حل جادويي منتر ولري! دا غوښتنې هغه وخت ستره ستونزه شي چې ملت په يو کس پورې خپلې ټولې هيلې وتړي. او د ستونزو حل له حکومتونو څخه غواړي ولس بايد په دې پوه شي چې حکومت په نړيواله کچه د ولس له استازيتوب او قضايه چارو کې له منځکړيتوپ پرته نور څه لپاره نه دى په کار، د حکومت چارې بايد تر استازيتوب او دريمګړيتوب پورې محدودې شي. د ولس له دغه حالت څخه ځينې ځانغوښتونکي او ګومارل شوي ګټه پورته کوي، د ستونزو د حل ټټر ووهي، هغه هم پداسې وخت کې چې خپل پروګرام نلري د پرديو له پرمختګونو څخه اغېزمن وي له بدمرغه دا هم مني چې پرته د پرديوله مرستې څخه دلته حکومت نشي کېداى. د ټولنيزو او مادي علومو بيلولو او ترتيب کې ګډوډ وي، پر دې ځان نه پوهوي چې سياست د هرې ټولنې د ارزښتونو پر بنسټ ټولنيز علم دى چې پرديو پوهنتونونو او کتابونو کې يې مسلکي زدکړه ناشونې ده، نو ځکه د سياست د مسلکي کولو نابريالۍ هڅه کوي. يادونه: د مسلکي سياست ترټولو ستره لاسته راوړنه، د اروپايي ټولنې منځته راتګ دى چې اوس د انګلستان په وتو له کړکېچ سره مخ ده. ټولنيز مشرتابه پيدا کېږي او که جوړېږي؟ زما ليکنه ولولئ. يو سياستوال بايد ځاني، سيميزو او نړيوالو ذهنتيونو او ارزښتونو باندې وپوهېږي. "د ستانونو ذهنيتونو سيمه" ليکنه ولولئ. د هېواد ولسي جوړښت کې پښتانه د نورو هېوادوالو په پرتله د هېواد ژغورنې او پرمختګ ستر مسوليتونه لري، څه له پاسه څلورو پېړيو څخه د پښتنو سياست او روان د نړيوالو ايډيالوژىو او زبېښاکګرو تر اغېزې لاندې دى، پښتونولي چې له بنسټه ولسواکه ده او د هېواد په اوسني حالت کې يې د ولسواکۍ غوښتنې تر بلې هرې وارداتي سياسي تګلارې پياوړې دي، وراداتي ايډيالوژۍ زموږ ولس ته د منلو نه وې نو ځکه په يو نه يو ډول يې هغه تر اغېز لاندې راغلي يا يې د ټکر سبب شوي. زموږ او سيمې د پرمختګ او دلته سولييز ژوندلپاره تر ټولو وړاندې پښتون ولس له رواني او سياسي ستونزې راويستل دي. افغانستان او نيولشوې پښتونخوا کې پښتانه چې خپله پښتو نه وايي او نه يې ليکي، د خپلې ټولنې لپاره ډېرې اړينې چارې ترسره کول شرم ګڼي، کسبونه او مهارتونه کنځي، په لاشعوري ډول پړه پر نورو وروڼو قومونو وراچوي، څوک چې خپلې ژبې، کلتور، اقتصاد او سياست ته کار کوي او حق يې دى چې په پښتو ژبه ليکل او لوستل ونه کړي. پښتانه ددې پرځاى چې د خپل خدايي او قانوني حق څخه د خپلې پوهې لپاره ژبه د وسيلې په توګه وکاروي هغه يې له نورو سره د ټکر لامل ګرځولې، غير پښتنو ته وايي چې زه ستا ژبه وايم ته ولې پښتو نه وايې؟ هغوى تورنوي چې د پښتنو پرمختګ ته خنډ دي، متعصب دي. د پښتون دا ناوړه غوښتنه چې خپله ژبه نه وايي او نه يې ليکي، ډېر کسبونه او اړينې چارې شرم ګڼي، په خپل وروسته پاتېوالي نور پړه ګڼي رواني او سياسي ستونزه ده. ژبه د پوهې ترلاسه کولو او لېږدولو ستره او بنسټيزه وسيله ده نو ځکه مو لسيزې وړاندې د پوهنيزو توکو د پياوړي کولو لپاره د ملګروملتو دنده پرېښوده، د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره مو رغنده چارې پيل کړې هغه وو چې ١٩٩٥کال کې مو کمپيوټر پښتو کولو سره فارسي، اردو او هندي ژبو سره هم ډېره مرسته وکړه چې د وخت يو ستر علمي انقلاب و. اوس مو په کور دننه د خپلځاني زده کړو لړۍ پيل کړې چې د پوهنې وزارت د نصاب په پرتله ډېره پرمختللې او ګټوره ده. دوه لسيزي وړاندې مو په افغاني ټولنه کې د اړتياو پوره کولو ، کسب او کار په اړه څېړنه وکړه، د نړيوالو ژېړوپاڼو يا يولوپېجيز کتابونو څخه مو پرمختللو ټولنو کې د ژوند کولو لپاره زرګونو ليست شويو توکو، چارو، مهارتونو، اوزارو او اسانتياوو يا خدماتو ليستونه راټول کړل، د خواشينۍ ځاى دى چې شاوخوا ١٥سلنه اړتياووې مو په هېواد دننه پوره کولې او ٨٥سلنه له بهره پوره کېدلې. له بدمرغه اوس مو هم ډېر لږ پرمختګ کړى، کېداى شي شاوخوا ٢٥سلنه اړتياوې په کې هېواد پوره کوو. د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام لاندې مو د نننۍ نړۍ د ژوند کولو لپاره ٨٥ زره اړتياوې ليست کړي چې پخپل درې کلن ولسمشريز پروګرام کې مو له ٦٠-٨٠ سلنه په هېواد دننه پوره کولو ټينګ هوډ کړى، که دا وشول نو ملت به شو اوکنه همداسې دروغجن قبايلت کې به کړېږو. په افغانستان کې پردي مجبور دي چې د خپل زبېښاک لپاره پښتانه خپل لومړۍ درجه سيال يا حريف وګڼي او له دوى سره دوښمنۍ لپاره وروڼو قومونو ترمنځ ناسم پوهاوي ته لمن ووهي، زه خپلو وروڼو قومونو ته وايم چې موږ په شريکه ددې هېواد مالکان يو، دوى نه د هېواد د ستونزو لامل دي او نه پرته له پښتنو حل کېداى شي. لسيزې وړاندې مو دا درک کړه چې په افغانستان او سيمه کې د کړکېچ بنسټيز توکى پښتون وو، نو اړينه مو وګڼله چې د دوى د ويښتابه لپاره هلېځلې وکړم. د ټولنيزو رواني او سياسي ستونزو درملنه بېلګه يا رول ماډل غواړي چې ځايي ارزښتونو کې په نوښتونو، حوصلې او زغم سمون راوستلو ته ژمن وي نه بدلون. اړوند ناسمو برخو کې د مخکښانو، لارښودانو او د هغوى بريالۍ تجربې پيدا کړي، هغه وپنځوي او له نورو سره د زده کړو او پند اخيستلو لپاره شريکې شي تر څو د سمون لور ته تګ او هڅونه رامنځته کړي، ځکه په دغه ډول حالت کې په ټولنو کې مايوسي او بې باوري خپره وي، وګړي خپله لاس پکار کېدو پرځاى پړه په نورو اچوي ،په ځانکړي ډول د سرکښ، لارښود يا رهبر په نشتون يې وراچوي. د دغه ډول ټولنو غړي خپله هغه وړې چارې چې دوى يې په اسانه کولاى او سمولاى شي له پامه غورځوي، خو د هغو سترو چارو په نه کولو ځان او نور تورنوي حتا ستړى کوي چې د دوى تر وسه بهر وي نو په دغه ستړيا کې همت له لاسه ورکوي، د امکاناتو او وسايلو په نشتون ځان تېرباسي ځکه مو چيغه راوويستله چې "وسايل نه همت اړين دى" ترڅو ولس او سياسي مديريت کې پرځان باور پيدا او ډېر شي چې د ولس او سياسي مديرت لاندې رواني او سياسي ستونزې له منځه يوسي. ٢. د افغان سياسي مديريت ستونزې تېرو پنځو لسيزو کې موږ د پاچاهي، جمهوريت، سوسياليزم، د اسلامي سياسي مديريت دوه ډولونه اخوانيزم او شريعتي نظام، همدارنګه اوس د ټکنوکراټيزم په زغل کې د سرکښانو او لارښودانو کتارونه وليدل، کومو ارزښتونو ته چې دوى ژمن وو، ترلاسه کولو لپاره يې له هېڅ څخه دريغ ونه کړ. ټولو د هېواد ژغورنې او پرمختګ چيغې وهلې او وهي يې. د پرديو يا د هغوى د ايډيالوژيو پر مټ او ملګرتيا يې له بدمرغه ورانى تر جوړولو ډېر وو او دى. ستونزه داده چې دوى د سياست له ځاييتوبه ناخبره دي ځکه نړيوالو ايډيالوژيو کې حل لټوي. خپل هېواد، سيمه، نړۍ او هغو کې د شته ټولنيزو بنسټونو او ذهنيتونو څخه ناخبره ښکاري، يا خو خبر او يوازې د خپلو ګټو لپاره ځان او ولس تير باسي. دوى د دروغجنې ملتپالنې يا نېشنلېزم چې يو ډول قبايليت دى، لومه کې بند دي، سياست چې د ټولنيزو چارو د مديريت لاره ده، دوى يې دروغ، چلبازي او له هرې وړ ناوړه لارې واک ته د رسېدلو تګلاره ګڼي چې په پاي کې د خپلو درغليو ښکار او د ولس له غبرګون سره مخ شي. په هېواد کې "ناوړه حکومتولي او جګړې" يا "جګړې او ناوړه حکومتولي"، دغه دواړه د ټولو ستونزو سرچينې دي چې يو بل ژوندي ساتي، اوس افغانان دوه لارې لري يا د ښې حکومتولۍ او عدالت لپاره ولسواکۍ کې برخه اخيستل دي يا د جګړې پر بډ يا خلاف ملي پاڅون کول دي، لومړى يې غوره ګڼم ځکه يې په اړه له لسيزو هلېځلې کوم. د رښتينې ولسواکي لپاره په هره ټولنه کې لږ تر لږه درې ګوندونو ته اړتيا وي چې د اړتيا سره سم به د ټاکنو له لارې يو حاکم ګوند، يو بډيال ګوند او دريم څارونکى ګوند وي د څارونکي ګوند شتون خورا ډېر اړين دى، که دوه ګوندونه د ولس د ګټو په خلاف يو کېږي لکه په ګډ حکومت کې نو څارونکي ګوند ته د حکومت کولو واره برابرېږي له بده مرغه زموږ په هېواد کې ګوندونو له بخليتوب څخه کار اخيستى چې کله حاکم شوى خپل ټول توان يې د سيالو ګوندونو په راپرځلو لګولى چې پايله کې د ولس له ټکر سره مخ شوي، ګوندونه بايد په نويو پرمختګونو او د ټولنې د ستونزو په حل حکومتونه وګټي نه پخپل لرغونتوب او د پرديو ايډيالوژيو ته په ژمنتوب. د پياوړي روان لپاره دين او مذهب ډېر اړين دي، په تېرو١٤ پېړيو کې موږ يوه غوره لاسته راوړنه لرو چې د ټول افغان په يو دين اسلام مشرف کېدل دي، که څه هم ځينې وړې مذهبي ستونزې شته چې بايد جوړجاړى پرې وشي. له اسلام څخه په سياسي ډګر کې افغانانو د خپل يوالي او پرمختګ لپاره بيا بيا هڅه کړې خو اسلام نړيوالې غوښتنې لري چې له ځايي غوښتنو سره کله ناکله له ټکر سره مخامخ کېږي، د بېلګې په ډول له هندي مسلمانانو څخه د احمدشاه بابا ملاتړ، له اسامه بن لادن څخه د ملا محمد عمر ملاتړ او داسې نور. که موږ خپله اسلامي خوشبختي د خپل يووالي لپاره په کورنيو چارو کې وساتو او بهرنيو چارو کې خپل سياست وکړو نو په نړيواله کچه به موږ د خپلو ګټو د ساتلو جوګه او په يوه غوره اسلامي ځواک بدل شو، چې وړاندوينه يې پيغمبر حضرت محمدص په خپل حديث کې کړې، چې اسلام به يوځل بيا لدې سيمې څخه پياوړى کېږي. يوه خبره اړينه ګڼم چې له سياسي اړخه هېوادونه په دوه ډوله وېشلى شو، دوديز يا طبيعي او انديال يا ايډيالوژيک: انديال هغه هېوادونه دي چې د اندونو پربنسټ جوړ او چلېږي لکه: د امريکا متحده ايالات د کپيټلزم په اندونو، پاکستان د اسلام په اندونو، پخوانى شوروي اتحاد د سوشليزم په اندونو او داسې نور. خو دوديز هېوادونه بيا د ايډيالوژيو تر څنګ د ميراثي، کلتوري، ژبنيو او نورو ټولنيزو ارزښتونو پر بنسټ جوړ او چلېږي. موږ په يو دوديز هېواد کې هستوګن يو، پرته له ستونزمن پاکستان څخه نور ټول ګاونډي او سيمه ايز هېوادونه مو دوديز بنسټونه لري. تېرو څلورو لسيزو دا خبره لا نوره هم کره کړه، چې په دوديزو هېوادونو کې ايډيالوژۍ د ولس له ټکر او غبرګون سره مخامخ کېږي. له بدمرغه د دريمې نړۍ ډېرى سياستوال د ختيځې/لوېديځې اروپا او افريقا له ايډيالوژيو څخه اغېزمن او د هغو ټولنو د ارزښتونو په رڼا او ذهنيت کې تجربه شويو پرمختګونو څخه په نقل کولو د خپلو ټولنو وروسته پاتېوالى نه يوازې په پرمختګ بدل نکړ، بلکې پرمختګونه يې اغېزمن کړل، ستونزې يې وزېږولې، لکه د نننۍ لوديځوالې ډيموکراسۍ او پروني اخوانيزم او سوشياليزم. د دوى په غوبل کې افغان احساساتي بچو خپل پلار، ورور او کورنۍ غړو سره دوښمني وکړه د دوى په دښمنې کې پرديو له وارې کار واخيست، هېواد مېشت قومونه يې يو د بل په وژنه تورن کړل، هغوى هم د لږوالي د کينو له امله بريتونه تاو يو د بل دښمني ته يې ملا وتړله. زموږ سيمه د دوديزو بنسټونو او ځايي ارزښتونو له مخې د عدالت پر بنسټ ميراثي، سياسې او جغرافيايي جوړښتونو ته اړتيا لري. دلته دروغجن نېشنلېزم او دروغجن ملتپال قابض دي، يو ورور د بل خداى ورکړى ميراثي حق تر دروغجن نېشنليستي سياست لاندې نيولى دى، لکه په پاکستان کې د اسلام ترنامه لاندې د پښتون، بلوڅ، او سندي حق، لکه په منځني ختيځ کې د کوردانو او نورو حقونه. د هغې ورځې په هيله چې د دريمې نړۍ سياستوال، پوهان او ولسونه خپل ځانونه، خپل ذهنيتونه، خپل بنـسټونه او خپلو ارزښتونو په رڼا کې عدالت ته غاړه کېږدي، ترڅو زموږ په سيمه کې د اروپا ټولنې په ډول ګډې همکارۍ او پرمختګ ته لاره پرانيستل شي. بهرنيو زموږ له کمزوري او نشت برابر سياست څخه په ګټه اخيستنې پر موږ يرغلونه کړي، دلته داسې پياوړي سياست او سياستوال ته اړتيا ده چې د ختيځو او لوېديځو ايډيالوژيو څخه خپلواک او ځايي ارزښتونو ته ژمن وي، ټينګ هوډ ولري چې سياسي يرغلونه به په سياست ماتوي. نو ځکه لسيزې وړاندې د يو داسې سياسې تګلار ې په لټه کې شوم چې پر پښتنو تپلشويو سياستونو ته د پاى ټکى کېږدي، لکه څنګه چې مخکې مو وويل تېرو پنځو لسيزو کې موږ د پاچاهي، جمهوريت، سوسياليزم، د اسلامي سياسي مديريت دوه ډولونه اخوانيزم او بل شريعتي نظام تجربه کړل اوس ټکنوکراټيزم په رڼا کې ولسواکي تجربه کوو، دغه د اوسنۍ نړۍ د سياسي مديريت تګلارې دي چې په يوه کې هم موږ بريالي نه وو، ذهنيتونه مو سخت اوتر دي، بې باوري خپره ده چې افغانان يې يو پر بل شکمن کړي او ستونزو ته يې لاره هواره کړې.