د انجنير ادم خان لېوال دبۍ کې له پوهنتون څخه مخکښ زدکړيال(ټاپر) فارغيدل، زما کورنۍ او هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکۍ وايم    پښتو
Copy Link Copied
2022-06-27 00:00:00 Solar 1401-04-05 00:00:00
د کمپيوټر ساينس ډيجيټل سيستم خونديتوب څانګه کې د لیسانس دوره کې انجنير ادم خان د پوهنتون مخکښ زدکړيال (ټاپر) کېدو وياړم. د يادونې وړ ده چې ادم خان د "منځنيو زدکړو نړيوال ښووندود" زدکړو کې څلور کاله وړاندې ٨ اې ستوري او يوه اې ګټلو سره، اماراتو کې د کال مخکښ زدکوونکي ځاى هم خپل کړى وو، اماراتو په لس کلنې ګولډن ويزې ونازاوه، د ښوونځي او پوهنتون په دوران کې يې ډېرې نورې جايزې کټلي په اړه يې Adam Khan Liwal ګوګل کړئ، ياچاروال.کام کې کې د ادم خان پېژندمخينه وګورئ، چاروال.کام هم ده ډېر کار کړى، هرڅوک کولاى شي خپله وړيا پېژندمخينه يا سوانح چاروال.کام کې جوړه او دندې پيدا کړي.
انجنير ادم خان لېوال او زما کورنۍ نورو غړو تل له ماسره کمپيوټر پراګرامګري او کاروبار کې ستره مرسته کړې. د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام، #لېوال_هټۍ، #لېوال_محاسب، د ګرځنده ټليپونو ليکمن، لېوال قاموس او نور ډېر کمپيوټري پروګرامونه يې له ماسره پنځوولي چې ميليونونه هېوادوال ورڅخه برخمن او ميليونونه نور به له خيره ورڅخه برخمن کېږي.

وياړم چې د هېواد غوره چوپړ لپاره مې درې زامن او څلور لوڼې د هېواد لپاره په ډېرو مهمو برخو کې په لوړو زدکړو بوختې دي. د دوى غوره روزنې لپاره مې تروسه هېڅ نه دي سپمولي. دوى زما، ستاسې، هېواد او هېوادوالو لپاره زما ستره لاسته راوړنه ګڼم تر اوسه يې هرځاى کې ما، کورنۍ او هېوادوالو ته وياړونه ګټلي، په ليسو کې ټول په لوړو نمرو بريالي شوي. وياړم چې تېر کال خوشال خان لېوال، زما مشر زوى هم له پوهنتون څخه په مخابراتي انجنيري کې مخکښ زدکړيال (ټاپر) بريالى شو، او هيله ده راتلونکو مياشتو کې نور ورته زېري هم ولرو.

يوه يادونه ډېره اړينه ګڼم چې زما ټول بچي هره ورځ د زدکړو او پوهنتون سره خپل د پوهنتون لګښتونو پوره کولو کې ماسره همکاري کوي چې د خپلواکۍ او پرځانبسياتوب لپاره يې ډېر اړين او د وياړ وړ ګڼم. دوى او د هېواد ټولو ځوانانو ته لا نور برياليتوبونه او خوشاله ژوند غواړم.

نور رحمان لېوال