وياړم چې خوشال خان لېوال، زما مشر زوى، دوبۍ کې له پوهنتونه په مخابراتي انجنيرۍ کې په لومړۍ درجه بريالۍ شو. انجنيرخوشال، زما کورنۍ او هېوادوالو ته يې د زړه له کومې مبارکۍ وايم او له لوى څښتنه يې د نورو برياليتوبونو غوښتونکى يم.
د هېواد غوره چوپړ لپاره مو د دوى روزنې لپاره تر وسه هېڅ نه دي سپمولي، دوى هم تل مرسته کړې، له پوهنتون وروسته کار وکړي ترڅو خپل د پوهنتون لګښتونه وګټي چې د خپلواکۍ او پرځانبسياتوب لپاره يې ډېر اړين ګڼم.
همدارنګه له دوي سره ګران افغان متين جلالزي او انس سعادت ته هم له همدې پوهنتون څخه د فارغت ډېره ډېره مبارکي وايم، هيله ده د دوى زدکړې، دوى او ځوريدلو هېوادوالو لپاره د هوساينې سبب شي.