د اورغوځېدنې ډولونه چې ځلځله رامنځته کوي.
د پکتیکا ګیان ولسوالۍ کې د غورځېدونکو کاڼو او هر ٤ ساعتو کې د ځلځلې جټکې حس کول د نړۍ ځلځلېپوهانو پاملرنه غواړي    English
تړاو کاپي کاپي شو
2022-06-29 00:00:00 لمريز 1401-04-07 00:00:00
خبر دی چې هرو ۴ ساعتونو کې حتماً د ځلځلې یوه پياوړې جټکه محسوسیږي، زموږ سیمه د ځلځلو د مدیترانې په ژوندۍ پټاره پرته ده، ګيان ته د ځمکېپوهانو ورتګ اړين دی، ترڅو له راتلونکو ګواښونو څخه خبر شو، د ځایي خلکو په وینا هلته لاهم د ډبرو د ښکته لوېدو ډاروونکي غږونه يا اوازونه اورېدل کېږي!

کېداى شي دغه سیمه کې کوم جیولوجیکي بدلون لکه اورغورځيدنه رامنځته کیږي، څومره چې ژر کیږي ګيان ته بايد ځمکېپوهان ولېږل شي، ترڅو د هغه سیمي پاتې خلک او نور هېوادوال له راتلونکو ناورينو او زيانونو په امان شي، هرڅوک چې په دغه چارو پوهېږئ خپل اندونه شريک کړي او ټول غږ بدرګه کړئ.

پوهان بايد څېړنه وکړي چې که اورغوځيدنه رامنځه کېږي څومره نور خلک به زيانمن شي، شاوخوا سيمو کې په اولسونو غږ کوم چې بيدار واوسي، داسې خونې چې د چتونو او ديوالونو د غورځېدو سبب کېږي ويده نشي او که کېداى شي د لنډې مودې لپاره نورو ځايونو ته ولاړ شي.
نور رحمان لېوال
#EarthQuakeAfghanistan
#earthquakeproof
#ځلځلې_ته_ټينګ