افغانستان کې څنګه #ځلځلې_ته _ټينګ کورونه جوړولاى شو
څنګه #ځلځلې_ته_ټينګ کورونه جوړولاى شو    English فارسی
تړاو کاپي کاپي شو
2022-06-25 00:00:00 لمريز 1401-04-03 00:00:00
ځلځلې ځپلو سره ستره مرسته ځلځلې ته ټينګ کوورنه جوړول ښودل دي. موږ له ځلځلو ډکه سيمه کې پراته يو، خو د ځلځلو بيابيا راتګ سره د کليوالو هستوګنو جوړولو پروخت د ځلځلې ټينګښت ته پاملرنه د دولتي تګلارو او ولسي دود برخه نه ده. د کاڼو، وښو، خټو، لرګيو او نورو ځايي توکو څخه د کورونو اوسني دود جوړښت کې ځينو نويو سمونو پوهاى رامنځته کولو سره موږ #ځلځلې_ ته_ ټينګ کورونه جوړولو سره ډېر هېوادوال د ځلځلو له ځاني او مالي زيان څخه ژغورلاى شو.

مينوالو او ودانيزو چارو کې بوختو ته بلنه ده چې افغانستان کې " څنګه ځلځلې_ته _ټينګ کورونه جوړولاى شو" دغې ځانګړې د عامه پوهاوي ويبځاى لپاره خپلې مسلکي او تجربوي ليکنې، کتابونه، ويډيوګانې اونورې منځپانګې له انجنير ميرويس لېوال سره شريکې کړئ او هېوادوال د ځلځلو له زیانونو او آفتونو څخه وژغورئ.

نور رحمان لېوال
#نرلېوال
#EarthQuakeAfghanistan
د ودانۍ مربع جوړښت د ځلځلې پروخت ټينګ وي    English
تړاو کاپي کاپي شو
2022-06-25 00:00:00 لمريز 1401-04-03 00:00:00
ښاغلى مشر لېوال ليکي " له امو تر اباسينه زموږ ټوله سيمه د نړۍ د ځلځلو سيمه يا زون کې شتون لري. هرځاى کې بايد موږ د هستوګنو او ودانيو په جوړولو له سره غور وکړو. د نړيوالو اقليمونو له بدلون سره ځلځلې نورې هم ډېريږي له اوسه وخت دى چې ځينې تدابير ونيول شي او هرڅوک د خپل کور او دپتر ودانيو له سره د ځلځلې په اړه ارزونه وکړي. د ودانيزو چارو ماهر کسان راسره اړيکه وکړئ، چې ځانګړي ډلګۍ کې پردغه حياتي سکالو خبرې وکړو.

په هېواداوالو غږ کوم چې:
که تاسې غواړى چې له ځلځلې ځپلو سره ستره مرسته وکړي، ډوډۍ، پيسې او نور توکي هرڅوک وروړي. راځئ يو تاريخې مرسته له ټولو سره وکړو، دغه څو ورځو کې زما مالومات راټولولو وشودله چې زموږ کليوالې ودانۍ خو هېڅ ډول د ځلځلې تدابير نه پېژنې او نه هم په اړه يې څوک خبرې کوي.
اولس او حکومت ته وړانديز دى چې د ځلځلې ځاى ته نژدې انجينرانو ته د هستوګنې او کار کولو اسانتياوې برابرې کړي ترڅو هلته خلک ورشي او دوى هغوى ته چې له سره کور ابادوي د سم جوړولو لپاره مشوره او نخشه ورکړي دا به ستره او د تل لپاره د ځلځلو زيان کم کړي او هم به هېواد کې دا پوهاوى دود شي"

د ودانيو جوړولو لپاره لاندې تدابير هرڅوک ونيسئ، موږ هڅه کوو چې په دغه اړه مسلکي تدابير ونيسو:
١-څومره چې د خټو ديوال پلن وي هومره به د ځلځلې پروخت ټينګ وي
٢- د بشپړ کور يا کوټې جوړول چې مربع وي د ځلځلې ټينګښت يې ډېر وي، همدارنګه کړکۍ بايد وړې او مربع وي
٣- کړکۍ بايد د خټو ديوال پمنځ کې وي
٤- د لا پياوړتيا لپاره بايد لاندې ترتيب وکارول شي:
-بنست بايد له کاڼو يا تيږو جوړ وي
- د پروړې يا بوسو او خټو څخه د ليو يا کاګل يو لويشت پخڅه که کونجونو ته ورکړل شي نو ستره پياوړتيا ديوال ته ورکوي.
- رنګ بيم يا تر چت وړاندې پرټول دېوال د کانکريټ يوه پخڅه راتاوول

انجينر ميرويس لېوال
#EarthQuakeAfghanistan
#earthquakeproof
#ځلځلې_ته_ټينګ
د ديوالونو جوړولو پر وخت مه کوئ
تړاو کاپي کاپي شو
د ديوال جوړولو پروخت سترې تيږي او خټې مه سره ګډوئ، د خوست، پکتيکا، پکتيا د ٢٢ جون ٢٠٢٢ کال ځلځلې عکسونه ښيي چې ټول هغه ديوالونه نړيدلي چې پخڅو کې ګډ دېوال له سترو کاڼو او خټو څخه جوړ شوي.

انجينر ميرويس لېوال
#EarthQuakeAfghanistan
#earthquakeproof
#ځلځلې_ته_ټينګ
د ديوالونو جوړولو پر وخت وکړئ
تړاو کاپي کاپي شو
ديوالونه له خښتو، خټو يا يوازې تيږو څخه جور کړئ. يوازې تيږو څخه د ديوال جوړولو پروخت سترې تيږي بايد په وړو تيږو تکيه کړئ او وړې چولې يا بندونه يې په خټه بند کړئ، که خټه کې واښه ګډ کړئ لا کلک راځي.

د خوست، پکتيکا، پکتيا د ٢٢ جون ٢٠٢٢ کال ځلځلې عکسونه ښيي، هغه ديوالونه ولاړ دي چې له خښتواو خټو څخه جوړ شوي.

انجينر ميرويس لېوال
#EarthQuakeAfghanistan
#earthquakeproof
#ځلځلې_ته_ټينګ
د لرګي تيرانو څخه چت جوړولو پر وخت وکړئ
تړاو کاپي کاپي شو
د لرګي تيرانو څخه د چت جوړولو پروخت تيران دواړو لورو ته سرونه يې چې څومره ډېر تر ديوالو وباسئ تيران ديوال ته زور نه ورکوي او ديوالونه نه نړيږې. کله هم لنډ لرګى چې له ديوالو څخه نه ووځى او د ديوال پمنځ کې راځي، چت لپاره مه اچوئ.

د خوست، پکتيکا، پکتيا د ٢٢ جون ٢٠٢٢ کال عکسونه ښيي هغه، خونې چې د چت تيران يې ديوالو څخه وتلې نه دي نړېدلي.

انجينر ميرويس لېوال
#EarthQuakeAfghanistan
#earthquakeproof
#ځلځلې_ته_ټينګ
د لرګي تيرانوڅخه چت جوړولو پر وخت مه کوئ
تړاو کاپي کاپي شو
د لرګي تيرانو څخه د چت جوړولو پروخت تيران کله چې پر ديوالو اچووى سرونه يې چې سومره ډير تر ديوال وباسئ تيران ديوال ته زور نه ورکوي ديوالونه نه نړيږي. کله هم لنډ لرګى چې له ديوالو څخه نه ووځى په چت مه اچوئ.
د خوست، پکتيکا، پکتيا د ٢٢ جون ٢٠٢٢ کال عکسونه ښيې چې ټولې، هغه خونى نړيدلې چې تيران يې ديوالو څخه نه دې وتلې.

انجينر ميرويس لېوال
#EarthQuakeAfghanistan
#earthquakeproof
#ځلځلې_ته_ټينګ