د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام - د ټاکنو خپلواک کمېسيون
تړاو کاپي کاپي شو
د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام - د ټاکنو خپلواک کمېسيون
تړاو کاپي کاپي شو
د ټاکنو خپلواک کمېسيون په غوښتنه د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د ولسمشرۍ خپلواک نوماند نور رحمان لېوال درې کليدي پوښتنې او د کميسيون له غونډې سره پريکون
١-تاسې د کمېسيون کمشنرانو، تخنيکي او اداري غړو، موږ د ولسمشرۍ نوماندانو ته بيابيا ويل چې کمېسيون د ټاکنو ترسره کولو تخنيکي او اداري وړتيا يا ظرفيت نلري، ورسره په کمېسيون او مرستندويه ادارو کې ځينې پخواني تخنيکي کارکوونکي چې تېرې ټاکنې يې کړکېچنې کړې وې تاسې له دندو ګوښه نه کړاى شول، د ټول هېواد په کچه مو د کمېسيون د کارکوونکو کمبوتات درلودل، پرته له واکمنو ډلو نورو ټولو نوماندانو کمېسيون ته وويل چې د ټاکنو د پايلو ځنډېدلو پرځاى دا غوره ده چې ټاکنې وځنډوئ او سيستم په بېلګيز ډول وړاندې کړئ، خو ٦ د تلې ته دوه اونۍ په پاتې کېدو داسې څه معجزه وشوه چې تاسې ټاکنو ته تيار شو‌ئ؟ موږ کمېسيون ته د وړيا سيسټم درکولو وړانديزونه وکړل، خو تاسې د واکمنو ډلو په خوښه د ملياردونو ملي بوديجې په ضايع کولو له بهرنيانو بايوميټريک سيسټم واخيست، نېږدې ٢ ميليونه رايې چې د ډرمالاګ کمپنۍ د ادعا لمخې ټيکنالوژي يې په يوه ثانيه کې ٣.٦ مليارده بايوميټريکي رايې شمېري، نو ٢ ميليونه رايې شمېرل يوازې ١٩ دقيقې وخت غواړي (2e6x2e6/3.6e9/60=19)، خو کمېسيون دادى نېږدې ٣ مياشتو کې هغه رايې ونشمېرلې، ولې؟ بل هغه نېږدې يو ميليون رايې چې تاسې رد يا باطلې کړلې هغه د کوم نوماند لپاره اچول شوې وې؟ ولې تاسې په دغو درغليو پټه خوله ياست؟

٢-ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر غني د تېرو ټاکنو په ترڅ کې په غيرقانوني ډول د يو سياسي جوړجاړي له مخې شريک حکومت جوړکړ چې په پايله کې يې په لکونو افغانان شهيدان او ميليونونه نور له ډول ډول ناخوالو سره مخ شول! د قانون له مخې هرهغه څوک چې دولتي دنده ولري او استعفا ورنکړي ولسمشرۍ ته نشي نوماند کېداى، تاسې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ډاکټر عبدالله عبدالله په غيرقانوني نوماندۍ ولې غلي ياست؟

٣- د هېواد په دې ټيټ اقتصادي حالت کې تاسې کمېسيون د کمپاين د لګښت لپاره حد ٤٥٠ ميليونه افغانيو ته اوچت کړ، خو ډاکټر غني شاوخوا ٢ مليارده له ملي بوديجې د افغان ولس حق چې شاوخوا ٦٠٪ يې له بېوزلۍ سره مخ او ٣ وخته وچه ډوډۍ نلري په خپل کمپاين کې مصرف کړ، تاسې ولې پردې غلي ياست؟ د ١٣٩٣ ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاين بوديجې لګولو بريد شاوخوا ١٠ ميليونه افغانۍ ټاکل شوى وو، تاسې ولې او د چا په مشوره د کمپاين لګښت بريد ٤٥٠ ميليونه افغانيو ته اوچت کړ؟

نورې ډېرې نادودې پرځاى پرېږدو ستاسې د غوښتنې پر بنسټ پورتنۍ درې کليدي پوښتنې درلېږو چې د ملي خيانت تر برېده په کې قوانين ترپښولاندې شوي او دا څرګندوي چې تاسې د حکومت تر اغېز لاندې ياست او خپلواکي نلرى چې عدالت وکړئ، دا توان هم نه لرى چې په کمېسيون کې د ناخوالو له امله استعفا ورکړئ، تاسې موږ ته وواياست چې هغه کوم شرعي، اخلاقي، افغاني، انساني او قانوني ارزښت دى چې له مخې يې موږ ستاسې تر مديريت لاندې د ناوړه او انجينري شوي ټاکنو پايلې ومنو او ولې؟

د کميسيون سمبوليک شتون او غونډې پرته لدې چې بې عدالتيو او غيرقانوني مصلحت ته لارې پرانځي نور څه نه دي، نو ځکه ستاسې له غونډو سره پريکون کوو او د ١٣٩٨ ولسمشرۍ نوماندانو د جرګې/شورا له دريځ سره همغږي يو چې کميسيون نابريالى، ټاکنې ولس رټلې او له درغليو ډکې بولو چې په پايله کې ستاسې هره پريکړه په پورتنيو دلايلو غيرقانوني ګڼو، ټولو ته څرګنده ده چې کميسيون د وصولو او قوانينو پرځاى پر مصلحت روان دى نو مصلحت کې بايد ټول ګډون ولري.

په درناوي

نور رحمان لېوال
١٣٩٨ ولسمشرۍ خپلواک نوماند

يادونه:
د ټاکنو کميسيون د يوينۍيکشنبې د 1398-09-17 ننداريزه يا نمايشي غوڼډه کې، زموږ پوښتنو ته ځواب نه درلود، ځکه يې زموږ د پوښتنو يادونه ونکړه چې ٢ ورځې مخکې ورلېږل شوي وي.

کميسيون هڅه کوي چې د بهرنيو سفيرانو په شتون د کميسيون په ناوړه چارو د ولس باور ترلاسه کړي، خو دوى نه پوهېږي چې افغان ولس خپله خپلواکي تر هرڅه لوړه ګڼي! د ولسمشرۍ د هغو نوماندانو ډلې چې د بهرنيوله شتون څخه د افغانانو ګټور دى په ننۍ غونډه کې شتون درلود.
تړاو کاپي کاپي شو
غني زما له پروګرامونو او لاسته راوړنو څخه بله غلا وکړه
غني زما له پروګرامونو او لاسته راوړنو څخه بله غلا وکړه
د ولسمشرۍ ټاکنو له پيل څخه دا زما غوښتنه وه چې د ټاکنو ټوله بوديجه بايد له ملي بوديجې ورکړل شي.
په ١٥، چنګاښ، ١٣٩٨ (٦ جولاى ٢٠١٩) د افغانستان د ټاکنو ملاتړ ګروپ ته تر بيا بيا ويلو وروسته په يوه ستره ليکنه کې تر لاندې سرليک:
"افغانستان کې د نابرياليو او لانجمنو ټاکنو ترشا د ملګروملتو د ادارو او ځينو بهرنيو سفارتونو موازي پاچاهۍ دي The parallel kingdoms of the United Nations Agencies and some foreign missions are behind the failures and disputed election in Afghanistan"
کې سپارښتنه وکړه او هغوى اړ شول چې ټاکنو لپاره بوديجه د غني له فساده ډک حکومت ته ورنکړي. په ٢٤، چنګاښ، ١٣٩٨ غني مجبور شو چې له ملي بوديجې يې ورکړي، نن غني زما لاسته راوړنه خپل لاسته راوړنه ګڼي او وايي "وياړم چې ټاکنې مو په خپل لګښت وکړې، نه د نړۍ په پيسو".
په دې سپارښتنه کې مو د بوديجې په هکله داسې وړانديز او غوښتنه کړې وه:
"3-بوديجه او مسوليت هغو ته سپارل چې په پاى کې مسول او حسابورکوونکي وي: موږ د افغانستان د ټاکنو ملاتړ ګروپ ته سپارښتنه کوو چې بايد د بېمسوليتيو د مخنيوي لپاره د ټاکنو د داسې بهېر ملاتړ وکړي چې لارښوونه او څښتنولي يې د افغانانو وي ترڅو يو لورى د مسوليت او حساب ورکولو لپاره ولرو، که داسې نشئ کولائ، غوره به وي خپل ملاتړ بند کړئ، ترڅو افغانستان د ټاکنو لپاره خپلي سرچينې پيدا کړي. په اوسنې حالت کې چې د ټاکنو بهېر د ملګروملتو تر واک لاندې دى، د دوى د کارکوونکو خونديتوب يا مصونيت او په ځانګړي ډول د ملګروملتو د ټاکنو د ملاتړ پروژه او نور اړوند لوري چې په پسات، خېښپالنه او بيوروکراسي کې ډوب دي، د ټاکنو ساده بهېر په اسانۍ سره ډېر پيچلې، بې مسؤليته او له پساته ډکوي، ځکه چې د دوى له منځه څوک مسؤل، حساب ورکوونکي او د افغانستان د قانون لاندې نشي مجازات کېداى."
کله چې ما دغه ليکنه د افغانستان د ټاکنو ملاتړ ګروپ ټولو اړند نړيوالو ادارو، هېوادونو او د هغوى اړوندو مشرانو ته واستوله هغوى د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته بوديجه ورکول بند کړل.
دا چې د پخوا په پرتله مو يو څه سوليزې ټاکنې درلودې يو لامل يې د بهرنيو د بوديجې بندېدو له امله د هغوى لاس لانډېدل وو.
بشپړه ليکنه په انګرېزي او يوه برخه يې په پښتو دلته لوستلى شئ.

ما پخوا ويلي، چې لا به زموږ په لارو ځي لا به يې موږ ته پرېږدي.
تړاو کاپي کاپي شو
که ولسمشرۍ ټاکنې د دريم ځل لپاره ونځنډېږي د اوسني مهالوېش لمخې په بيړني ډول ټاکنې به هېواد کې سوله او سياسي ټيکاو نور هم ټکنى کړي چې د ټولو لپاره به له غميزو ډک، د شرم وړ او د ډېرو قيمتي سرچينو او وخت له لاسه ورکولو پرته به بل څه نه وي.
2019-07-06 19:00:00
دا ليکنه په انګريزي کې لوستلاى شئ، يو څه برخې پښتو ته ژباړل شوي او پښتو ژباړه تر کار لاندې ده، ډېر ژر به يې همدلته لولئ.

افغانستان کې د نابرياليو او لانجمنو ټاکنو ترشا د ملګروملتو د ادارو او ځينو بهرنيو سفارتونو موازي پاچاهۍ دي ...
اوس جنګسالاران د افغانستان د سياست تر ټولو وړ توکي دي، د ولسواکۍ د کچې په نيوليک کې د تېرو ١٨ کلونو لاسته راوړنو سره افغانستان د زورواکي درجه خپلوي، بشپړه ولسواکې چې د ګوتو په شمار اروپايي هېوادونه يې تجربه کوي پرځاى پريږدو، نيمګړې ولسواکې يا ډيموکراسي د متحده ايالاتو ته لا نږدې هم نه يو او د پاکستان ارجلواکي ته به هغه وخت خوځښت وکړو که لاندې بنسټيزې ستونزې د ١٣٩٨ ولسمشريزو ټاکنو څخه وړاندې حل کړو.

1-اوسنى غيرقانوني حکومت قانوني کول
د اساسي قانون په بډ يا خلاف او د دوو نوماندانو ډاکټرغني او ډاکټرعبدالله ترمنځ د غيرقانوني جوړجاړي له لارې او له پساته(فساد) ډک حکومت ددې جوګه نه دى چې د منلو وړ ټاکنې اداره کړي نو ځکه په بيړني ډول يو بېپرې ځايناستي حکومت رامنځته کيدو ته اړتيا ده چې رڼې، عادلانه او خپلواکې ولسمشريزې ټاکنې ترسره کړي او پايلي يې ټولو ته د منلو وړ وي. ترټولو ارزانه، اسانه او غوره لار داده چې اوسني د ولسمشرۍ نوماندان خپلمنځي ټاکنې ترسره کړي او له دغه منځ څخه د رڼو ټاکنو په ترڅ کې يو کس د ځايناستي ولسمشر په توګه وټاکل شي او پاته نورو نوماندانو څخه ملي جرګه جوړه شي چې ځايناستي حکومتولي، ټاکنې او سوليز د واک ليږد څخه څارنه وکړي.
که هر څوک د ځايناستي حکومت ملاتړ نه کوي نو په ډاډ سره ويلى شو چې دوى له پسات، جګړو او تپلشويو ټاکنو څخه ګټه پورته کوونکي دي او د ملت غم ورسره نشته. همدارنګه ځايناستى حکومت به ټاکنو کې د طالبانو ګډون ته لاره پرانيځي او تلپاتې سوله به ولرو. په ياد ساتې چې د ډاکټرغني غيرقانوني حکومت سره طالبان په کابل کې يا هم په دوحه کې د کرزي او ټپلې ترسيوري لاندې د سولې خبرو کې وړ پايلې ته نشي رسيدلاى.

2- په تخنيکې ډول د ټاکنو د کمېسيون د رايو سېستم له درغليو خوندي کول په ځانګړي ډول د پايلو شمېرل
که څه نا څه د باور وړ د ١٣٩٨ ولسمشرۍ ټاکنې غواړو نو پرته له دې چې د ټاکنو بهېر کې نومليکنه، پېژندنه، رايه ورکول او رايه شمېرل د بڼوپيژندنې يا بايوميټريک او ځنځيريزتړاو يا بلاکچېن په مرسته ترسره شي بله لار نه لرو، موږ چمتو يو چې ټولو د بهير اړوند لوريو سره همکاري وکړو او ان تر دې چې د رڼو ټاکنو سېستم وړيا ورکړو. که د ټاکنو پورتنۍ ټولې پروسې بڼوپېژندنې يا بايوميټريک نه شي او د اوسني مهالوېش لمخې په بيړني ډول ټاکنې ترسره شي، په هېواد کې به سياسي ټيکاو نور هم ټکنى کړي چې د ټولو لپاره به له غميزو ډک، د شرم وړ او د ډېرو قيمتي سرچينو او وخت له لاسه ورکولو پرته به بل څه نه وي.

3-بوديجه او مسوليت هغو ته سپارل چې په پاى کې مسول او حسابورکوونکي وي
موږ د افغانستان د ټاکنو ملاتړ ګروپ ته سپارښتنه کوو چې بايد د بېمسوليتيو د مخنيوي لپاره د ټاکنو د داسې بهېر ملاتړ وکړي چې لارښوونه او څښتنولي يې د افغانانو وي ترڅو يو لورى د مسوليت او حساب ورکولو لپاره ولرو، که داسې نشئ کولائ، غوره به وي خپل ملاتړ بند کړئ، ترڅو افغانستان د ټاکنو لپاره خپلي سرچينې پيدا کړي. په اوسنې حالت کې چې د ټاکنو بهېر د ملګروملتو تر واک لاندې دى، د دوى د کارکوونکو خونديتوب يا مصونيت او په ځانګړي ډول د ملګروملتو د ټاکنو د ملاتړ پروژه او نور اړوند لوري چې په پسات، خېښپالنه او بيوروکراسي کې ډوب دي، د ټاکنو ساده بهېر په اسانۍ سره ډېر پيچلې، بې مسؤليته او له پساته ډکوي، ځکه چې د دوى له منځه څوک مسؤل، حساب ورکوونکي او د افغانستان د قانون لاندې نشي مجازات کېداى.

4-د ټاکنو کمېسيون په ريښتوني ډول خپلواک او مسؤل کول
کله چې د ټاکنو د کميسيون کمېشنران په روڼتيا سره د ولسمشرى د ١٧ نوماندانو لخوا د رايو په ورکولو سره وټاکل شول، د خپلواکۍ لپاره د افغانانو لخوا دا يو مهم سمون او پرمختګ وګڼل شو، خو ډېر ژر د ډاکټرغني غيرقانوني حکومت له خوا کمشنران يرغمل شول، ډېرى کمېشنرانو موږ ته ويلي چې حکومت ګواښلي او بنديز يې پرې لګولى، چې پرته له حکومتي چارواکو که دوى له نوماندانو سره ليدنې کتنې وکړې نو دوى به هم د پخوانيو کمېشنرانو په ناوړه برخليک اخته کړي. د حيرانتيا خبره ده چې د تورن او منحل شوي ټاکنو کمېسيون ټولې ټاکنيزې پايلې حکومت ته د منلو وړدي خو کمېشنران يې په غيرقانوني ډول له دندو وشړل او تر سياسي اغېز لاندې يې په غيرقانوني ډول څاري، ربړوي او محاکمه کوي.

د اپريل په ٢٨مه د ولسمشرۍ ١٢ نوماندو او سياسي ګوندونو زه د هغې جرګګۍ يا کميټې مشر وټاکلم چې د دوى د تخنيکي غړو څخه جوړه شوه، ترڅو د کمېسيون او نوماندانو ترمنځ تخنيکي همکاري، په ځانګړي ډول د مالوماتي ټکنالوژۍ او بڼوپېژندنې يا بايومټريک سيستم په برخه کې همغږي او پوهاوى رامنځ ته کړو. موږ په دې اړه د ټاکنو کمېسيون د تخنيکي ارزونو لپاره رسمي غوښتنه وکړه، خو له بده مرغه له هغه راهيسې يوازې وعدې وشوې او تر اوسه يې د تخنيکي ارزونې لپاره له کمېسيون څخه ليدنه برابره نه کړه. موږ کره مالومات لرو چې د ټاکنو کمېسيون کې د پايلو د شمېرلو سيستم په بشپړ ډول ناوړه او د درغليو لپاره جوړ دى، چې د ولسمشرۍ ټاکنو څخه وړاندې بايد دا سيستم جوړ شي. موږ روڼ، ډاډمن او له درغليو پاک سيستم ته اړتيا لرو چې هره برخه او کړنې يې په ښکاره ډول ټولو نوماندانو او هېوادوالو ته د پوهېدو او منلو وړ وي او هېڅ شى پټ نه وي.

په دغه ليکنه کې کېداى شي چې زه نااميده ښکاره شم خو په افغانستان کې روانې چارې چې د ميلونونو افغانانو او په نړۍ کې د نورو خلکو د سرښندنو او کړاونو لامل کېږي، هغه وخت سمون مومي، که چېرته موږ د هغو کسانو او ادارو په کړووړو کې سمون رامنځ کړو چې د ملګرو ملتونو او نور ملاتړو له خوا په دندو ګمارل شوي او دوى د خپلو غيرعملي اندونو له تپولو څخه ډډه وکړي، ځايي نوښتونو ته درناوى وکړي ترڅو ځايي ستونزې له منځه يوسي. که داسې ونه کړو، افغان جګړه به دوام مومي او دغه حالت کې به د ګوتو په شمار يو څو کسان غيرقانوني د پاچاهي ژوند څخه برخمن وي نو ځکه ستر بدلون ته اړتيا ده که نه بېګناه وګړي به خپل ژوند له لاسه ورکوي.

زه هيله لرم چې زموږ کتنې، تجربې او موندنې د هغو بدلونو لامل شي چې د ملګرو ملتونو ټول غړي او دولتونه يې د بشردوستۍ پربنسټ غواړي چې د دوى وګړو د مالياتو راټوليشوې پيسې چې د ملګرو ملتونو شتون او په نړۍ کې د ملګرو ملتونو د بشري کړنو لپاره کارېږي رڼې وي. همدارنګه کبرجنو غربي ډيپلومتانو ته وايو چې خپلو کړووړو او تګلارو کې بدلون راولئ او زموږ د زرګونو کلونو هغه تاريخ څخه وشرمېږئ چې نه يوازې خپلې حکومتولۍ مو لرلې بلکې پر سيمه موهم حکومتونه کړي دي.

وروستی خو ډېره ارزښتمنه خبره داده چې زه په ډېر ټينګار سره ويلى شم چې د ځايناستي حکومت جوړول د عادلانه، خپلواکو او رڼو ولسمشريزو ټولټاکنو لپاره خورا اړين دى، همدارنګه ځايناستى حکومت د قانون برخه کولو سره به د راتلونکو حکومتونو سمونې، څارنې، امنيت او سوکالۍ کې ستره مرسته وکړي.
نور رحمان لېوال، د ١٣٩٨ ولسمشرۍ نوماند، ١٣٩٣ ولسمشرۍ نومولى، يو په هېواد مين، د مالوماتي ټيکنالوژي ماهر، مخکښ، نوښتګر، ملي او نړيوال سوداګر دى، چې ګڼو هېوادو کې کمپنيو او پښتو ټيوي څښتن دى. حکومتونو، مجاهدينو، ملګروملتو، خيره موسيسو او ګڼو رسنيو سره يې دندې ترسره کړي. دوى سره nrliwal.com او @nrLiwal له لارې اړيکې کولاى شئ.
تړاو کاپي کاپي شو
په نومليکنه او د نومليکنې نوملړ کې ښکاره درغلي، د رايه ورکوونکو په نوملړ کې ولسمشرۍ ته نوماند نور رحمان لېوال نوم شتون نه درلود
په څلورنۍ مو د کابل لسمې ناحيه په زرغونې لېسه کې د ټاکنو کمېسيون د رايه ورکوونکو ملاتړې نومليکنې څخه ليدنه وکړه، اړوند رايه ورکولو مرکز نوملړ کې مې د خپل نوم پوښتنه وکړه، په نوملړ کې مې نوم نه و، که څه هم د ټاکنو کمېسيون کې مو تذکره سټيکر کړې وه، خو کمېسيون کې د سيستم او مديريت نشتون، بې غورۍ يا ټاکنو کې د مهندسۍ له کبله زما نوم نه دى رسول شوى. د نومليکنې کس د پخواني سټيکر پر سر نوى سټيکر سريښ کړ، پوښتنه مو وکړه، ولې بل سټيکر سريښوې؟ سيستم ته د رسولو وړتيا نه لرئ؟

مامور بې ځوابه و، ورته مې وويل، ډیټابېس او د ځيرک يا موبايل ټليفون لپاره يو پروګرام چې د سټیکر رسول، سمول او راجسټر کول وکړي. د مالوماتي ټکنالوژۍ د ماهر په توګه زه پوهېږم چې زموږ د کمپيوټر ساينس په زرګونو وړ کسان پرېږده ځينې ځوانان چې ځيرک ټليفون کاروي هم جوړولاى شي، ستاسو په سيستم کې ولې نه جوړېږي؟ موږ کمېسيون ته د ورته سيستم وړيا جوړولو وړاندېز څو ځله کړى دى خو حکومت او د حاکم ټيم تخنيکي او مسلکي غړي چې کمېسيون کې شتون لري ټاکنو کې د انجينري کولو له امله سترګې پرې پټې کړي دي.

اوسنى د سټيکرو او نوملېکنې سیستم د ملګرو ملتونو د ټاکنو ملاتړ پروژې (UNESP) لخوا اداره او جوړ شوى، د یوناما لخوا يې په ملياردونو بوديجې همغږې شوي او د ټاکنو د ملاتړ ګروپ لخوا چې اروپایي ټولنه، ناټو، استرالیا ، سویډن (د نورډک هېوادو په استازیتوب)، جرمني، جاپان ، بریتانیا او د امریکا متحده ایالاتو هېوادونه او زموږ د مالي وزارت په بېشانه لګښت جوړ شوي.
د يو بل نوماند نوم هم په نوملړ کې نه پيدا کيده، دا چې په کمېسيون کې د حکومت لاسوهنو او حاکم ټيم د ملګرو له امله نوملېکني سيستم د ١٨ نوماندانو او سياستوالو سټيکر او رايو مرکزونو کې نوملړ نشي اداره کولاى، څنګه کولاى شي چې د ٩ ميليونو رايه ورکوونکو لپاره يې مديريت کړي؟
موږ د ولسمشریزو ټاکنو د برياليتوب لپاره لاندې وړانديزونه کوو:
١. د نومليکنې، رايه ورکولو او رايه شمېرلو سيستم بايد د بڼپېژندنې يا بايوميټرک په بنسټ جوړ شي، که ونه شي، ورته تيروتني به ټاکنې او دولت له سترو ګواښونو سره مخ کړي چې د ټاکنو کمېسيون به خپل ارزښت او ولس به پر ټاکنو دا پاته باور له لاسه ورکړي، موږ کمېسيون سره د وړيا سيستم جوړولو مرسته او همکاري کوو.

٢. په دې موخه چې د ټاکنو بهير ټول پړاونه ملکيت او مسوليت د افغانانو وګرځي او رهبري يې کړي، موږ د افغانستان د ټاکنو د ملاتړ ګروپ ته وړانديز کوو چې که مرسته کوئ، بوديجه د ټاکنو کمېسيون ته ورکړئ، يا پرېږدئ چې د افغانستان دولت خپله بوديجه برابره کړي، ترڅو مسوليت د افغانانو شي، مکافاتو او مجازاتو ته لار پرانستل شي. افعانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې په ځانګړي ډول UNESP له منځه وباسئ ځکه د ملګروملتونو د مصونيت له امله دوى مسول نشي ګڼل کېداى او تل ټاکنيز بهير له ستونزو سره مخامخ کوي.

٣. د افغانستان له اوسني حکومت څخه د رڼو ټاکنو تمه بيړاتوب دى، له دغه حالت څخه د وتلو لپاره ډېره اړينه ده چې ځايناستى حکومت تجربه شي، حکومت بايد د يو تقنيني فرمان لمخې ځايناستي حکومت ته لاره هواره کړي. بډيالو يا طالبانو ته هم غږ وکړي چې خپله ونډه واخلي ترڅو ټول لوري په سوليز ډول برخمن شي خو له دغه ځانخوښي او ځانغوښتونکي حکومت څخه دا تمه نشي کېداى چې د ملت په ګټه دې له واکه تېر شي، د دې لپاره تر ټولو غوره لاره د اوسنيو ١٨ ولسمشرۍ نوماندانو په شتون کې لرو چې د بډيالو په خوښه هم يو يا څو کسان ور ډېر شي او دغه ١٩ يا ډېر نوماندان خپلمنځي ټاکنې ترسره کړي او د همدغو نوماندانو له منځ څخه د رڼو ټاکنو په ترڅ کې يو کس د ځايناستي ولسمشر په توګه وټاکل شي، هر څوک چې د ټاکنو په ترڅ کې ځايناستي حکومت ته بريالى شو د ١٣٩٨ ولسمشرۍ نوماندۍ څخه به تېرېږي، له پاته نوماندانو څخه به ملي جرګه جوړه شي چې د مشورې تربريده به د ځايناستي حکومت څارنه او لارښوونه کوي. ځايناستى حکومت به له دريو تر شپږ مياشتو په موده کې رڼې ټاکنې ترسره او په سوليز ډول به د ولسواکۍ په رڼا کې واک وسپاري.

٤. د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد د ولسمشرۍ نوماندانو سره مشورې ولري او ټولې تګلارې له دوى سره پر همغږۍ مخکې يوسي، په اوسني وخت کې يوازې له حاکم ټيم سره خبرې کوي او بس، له کمېشنرانو پرته په کمېسيون کې چې د حاکم ټيم غړي په هره رتبه کې دي بايد وويستل شي. موږ ته په رارسېدلو مالوماتو پر بنسټ د کمېسيون ډېرى چارې په ځانګړي ډول د پايلو شمېرلو سيستم ډېر ناوړه او د ښکته کيفيت دى.
د ګډحکومت چارواکو چې د کمېسيون غړي يې ټاکلي، ګمارلي او په درغليو اړ کړي په ډېره بېشرمۍ يې د ټاکنو نادودې، درغلۍ او ناانډوليو پړه يوازې د کمېسيون پر غړو ورواچوله چې ستره بې عدالتي دهد ګډحکومت چارواکو چې د کمېسيون غړي يې ټاکلي، ګمارلي او په درغليو اړ کړي په ډېره بېشرمۍ يې د ټاکنو نادودې، درغلۍ او ناانډوليو پړه يوازې د کمېسيون پر غړو ورواچوله چې ستره بې عدالتي ده
تړاو کاپي کاپي شو
د ګډحکومت چارواکو چې د کمېسيون غړي يې ټاکلي، ګمارلي او په درغليو اړ کړي په ډېره بېشرمۍ يې د ټاکنو نادودې، درغلۍ او ناانډوليو پړه يوازې د کمېسيون پر غړو ورواچوله چې ستره بې عدالتي ده
2019-01-16 13:18:00
له دريو مياشتو ناندريو، تورونو او ملت ځورونې وروسته د ځينو نورو ولايتونو په څېر د کابل ولايت د ولسي جرګې پايلې هم خپرې شوې، برياليو هېوادوالو ته يې مبارکي وايم، خو په کومه ناوړه توګه چې دغه ټاکنې ترسره شوي ولس او سيالو نوماندانو ته يې ډېرې پوښتنې راولاړې کړي. ډېرى دغه ټاکنې ترټولو بدې ټاکنې ګڼي چې د ولسواکۍ ملي بهير يې سخت زيانمن کړى.

د ګډ حکومت چارواکو چې د کمېسيون غړي يې ټاکلي، ګمارلي او په درغليو مجبور کړي په ډېره بېشرمۍ يې د ټاکنو نادودې، درغلۍ او نا انډولۍ چې د دوى په خوښه ترسره شوي پړه يې يوازې د کمېسيون پر غړو ورواچوله چې ستره بې عدالتي ده. د کمېسيون غړي د خپلو کورنيو لپاره د يوې مړۍ ډوډوۍ لپاره په کمېسيون کې ځکه يرغمل دي چې د ناوړه حکومتولۍ له امله پرته له يوڅو دولتي دندنو نورې ډېرى برخې له سترو زيانونو سره لاس او ګرېوان دي.

که د ولسمشرۍ ټاکنې پردغه ډول ترسره شي نه يوازې دا چې هېواد به له نويو ناورينونو سره مخ کړي بلکې د درغليو په ترڅ کې راغلى حکومت به د نه منلو له ګواښ سره مخ شي، چې ملت به د لنډمحاله حکومت رامنځته کولو شاتګ ته اړشي. له بدمرغه له بډيالو يا مخالفيونو سره په سوله هم حکومت او افغان توکمه امريکايي استازي پروژې لوبې پيل کړي چې له څو مياشتو راهيسې يې ډېر لږ پرمختګ کړى.

د ولسمشريزو ټاکنو لپاره تر اوسه د ٧٣ هيله منو نوماندانو څخه يوازې پنځو کمزورو نوماندانو نوم ليکنه کړې چې د رڼو ټاکنو او ښې حکومتولۍ په اړه يې دريځ ډېر تت او ناڅرګند دى. د حکومت په ګډون ټولو د ټاکنو کمېسيون په ناوړتياوو تورن کړې، د ټاکنو مهالوېش کې بدلون او د سولې خبرو اترو ولس د ټاکنو کېدلو يا نه کېدلو په اړه مشوش کړى او د ولسمشريز ټاکنو بهير يې سخت زيانمن کړى.

داسې ښکاري چې حکومت له دغه حالت څخه د غيرقانوني واک غځولو لپاره ګټه پورته کوي، د ګډحکومت دا کړنه به ملت او دولت له سترو زيانونو سره مخ کړي. د ولس، حکومت او نوماندانو دريځ دادى چې اوسنى د ټاکنو کمېسيون د ولسمشريزو ټاکنو وړتيا نلري او نه يې د خپلولو هڅه کوي. دا د حکومت او ټاکنو کمېسيون دنده ده چې رڼې ټاکنې ترسره کړي.
د ولسمشرۍ هيله منو/احتمالي نوماندانو لپاره د ولسمشرۍ د ټاکنو د بهير کې د سمون او همغږۍ په موخه د ګډې ناستې او رسنيزې غونډې يا پريس کانفرانس بلنهد ولسمشرۍ هيله منو/احتمالي نوماندانو لپاره د ولسمشرۍ د ټاکنو د بهير کې د سمون او همغږۍ په موخه د ګډې ناستې او رسنيزې غونډې يا پريس کانفرانس بلنه
تړاو کاپي کاپي شو
د ولسمشرۍ هيله منو/احتمالي نوماندانو لپاره د ولسمشرۍ د ټاکنو د بهير کې د سمون او همغږۍ په موخه د ګډې ناستې او رسنيزې غونډې يا پريس کانفرانس بلنه
2019-01-12 16:40:00
نن مو له هيله من نوماند ښاغلي قادري او ښاغلي دوست زاده سره ناسته کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په بهير، ولسواکۍ، د نوماندانو په کاري ډلو کې په قومي او مديريتي جوړښتونو او رڼو ټاکنو ژورې خبرې درلودې. د ناسې په پاى کې مو په شريکه پريکړه وکړه چې ډېر ژر بايد د ولسمشرۍ د هيله منو نوماندانو سره د رڼو ټاکنو او د ولسمشرۍ د ټاکنو په بهير کې د سمون او همغږۍ په موخه ګډه رسنيزه غونډه يا پريس کانفرانس ولرو. په دې اړه مو ژمنه وکړه چې موږ به هر يو هڅه وکړو ترڅو نور د ولسمشرۍ نوماندان همغږۍ ته راوبولو. د ولسمشرۍ ټولو قدرمنو نوماندانو ته بلنه ورکوو چې د همغږۍ په دغه غونډه کې د ولسواکۍ د پياوړتيا او رڼو ټاکنو رامنځته کولو په موخه ګډون وکړي چې په پاى کې به د رڼو ټاکنو لپاره شريک پريکړه ليک ولرو. اړيکې liwal@nrliwal.com Skype: nrliwal fb.com/nriwal 0766254925
د ولسمشرۍ له هليه مند نوماند ډاکټر محمد حليم تنوير سره مو د رڼو ټاکنو او ښې حکومتولۍ په اړه اوږدې خبرې درلودې.د ولسمشرۍ له هليه مند نوماند ډاکټر محمد حليم تنوير سره مو د رڼو ټاکنو او ښې حکومتولۍ په اړه اوږدې خبرې درلودې.
تړاو کاپي کاپي شو
د ولسمشرۍ له هليه مند نوماند ډاکټر محمد حليم تنوير سره مو د رڼو ټاکنو او ښې حکومتولۍ په اړه اوږدې خبرې درلودې.
ښاغلى تنوير يو فرهنګي او ټولنيز شخصيت دى دوى هم هيله مند دي چې ولسمشرۍ ته نوماند شي. دا زموږ ګډ دريځ دى چې په هېواد کې د ولسواکۍ او رڼو ټاکنو رامنځته کولو لپاره بايد د ولسمشرۍ د ټاکنو د بهير له پيل کولو وړاندې په کمېسيون کې سمون راشي او وړتيا يې اوچته شي. ځکه د ولسي جرګې ټاکنو کې حکومت او د ټاکنو کمېسيون وښودله چې د رڼو ټاکنو وړتيا نه لري.

ښاغلى تنويز زموږ له هغه وړانديز څخه هرکلى وکړ چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون او حکومت ته مو د رڼو ټاکنو په موخه د وړيا سيستم ورکول دي، زموږ سيستم به د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک سيستم سره تړلى وي چې په مرسته يې د ټاکنو د راجسټر، پېژندلو، رايه ورکولو او سمدلاسه رايه شمېرلو پروسه کره کېږي او له هر ډول جعلکاريو خوندي کېږي. د سيستم په اړه بشپړ مالومات دلته وګورئ

همدارنګه دوى ټينګار کاوه چې د ښځو ونډه په ټاکنو کې بايد پياوړې شي او دوى به هڅه کوي چې مرستيالانې يې ښځينه وي. موږ د ولسمشرۍ پر نورو نومانانو هم غږ کوو چې په کمېسيون کې د سمون او وړتيا رامنځته کولو لپاره همکاري وکړي، ځکه د رڼو ټاکنو په ترڅ کې د واک لېږد به په هېواد کې تاوتريخوالي ته د پاى ټکى کېښودلو کې مرسته وکولاى شي.
ښاغلى ډاکټر محمد امين واکمن سره مو د هېواد، سيمې، نړۍ او رڼو ولسمشريزو ټاکنو په اړه اوږدې خبرې درلودې، پر دغه برخه کې په ګډو هڅو يې ټينګار د ډېرې ستاينې وړ دى.ښاغلى ډاکټر محمد امين واکمن سره مو د هېواد، سيمې، نړۍ او رڼو ولسمشريزو ټاکنو په اړه اوږدې خبرې درلودې، پر دغه برخه کې په ګډو هڅو يې ټينګار د ډېرې ستاينې وړ دى.
تړاو کاپي کاپي شو
ښاغلى ډاکټر محمد امين واکمن سره مو د هېواد، سيمې، نړۍ او رڼو ولسمشريزو ټاکنو په اړه اوږدې خبرې درلودې، پر دغه برخه کې په ګډو هڅو يې ټينګار د ډېرې ستاينې وړ دى.
2019-01-02 00:00:00
ښاغلى ډاکټرمحمد امين واکمن، د افغان ټولنپال ولسواک ګوند لخوا ولسمشرۍ ته نوماند دى، نن يې د ١٣٩٨کال د ولسمشرۍ نوماندانو او ټاکنو خپلواک کمېسيون ته زموږ له وړانديز څخه د هرکلي په موخه تشريف راوړئ وو. ښاغلي واکمن په هېواد، سياست، ملي خوځښتونو او ټولنيزې ولسواکۍ کتابونه ليکلي د هېواد په سياست او ژوناليزم کې نژدې پنځه لسيزې تجربه لري. ښاغلي سره مو د هېواد، سيمې، نړۍ او رڼو ټاکنو ترسره کولو لپاره اوږدې خبرې درلودې، د کتابونو له ډالۍ څخه يې مننه کوم او د رڼو ټاکنو لپاره هڅې او اندونه يې د ډېرې ستاينې وړ دي. نوررحمان لېوال
د ولسمشرۍ د ټاکنو د ځنډيدو او نومليکنې د مودې د غځيدو په اړه د نوررحمان لېوال رسنيز خبرليک
تړاو کاپي کاپي شو
د ولسمشرۍ د ټاکنو د ځنډيدو او نومليکنې د مودې د غځيدو په اړه د نوررحمان لېوال رسنيز خبرليک
2019-01-02 18:31:03
په ٢٨ د ليندۍ چې ١٩ د ډسمبر ٢٠١٨ م کال سره سمون خوري موږ د يو رسنيزخبرليک له لارې په ولس، حکومت، کمېسيون او ١٣٩٨ کال ولسمشرۍ ته په هيله مندو يا احتمالي نوماندانو غږ وکړ چې: د رڼو ټاکنو لپاره د ټاکنو درې پړاونه، د ټولنيز عدالت پر بنسټ د رايې د مرکزونو وېش، د رايه ورکوونکو کره راجسټر او سمدلاسه د رايو شمېرنه بايد له هرډول درغليو پاک وي. همدرانګه چېرته چې ټاکنې نه ترسره کېږي، هلته د ولس حق اړوند نوماندانو ته بايد په بله بڼه ورکړل شي. د ټاکنو په ځنډولو او مهندسي کولو حکومت په ټاکنو او ولسواکۍ لوبې وکړې چې پايله کې ولس پر ولسواکۍ او ټاکنو بې باوره شوي. موږ په ولس، حکومت ، کمېسيون او هيله مندو نوماندانو غږ کوو چې بايد د رايومرکزونه، رايه ورکول، او د رايو شمېرل د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک سيستم سره تړلى وي چې په مرسته يې د راجسټر، پېژندلو، رايه ورکولو او سمدلاسه شمېرلو پروسه کره او له هر ډول جعلکاريو خوندي وي. رايه ورکول بايد په رايې پاڼه او هم په ماشيني ډول وي. رايه بايد سمدلاسه د ټولو پر وړاندې د ټاکنو په ورځ په مرکزونو کې وشمېرل او اعلان شي. ماشيني د رايو او شمېر سيسټم بايد په ځنځيريز- تړاو يا بلاکچېن سمبال وي ترڅو لاسوهنې ناشونې شي او بياشمېرنه يې هروخت شونې وي، که د ټاکنو خپلواک کمېسيون او حکومت دا وړتيا نلري موږ سيستم وړيا ورکوو. خوشاله يو چې له هغې ورځې ډېرى هيله مندو نوماندانو سره موږ اړيکې او ناستې درلودې او هغوى زموږ پيغام نورو ته په رسولو، پايله دا شوه چې تر ١٢ د مرغوي چې د کمېسيون د نومليکنې د پاى نېټه وه هېچا نوملکنه ونکړه، په ګډون د حکومتي چارواکو چې له ډېر پخوا يې ولسمشرۍ ته د نوماندېدو ډنډوره غږوله، همدارنګه د ټاکنو نړيوالو ملاتړو ادارو هم ورته دريځ خپل کړ چې د ټاکنو پروسه کې سمون او بدلون غواړي . اوس د ټاکنو کمېسيون اړ دى د نومليکنې وخت وغځوي. خو ډېرى هيله مند نوماندان غواړي خپله مبارزه تر هغو جاري وساتي ترڅو د ټاکنو پروسه دوى او ولس ته د منلو وړ شي دا هغه وخت کېداى شي چې کمېسيون او د ټاکنو بهير کې ژور سمون رامنځته شي.
هغه نوماندان چې د ټاکنو په ځنډيدو انديښمن دي خو د ټاکنو روڼتيا او د ولس غوښتنو ته پام نه کوي موږ يې خبرو چې د ملت غوښتنو، ولسواکي او عدالت ته احترام ولري په درغليو واک ته رسيدل د ټولو په زيان دي.
په درناوي نوررحمان لېوال ١٣٩٨ ولسمشريزو ټاکنو ته خپلواک نوماند ١٢ مرغومى ١٣٩٧، ډسمبر ٢، ٢٠١٩
له ښاغلي داود سليمانخيل سره مو پرېکړه وکړه چې مخکې له ټاکنو به د ولسمشرۍ له نورو نوماندانو سره اړيکې او کتنې کوو ترڅو په شريکه د ټاکنو بهير کې سمون او بدلون راولو.له ښاغلي داود سليمانخيل سره مو پرېکړه وکړه چې مخکې له ټاکنو به د ولسمشرۍ له نورو نوماندانو سره اړيکې او کتنې کوو ترڅو په شريکه د ټاکنو بهير کې سمون او بدلون راولو.
تړاو کاپي کاپي شو
له ښاغلي داود سليمانخيل سره مو پرېکړه وکړه چې مخکې له ټاکنو به د ولسمشرۍ له نورو نوماندانو سره اړيکې او کتنې کوو ترڅو په شريکه د ټاکنو بهير کې سمون او بدلون راولو.
2019-01-01 14:30:00
ښاغلي داود سليمانخيل، د افغانستان د واحد ملت اجماع مشر چې د ولسمشرۍ لپاره يې مالوماتي کڅوړه ترلاسه کړې زموږ د هغو وړانديزونو په اړه وليدل چې د ١٣٩٨کال د ولسمشرۍ نوماندانو او ټاکنو خپلواک کمېسيون ته مو کړي. د هغو وړانديزونو سربېره ښاغلي سليمانخيل دا هم زياته کړه چې ترڅو د ټاکنو کمېسيون په رهبري کې بدلون رانه شي موږ ته اوسنۍ د کمېسيون رهبري د منلو وړنه ده او د ولسمشرۍ ټاکنې د دوى له وسه پورته خبره ده.
موږ پرېکړه وکړه چې مخکې له ټاکنو به د ولسمشرۍ له نورو نوماندانو سره اړيکې او کتنې کوو ترڅو په شريکه د ټاکنو بهير کې سمون او بدلون راولو.

نوررحمان لېوال
ښاغلي کاکوجان نيازي چې د ولسمشرۍ لپاره يې مالوماتي کڅوړه ترلاسه کړې نن له مشر نوررحمان لېوال سره وکتل په هېواد کې د سوکالۍ، ولسواکۍ او عدالت د پرمختګ لپار يې له لاندې وړانديزنو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.ښاغلي کاکوجان نيازي چې د ولسمشرۍ لپاره يې مالوماتي کڅوړه ترلاسه کړې نن له مشر نوررحمان لېوال سره وکتل په هېواد کې د سوکالۍ، ولسواکۍ او عدالت د پرمختګ لپار يې له لاندې وړانديزنو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
تړاو کاپي کاپي شو
ښاغلي کاکوجان نيازي چې د ولسمشرۍ لپاره يې مالوماتي کڅوړه ترلاسه کړې نن له مشر نوررحمان لېوال سره وکتل په هېواد کې د سوکالۍ، ولسواکۍ او عدالت د پرمختګ لپار يې له لاندې وړانديزنو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
2018-12-29 18:42:00
د رڼو ټاکنو لپاره د ټاکنو درې پړاونه، د ټولنيز عدالت پر بنسټ د رايې د مرکزونو وېش، د رايه ورکوونکو کره راجسټر او سمدلاسه د رايو شمېرنه ده. چېرته چې ټاکنې نه ترسره کېږي، هلته د ولس حق بايد په بله بڼه ورکړل شي. تېرو ټاکنو کې حکومت په ټاکنو لوبې کړي او کوي يې. نو موږ په ولس، حکومت او کمېسيون او هيله مندو نوماندانو غږ کوو چې بايد د رايو مرکزونه، رايه ورکول، او د رايو شمېرلو د کسبڼپېژندنې يا بايوميټرک سيستم سره تړلى وي چې په مرسته يې د راجسټر، پېژندلو، رايه ورکولو او د سمدلاسه شمېرلو پروسه کره او له هر ډول جعلکاريو خوندي وي. رايه ورکول بايد په رايې پاڼه او هم په ماشيني ډول وي او رايه بايد سمدلاسه د ټولو پروړاندې د ټاکنو په ورځ په مرکزونو کې وشمېرل او اعلان شي. ماشيني د شمېر سيسټم بايد په ځنځيريز- تړاو يا بلاکچېن سمبال وي ترڅو لاسوهنې ناشونې شي او د بيا شمېرنې وړ وي، که د ټاکنو خپلواک کمېسيون او حکومت دا وړتيا نلري موږ يې وړيا ورکوو.

ښاغليو نوماندانو راځئ چې موږ او تاسې په ګډه لومړى د ټآکنو خپلواک کمېسيون سره همکاري وکړو او د ټاکنو پروسه رڼه او له درغليو پاکه کړو، بيا نومليکنه وکړو. د ١٣٩٣ ولسمشريزو ټاکنو له هغه تجربې چې موږ ١٧ نوماندان يې له لومړي ليست څخه محروم کړلو، بيا وروسته له محرومېدو مو مرکې او جرګې کولې راځئ دا کلتور بدل کړو او له نومليکنې وړاندې د ولسواکۍ د پياوړتيا لپاره سره جرګه شو او د ورته ناخوالو مخه ونيسو، زموږ له انده دغه مخنيوى په لاندې ټکو کېداى شي.
١- د ټاکنو خپلواک کميسيون بايد پدې مکلف وي چې د ټاکنو پروسه يې ټولو نوماندانو او ولس ته د منلو وړ وي. ٢- د نومليکنې په ورځ بايد کميسيون دا وړتيا ولري چې ملاتړې يا تائيدي رايې او اسناد وګوري، بيا نوم ليکنه وکړي.
٣- چېرته چې کمسييون ټاکنې نشي ترسره کولاى هلته به اړوند نوماندانو ته د رايو د بانکي اټکلونو لمخې د رايو سلنه ورکول کېږي.
د ١٣٩٨کال د ولسمشرۍ نوماندانو او ټاکنو خپلواک کميسيون ته د نور رحمان لېوال وړانديز
تړاو کاپي کاپي شو
د ١٣٩٨کال د ولسمشرۍ نوماندانو او ټاکنو خپلواک کميسيون ته د نور رحمان لېوال وړانديز
2018-12-28 10:26:26
دا ډېر د وياړ ځاى دى چې د هېواد د ستونځمنو حالاتو کې لسګونو هېوادوالو د ولسواکۍ د پياوړتيا او د هېواد د پرمختګ لپاره ولسمشرۍ ته د نوماندۍ مالوماتي کڅوړې واخيستې، خو تېره اونۍ کې هېڅ چا نومليکنه ونکړه او بايد يې هم ونکړي، ځکه د ټاکنو خپلواک کمېسيون د تېرو ولسي جرګې ټاکنو کې وښودله چې د رڼو او پروخت ټاکنو وړتيا نلري او حکومت په ټاکنو لوبې کوي. په ٢٨ د ليندۍ چې ١٩ د ډسمبر سره سمون خوري موږ د يو رسنيزخبرليک له لارې په ولس، حکومت او کمېسيون غږ وکړ، اوس همدا غږ په تاسې ١٣٩٨ ولسمشرۍ ته په هيله مندو يا احتمالي نوماندانو کوو.
ښاغليو: د رڼو ټاکنو لپاره د ټاکنو درې پړاونه، د ټولنيز عدالت پر بنسټ د رايې د مرکزونو وېش، د رايه ورکوونکو کره راجسټر او سمدلاسه د رايو شمېرنه ده. چېرته چې ټاکنې نه ترسره کېږي، هلته د ولس حق بايد په بله بڼه ورکړل شي. تېرو ټاکنو کې حکومت په ټاکنو لوبې کړي او کوي يې. نو موږ په ولس، حکومت او کمېسيون او هيله مندو نوماندانو غږ کوو چې بايد د رايو مرکزونه، رايه ورکول، او د رايو شمېرلو د کسبڼپېژندنې يا بايوميټرک سيستم سره تړلى وي چې په مرسته يې د راجسټر، پېژندلو، رايه ورکولو او د سمدلاسه شمېرلو پروسه کره او له هر ډول جعلکاريو خوندي وي. رايه ورکول بايد په رايې پاڼه او هم په ماشيني ډول وي او رايه بايد سمدلاسه د ټولو پروړاندې د ټاکنو په ورځ په مرکزونو کې وشمېرل او اعلان شي. ماشيني د شمېر سيسټم بايد په ځنځيريز- تړاو يا بلاکچېن سمبال وي ترڅو لاسوهنې ناشونې شي او د بيا شمېرنې وړ وي، که د ټاکنو خپلواک کمېسيون او حکومت دا وړتيا نلري موږ يې وړيا ورکوو. ښاغليو نوماندانو راځئ چې موږ او تاسې په ګډه لومړى د ټآکنو خپلواک کمېسيون سره همکاري وکړو او د ټاکنو پروسه رڼه او له درغليو پاکه کړو، بيا نومليکنه وکړو. د ١٣٩٣ ولسمشريزو ټاکنو له هغه تجربې چې موږ ١٧ نوماندان يې له لومړي ليست څخه محروم کړلو، بيا وروسته له محرومېدو مو مرکې او جرګې کولې راځئ دا کلتور بدل کړو او له نومليکنې وړاندې د ولسواکۍ د پياوړتيا لپاره سره جرګه شو او د ورته ناخوالو مخه ونيسو، زموږ له انده دغه مخنيوى په لاندې ټکو کېداى شي.
١- د ټاکنو خپلواک کميسيون بايد پدې مکلف وي چې د ټاکنو پروسه يې ټولو نوماندانو او ولس ته د منلو وړ وي.
٢- د نومليکنې په ورځ بايد کميسيون دا وړتيا ولري چې ملاتړې يا تائيدي رايې او اسناد وګوري، بيا نوم ليکنه وکړي.
٣- چېرته چې کمسييون ټاکنې نشي ترسره کولاى هلته به اړوند نوماندانو ته د رايو د بانکي اټکلونو لمخې د رايو سلنه ورکول کېږي.

پر پورتنيو او نورو اړوند چارو د خبرواترو لپاره موږ ټولو د ولسمشرۍ نوماندانو ته د ګډوهڅو کولو بلنه ورکوو
په درناوي نوررحمان لېوال
١٣٩٨ ولسمشريزو ټاکنو ته خپلواک نوماند liwal@nrliwal.com Skype: nrliwal fb.com/nriwal 0766254925