کورپاڼه > څارونکى شئ
د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام - د ټاکنو خپلواک کمېسيون
تړاو کاپي کاپي شو
د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام - د ټاکنو خپلواک کمېسيون
تړاو کاپي کاپي شو
هغه کلي چې پورتني ليست کې نشته دلته يې پيدا کړئ
پورته هغه کلي او ځايونه دي چې د ټاکنو خپلواک کميسيون د ١٣٩٧ کال ولسي جرګې ټاکنو لپاره د رايو مرکزنه پکې ټاکلي، د هغو کليو او ځايونو لپاره چې پدې لسيت کې نشته دلته ټک ورکړئ، اړوند کلۍ پيدا کړئ او هلته خپل اندونه شريک کړئ.
تړاو کاپي کاپي شو
١ چاره: ټاکنې بايد ټوليزې يا سرتاسري وي او حکومت يې ترسره کولو ته ژمن وي، ددې لپاره اړينه ده چې دا وڅېړل شي چې کوم ځاى کې ټاکنې کېږي او چېرته نه کېږي.
د جولاى مياشت کې تاند ويبپاڼې راپور خپور کړ چې "د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا د سرڅيړونکي د دفتر د معلوماتو پر بنسټ د هېواد له ۴۰۷ ولسواليو څخه ۲۲۹ د حکومت تر واک لاندې دي، ۵۹ ولسوالۍ د بډيالو يا مخالفينو په لاس کې دي او ۱۱۹ نورې ولسوالۍ لاس په لاس کېږي"، لدې څرګنده شوه چې نېږدې نيمو ولسواليو کې ټاکنې نه کېږي، پوښتنه داده چې په ولسي جرګه کې ددغو ولسواليو استازولي به څوک کوي؟ دوى لپاره د حکومت پروګرام څه دى؟ که يوازې له نيم هېواد څخه استازي ټاکل کېږي تردې غوره ده چې د ولسي جرګې ټاکنې ونشي. له نيم هېواد څخه ولسي جرګه رابلل زموږ له انده بې ګټې، غيرقانوني او بې عدالتي ده. همدارنګه حکومت بايد د رڼو او ټوليزو ټاکنو لپاره ژمن کړو چې اوس نه دى. په اوسنيو ټاکنو چې متفکر ډاکټر اشرف غنى، ډاکټر عبدلله او ملګرو يې کومې نادودې وکړې هغه به بشپړ نالوستى نادان چارواکي هم نه واى کړې چې سترې نادودې يې ولسي جرګې ټاکنې پروخت نه کول، ملي پېژندکارت يا برېښنايي تذکرو ته خنډکېدل، برېښيزې حکومتولۍ کې درغلۍ، ټاکنو ته ناوخته د بڼوپېژندنې (بايوميټريک) سيستم راوړل او په سمه توګه نه کارول دي.
جولاى ٢٠١٨ مياشت کې د ګډحکومت مشر غني خبريالانو ته وويل چې ملګروملتو ده ته وويل چې د ټاکنو لپاره دوه ميليونه سټيکر شوي تذکرې بس دي، خو دده حکومت ٩ ميليونه سټيکر کړې! په اړه يې ولس چيغې وهي چې بېشمېره کوټه يا جعلي تذکرې سټيکر شوي، د سټيکر کولو ناخواله دومره ګړندۍ وه چې جعلي عکسونه پيدا کول ستونزمن وو. د اګست ٢٠١٨ مياشت کې د حکومت د کورنيو چارو وزير اريانا تلوېزيون سره مرکه کې وويل "دا مهمه نده چې د هېواد په څومره جغرافيه کې ټاکنې کېږي، قانون وايي چې ټاکنې دې وشي چې هر چېرې يې موږ خوندي کولاى شو!" چې مشر يې په دې لا نه پوهېږي چې د ملګروملتو ادارې بايد د ښاغلي واوري او که دى د هغو؟ د کورنيو چارو وزير يې چې د ټاکنو امنيت ورپغاړه دى بې مسوليته څرګندونې کوي نو دا ټاکنې له اوسه لا نيمګړې دي. پورتنيو حالاتو او څرګندونو ته چې ګورو، بډيال خو ټاکنو ته خنډ جوړوي، حکومت کې ښکېل هم نه غواړي چې کره، رڼې او پروخت ټاکنې وشي، د ټاکنو لپاره دوى لوى خنډ دي، خو دا ځل ملت بيدار دى او خپل برخليک ټاکي، موږ هم ملت سره تخنيکي مرسته کولو ته چمتو يو.
د ټوليزو ټاکنو لپاره موږ ملت او هغوى چې رڼو ټاکنو ته ژمن دي لاندې وړانديز کوو:
د رايو د مرکزونو کره کولو لپاره چې چېرته ټاکنې کېږي او چېرته نه کېږي، موږ د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام لخوا ځانګړى ويبځاى او سيستم جوړ کړى چېرته چې:
موږ ټول د رايه ورکولو مرکزونه لست کړي،
هلته په اسانۍ سره هرڅوک مرکزونه پيدا کولاى شي،
د مرکز حالت مالومولى شي او په اړه يې سروې يا ټاکنه کې برخه اخيستلاى شي.
يادونې يا کامنټ کولاى شي، تړاونه يا لينکونه شريکولاى شئ، عکسونه، ويډيوګانې او نور ډېر څه شريکولاى شي.
د هغه کلي چې له ټاکنو بې برخې کېږي په ګوته کولاى شي.
پورتنۍ چارې په کره ډول زموږ ويبځاى کې ګډون کولو يا حساب پرانيستلو، ننوتنګ (ساين اين) څخه وروسته يا د خپلو ټولنيزو رسنيو د حساب له لارې په اسانه کولاى شئ.
زموږ نوښت د څارنې (نظارت) رامنځته کولو اسانه، ارزانه او وړيا لاره ده چې د ملت له بوديجې يا کوم بهرني هېواد لاسوهونکو مرستو څخه پرته موږ پخپله کړى. موږ خپله ايماني، وجداني او هېوادنۍ هڅه کړې چې ټاکنو کې روڼتيا رامنځته کړو. هرځاى کې چې ټاکنې ونشي بايد د هغو لپاره د ټاکنو بديله لاره پيدا شي زموږ دا کړنه ستر عدالت رامنځته کوي او ولس ته د خپل حق ترلاسه کولو توان وربښي.