کورپاڼه > شکايتونه
شکايتونه
تړاو کاپي کاپي شو
د ولسمشرۍ نوماند محمد اشرف غني لخوا زما د مرستيالانو بې لارې کول غيري قانوني دي
تړاو کاپي کاپي شو
ګڼه: ٤٤
نېټه: د تلې ٤ ، ١٣٩٨ لمريز کال
د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون
سلامونه،
سکالو: د ولسمشرۍ نوماند محمد اشرف غني لخوا زما د مرستيالانو بې لارې کول غيري قانوني دي
د ولسمشرۍ نوماند محمد اشرف غني لخوا د سالمو سياسي او ټاکنيزو سياليو، قانون او ولسي ارزښتونو څخه په سرغړونو نن زما مرستيالان، ططمع کړي يا وېرولي او د ځان په ګټه يې تېرولو ته اړ کړي دي. په داسې وخت کې چې ټاکنو ته يوه ورځ پاتې ده، مهرباني وکړئ زما دا شکايت ته ژر تر ژره رسيدګي وکړئ، ما نن دوه نوي مرستيالان د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته رسمي ور وپېژندل که د ټاکنو کمېسيون په دې اړه په وخت اجرات نه کوي نو تاسو بايد ټاکنې وځنډوئ ترڅو چې زما ملاتړى ولس د خپلې رايې د حق څخه بې برخې نشي او د ټاکنو بهير زيانمن نشي.
همدارنګه موږ وړانديز کوو چې د نوم ليکنې په تګلارو کې د ولسمشرۍ نومادانو او مرستيالانو د تېردو لپاره موده وټاکل شي ترڅو په ورستيو شېبو کې ورته ستونزه بيا تکرار نشي او موقع پرست خلک د سياست سپېڅلتيا بدرنګه نه کړي.
په درنښت،
نور رحمان لېوال
١٣٩٨ ولسمشرۍ ته خپلواک نوماند