د نور رحمان لېوال د نويو مرستيالانو په اړه د کمېسيون قانوني پرېکړه وشوه
تړاو کاپي کاپي شو
قدرمنو ملاتړو تاسو له بشپړ ډاډ او وياړ سره د خپلواک او پاک سياست ته ژمن نوماند نور رحمان لېوال ٦ شمېرې او طيارې(الوتکې) ته رايه ورکړئ او معاملګر ورټئ

"د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرېکړه وکړه:
هرکله چې د ولسمشرۍ نوماند مرستيال يا مرستيالان پرته له رسمي استعفا يا رسمي تېرېدلو له اړوند نوماند څخه بېل شي، کله چې نوماند په ټاکنو کې بريالى شي، د اساسي قانون ٦٨ مادې سره سم به خپل مرستيال يا مرستيالانو په اړه اجرات کوي."
"کمېسيون مستقل انتخابات فيصله نمود که:
هرگاه معاون يا معاونين کانديدان رياست جمهورى بدون انصراف يا استعفاى رسمى از کانديد مربوط جدا شود، در صورتيکه کانديد در انتخابات برنده گردد، مطابق حکم ٦٨ قانون اساسى در مورد تعيين معاون يا معاونين خويش اجراآت نمايند." د ټاکنو خپلواک کمېسيون څخه مننه کوم چې په دې برخه کې يې خپله خپلواکي ساتلو سره بېړنۍ پرېکړه وکړه او دسيسګر يې مات کړل.
د ولسمشرۍ ټاکنيز کمپاين پاى مبارک، نوررحمان لېوال ته رايه سولې، پرمختګ او ځانبسياينې ته رايه (ټاکنيزه نښه الوتکه يا طياره او ټاکنيزه شمېره ٦)
د ولسمشرۍ ټاکنيز کمپاين پاى مبارک، نوررحمان لېوال ته رايه سولې، پرمختګ او ځانبسياينې ته رايه (ټاکنيزه نښه الوتکه يا طياره او ټاکنيزه شمېره ٦)
تړاو کاپي کاپي شو
سلامونه قدرمنو ملاتړو!
دا دى نن څلورنۍ(چهارشنبه) د شپې ١٢ بجې د تلې(ميزان) په ٣، چې د سپټمبر له ٢٥ سره سمون خوري د ولسمشرۍ د ټاکنو د کمپاين وخت پاى ته ورسېد. وياړم چې تاسې قدرمنو ملاتړو له خپلو دېرو، حجرو، کورونو، دوکانونو او مېلمستونونو څخه کمپاين وکړ، تاسې ته هېواد کې د خپلواک سياست د بنسټګرو په وياړ ګټلو مبارکي وايم، نړۍ نړۍ مننه له سپېڅلو هلوځلو، وياړ مو ياست، تاريخ به ستاسې هڅې په زرينو کرښو ليکي.
ډېرى نوماندان د هېواد شته ستونزو لکه ناوړه حکومتولي، بې عدالتي، موازي حکومتونه، جګړې/پردۍ لاسوهنې، پسات(فساد)، بېوزلي او بيا بيا وچکاليو د له منځه وړلو او د هېواد د پرمختګ لپاره پروګرامونه نه لري، خو ښارونه او کوڅې يې په عکسونو ولړلې، سوداګريزو خبرتياوو يې رسنۍ په غوغا کړې، دفترونو يې رشوتي دسترخانونه وغوړول، د غونډو ګډونوال او څارونکي يې له ٥٠٠ تر ١٥٠٠٠ افغانيو وګمارل چې ډېر په کمپايني غوڼدو کې ووژل شول، همدارنګه رايې په پيسو اخلي. د دوى دغو ناوړه او ناروا کړنو سپېڅلي وګړي رشوت خوړلو ته مجبور کړي! د ملت ژغورنې او پرمختګ لپاره مو پنځه ځله د غورينې(مناظرې) لپاره ښاغلى غني او ښاغلى عبدالله وننګاول(چېلنج کړل)، خو دوى چمتو نشول! تر ټولو بده لا دا چې د شمشاد ټلوېزيون وياند ښاغلي ميرويس ستانکزي په مرکه کې راته ويل "غني له نوماندانو سره غورينې ته ځکه نه چمتو کېږي چې سيال يې نه ګڼي"، وايي د دروغجن يادښت کمزورى وي، د غني چيغه وه چې "هېڅ افغان له بل نه کم نه دی"، نو نن څنګه يو داسې نابغه افغان چې غني يې ٢٥٪ سلنه مهارتونه نلري او له ده سره قانوني د ولسمشرۍ سيال دى ولې نه مخامخ کېږي؟
له کومې ورځې چې غني واک ته رسېدلى، د افغانانو او افغانستان په سر يې له دښمنانو سره هر ډول سودا کړې چې په ترڅ کې يې په لکونو هېوادوال شهيدان شوي او په ميليونونو نور زيانمن شوي، په ډيورنډ ناولې کرښه "د غني اغزن تار" وغځول شو، نظام لا هم په پسات کې سرکښ دى، د حقوق پوهانو ټولنې د څېړنو لمخې د اساسي قانون له ١٦٢ مادو څخه يې ٩٤ مادې تر پښو لاندې کړي، د هېوادوالو اقتصادي حالت ډېر زيات خراب دى چې شاوخوا ٦٥٪ د لوږې تر کرښې لاندې ژوند ته اړ کړل شوي.

د هېواد اقتصادي حالت دومره خراب دى چې کېداى شي اوس هم په پټه د غني د کمپاين، انډيوالپالنې او خېښپالنې له امله په ميلياردونو پوروړى وي. د ١٣٩٣ ټاکنو پر مهال مو خپلو ملاتړو او مينوالو ته ويل، چې غني د "کاروبار په دوران" نه پوهېږي او د هېواد اقتصاد به سخت خراب کړي، چې نن يې ټول په ځان ويني او مني. دا خبره مو د غني د هغو کړووړو د ارزونو پربنسټ کوله چې کله دى د کرزي په حکومت کې سلاکار، د پوهنتون رئيس او د ماليې وزير وو. کله چې غني د ماليې وزير وو د هغه تره ښاغلي کوچي په لاس مو وړانديز ورولېږه، "د نړيوالو مرستو په شتون کې، که هېواد ته په خامو توکو راوړلو له ٥ تر١٠ کاله ماليه اخيستل بند شي او په پخو توکو له ١٠٠٪ تر ١٠٠٠٪ ماليه واخيستل شي نو پنځه کاله کې به هېواد پخپلو پښو ودرېږي". د غني ځواب وو" چې د بازار عرضه او تقاضا به څنګه پوره کېږي؟ زه پوه شوم چې په صنعت او اقتصاد نه پوهېږي.
اوس ټول يو ځل بيا خبروم، که دا ځل بيا په درغليو غني واک ته ورسېد، دى به له نړيوالو اقتصادي ادارو زښت ډېر پورونه وکړي او د دغو پورنو ٩٠٪ به د پسات ښکار شي، چې راتلونکي کې به هر افغان بچى ان د مور په خېټه کې د نړيوالو اقتصادي ادارو پوروړى وي.
تر ټولو نادوده دا چې غني هيڅ ډول اصولو ته ژمن ندى او د لېونتوب تر کچې د واک حرص لري، بډې او رشوت ورکول يې تر ټولو ستره وړتيا ده، تېرو څو مياشتو کې يې رشوت په خوله څو دولتي مامورين په کاري وخت کې زما دفتر ته رالېږلي "چې هرڅه غواړې غني يې درکوي"، خو له نوماندۍ تېر شه. زه په خداى پاک، تاسې او ځان باور لرم، په پاک نيت او اخلاص سره د ولسمشرۍ سيالۍ ته راوتلى يم او تر پايه به ستاسې لپاره ولاړ يم، دا په وياړ سره وايم چې نه د پرديپالنې برخه وم، نه د جګړو، نه د پسات، نه د هېواد ړنګولو او نه هم د هېوادوالو د ځورولو، تل مې د ولس د بنسټيزو ستونزو د حل لپاره هلېځلې کړي، اسانتياوې او پيداور مې رامنځته کړي چې د ډېرو په اند ناشوني ول، همدارنګه زما لپاره دا نوې خبره نه ده چې زما د ولسمشرۍ پروګرامونه ځينې ناپوهه ناشوني او خيالي بولي!
راځئ دا ځل د تپلشوي او ناوړه سياست پرځاى خپلواک سياست سره ملت او هېواد وژغورو، زه ستاسې د چوپړ لپاره ولاړ يم او پروګرامونه مې د سولې، پرمختګ او ځانبسياينې لپاره دي، همدا ښه واره يا موقع ده چې پاک څښتن تعالى پر موږ او تاسې لورولې او بايد ګټه ترې پورته کړو، ماته رايه راکړئ چې سوله وکړو، پردۍ جګړې بندې کړو، ٦٠ ورځو کې دوه ميليونه دندې رامنځته کړو، پر ټکنالوژۍ پسات له منځه يوسو او د شته حکومتولۍ ٣٠٪ وړتيا ٨٠٪ ته لوړه کړو. زما ټاکنيزه نښه الوتکه يا طياره ده او ټاکنيزه شمېره ٦ ده.

سرلوړي، خپلواک، ښاد او اباد اوسئ.

په درنښت
نور رحمان لېوال
١٣٩٨ ولسمشرۍ خپلواک نوماند
www.noorrahmanliwal.com
liwal@nrliwal.com
0786254925
د نور رحمان لېوال د ولسمشرۍ کمپاين تګلاره
تړاو کاپي کاپي شو
ډالۍ
"د هېواد هغو سمونپالو سياستوالو او پلويانو ته چې له تدبير او ځانبسياينې څخه د خپلواکۍ لپاره کار اخلي نه د احساساتي بدلونپالنې." نور رحمان لېوال

ستره موخه
د هېواد سياسي چارو لپاره اشر (داوطلبي)، اشرباڼي (داوطلبان) او بسپنپالنه (چنده راټولول) دودول او پر هغې سياست کول دي، ترڅو سياسي چارې د بهرنيو او کورنيو زبېښاګرو له واکه را وباسو.

د کمپاين پلان
دکمپاين موده چې د زمري (اسد) مياشتي په شپږمه پيل شوه او د تلې (ميزان) په څلورمه پاى ته رسېږي،چې ټولې ٥٨ ورځې د کمپاين لپاره لرو، دغه ورځې په دوه برخو وېشل شوي، لومړيو ٢٨ ورځو کې به په جرګو جوړولوکار کېږي او په ٣٠ نورو ورځو کې جرګو جوړولو سره به په سترو ښارو، ولايتونو او نورو ځايو کې غونډې جوړېږي. لاندې چې لومړى يې "د کمپاين له ١ تر ٢٨ ورځې پورې د کمپاين ولسي جرګې جوړول" او دويم يې "د کمپاين ٢٨ تر ٥٨ ورځې پورې په لويو ښارونو، ولايتونو او نورو ځايونو کې غونډې جوړل" برخه کې تشرېح شوي.
نور رحمان لېوال، ولسمشرۍ ته نوماند، د سولې او پرمختګ لپاره ١٠ سترې کړنلارې او د اختر مبارکي پيغام
تړاو کاپي کاپي شو
2019-08-10 10:00:00
سلامونه قدرمنو هېوادوالو!

اختر مو مبارک شه، زه پوهېږم چې په هېواد کې د تپلشويو ناخوالو له امله ډېرى هېوادوال د وير په ټغر ناست دي، هغوى ته دې خداى پاک ډېر اجرونه ورکړي، په درد يې ډېر غمجن يم. هيله ده، دا اختر په سوله او خوشالۍ کې تېر کړئ، د نيکمرغۍ ځاى دى، چې هر لور ته د سولې خبرې کېږې، خو تلپاتې سولې، خپلواکۍ او ځانبسياينې لپاره په ملي، حکومتي او دولتي کچه ژور سمون ته اړتيا ده، چې زما د پروګرامونو له لارې راتلاى شي، خوشاله يم چې لاندې د پروګرامونو لنډيزونه درسره شريکوم:

١- دوه جوپې حکومتولي: د عدالت راوستلو او د پسات (فساد) له منځه وړلو لپاره، اوسني دولتي کارکوونکي پر خپل ځاى، د دويمې جوپې لپاره نوې ګمارنې.
٢- بشپړه ډيجيټل حکومتولي: له کوره دولتي اسانتياوو ترلاسه او د شته حکومتولۍ ٣٠سلنه وړتيا، ٨٠ سلنې ته لوړول.

٣- بېکاري له منځه وړل: يو ميليون دندې، د لېوال حکومت لومړيو دېرشو ورځو کې را منځته کول، په دولتي چارو کې د سمون له امله دويم ميليون نوې دندې په درې مياشتو کې، پنځه ميليونه نوې دندې تر دريم کاله او ټولې لس ميليونه دندې، د لېوال حکومت د پنځم کال ترپايه رامنځته کول.

٤-د تلپاتې خپلواکي لپاره: د اړتيا وړ، له ٨٥ زره توکو، پيداوارو، مهارتونو او اسانتياوو څخه چې اوس شاوخوا ٢٥سلنه هېوادوال پوره کوي،٨٠ سلنه په هېواد کې دننه د پوره کولو لپاره هوډ او پروګرامونه.

٥- د کډوالو هېوادوالو راستنول: په ګاونډيو هېوادو کې د کډوالو هېوادوالو د راستنېدو لپاره، شپږو مياشتو کې په هېواد کې دننه کور، د کرنې ځمکې او دندې ورکول.

٦- امنيت راوستل: عمومي بښنه اعلانول، د اغواګرو پرځاى محاکمه کول او په غلو له سختو چارو ترسره کولو سره بند تېرول.

٧-ملي يووالى راوستل: لومړيو درې مياشتو کې د ټکنالوژۍ پرمټ، په هېواد کې کره وګړشمېرنه پيلول او هرومرو ترسره کول.

٨-د ځان بسياينې لپاره: کرنې/مالدارۍ، روغتيا او امنيتي چارو کې د ملي بوديجې ډېرى برخه لګول، پايله کې په ٢ مياشتو کې په سبو،درې مياشتو کې په مرغانو، يو کال کې په غلو دانو او دوه کالو کې په غوښو د هېوادوالو بسيا کول.

٩- ساتنه او ژغورنه: دفاعي چارو کې د مکلفيت او مسلکي دورو موازي پرمختګ پيلول، د پوځونو او د دوى د درنو کورنيو د ملاتړ سرچينې لوړول.

١٠- پوهنه اسانه کول: د لېرې څخه زده کړو په مرسته د لوستو اوسنۍ کچه له ٢٥٪ څخه ٨٠٪ ته لوړول، ښوونکو او د دوى د درنو کورنيو د ملاتړ سرچينې لوړول.

پورتنى لس چارې به عدالت او د ولس د اړتياوو پوره کولو لپاره اسانتياوې رامنځته کړي، چې پايله کې به جګړې پخپله پاى ومومي. سپارښتنه مې داده چې د پرديو ډنډورې شنډې کړئ، چې وايي "رايې ارزښت نه لري او ولسمشر له بهره تپل کېږي"، خپل سياسې برخليک ټاکلو کې زموږ په ډول خپلواکو سياستوالو سره مرسته وکړئ او موږ سره سياست کې هرومرو ونډه واخلئ، پر موږ باور وکړئ او د تلپاتې سولې، خپلواکۍ او ځانبسياينې لپاره موږ سره ملګري شئ.
زموږ بريا به ان شاء الله د هر افغان بريا وي،

سر لوړى او تل دې وي افغانستان.

ستاسې،

نور رحمان لېوال

١٣٩٨ ولسمشرۍ ته نوماند
د رڼو ټاکنو هڅې: شعري سيالۍ چې٢٥٠٠٠ افغانۍ جايزې لري، د مسوليت او عدالت ډلې د رڼو ولسمشريزو ټاکنو د هڅو لړۍ
د رڼو ټاکنو هڅې: شعري سيالۍ چې٢٥٠٠٠ افغانۍ جايزې لري، د مسوليت او عدالت ډلې د رڼو ولسمشريزو ټاکنو د هڅو لړۍ
تړاو کاپي کاپي شو

زما رايه د خرڅ لپاره نه ده، ستا څنګه؟ رايه مه خرڅوي، د رايي سودا نکووم، په رايه سودا نکووم،
او پورتنيو ته ورته سرليک لاندې په زړه پوري حماسي شعرونه چې په رښتيني ډول ولس وهڅوي رايه ورکړي او په رايه سوداګري ونکړي، حکومت د رايو پايله وګڼي نه د پرديو د اغيز، په خواږه سندريز شعر ولس ته روښانه کړي چي که خداى مه کړه خپله رايه خرڅه کړي نو:

تپلشوي او د هيواد دوښمنان واک ته رسېږي چي د هېواوالو په ژوند به لوبې کوي.
په هېواد کي به د پرديو لاسوهنو ته لار پرانځي.
فساد به کوي چې بې عدالتي او جګړو ته به لاره هواروي.
د هېواد پرمختک ته خنډ ګرځي، د رايې خرڅولو ډېري نوري ناخوالې چې ددې ليکنې لوستونکي يې په يادونو او شاعران يې په خپل شعر کې په ګوته کولو ته رابولو.

ټولو په هېواد مينو حماسي شاعرانو ته د مسوليت او عدالت ډلې لخوا بلنه ورکوول کيږي چي خپل شعرونه او ويديو لپاره سناريو، موږ سره له نن څخه په يوه مياشت کې دننه شريک کړي.

لومړى مقام راتلوکى شعر به ١٥٠٠٠افغانۍ
دويم مقام راتلوکې شعر ٥٠٠٠ افغانۍ
درېيم مقام راتلوکې شعر به ٢٥٠٠ افغانۍ جايزه ولري.

د شعرونو د رالېږلو د پاى ڼېټه: ٢٦ کب ١٣٩٧ يا ١٧ مارچ ٢٠١٩

يادونه:
قدرمن شاعران کولاى شي تر ١٥ د کب خپل شعرونه زموږ سره د پيغامونو او بريښناليک له لارې چې زموږ د ويبځاى د اړيکو برخه ده شريک کړي. په ١٥ د کب به ټول شعرونه ددې ليکنې په يادونو يا کامنټو کې خپرېږي، کتونکي به رايه ورکړي، په ٢٦ د کب له وتلو شاعرانو د ارزونې يو جرګه جوړېږي چې درې غوره شعرونه او سناريو به د جايزو لپاره ټاکي.

سيالۍ ته را لېږل شوي شعرونه:

ښاغلى حزب الله ذاهد، پکتيا
وطن کې ویردی او جنازې دي، ارګ کې مزې دي
هرې خواچیغې فریاد نارې دي، ارګ کې مزې دي
ژوند خو ددوی دی،مزې ددوی دي،زمونږ څه ژوندون دی
کور کنډواله شو بهر جګړې دي، ارګ کې مزې دي
وطن تباه شوو ځوانان قتلیږي، وینې بهیږي
ښه زیري نشته تورې تیارې دي، ارګ کې مزې دي
حدمت حرام دی،فساد ښه عام دی،پښتون بدنام دی
پښتون سوزیږي اوردی لمبې دي، ارګ کې مزې دي
ولس دوکه کړي په تشو لاپو،ښه سات یې تېردی
نورهیڅ هم نشته تشې وعدې دي، ارګ کې مزې دي
ددوی بچیان ټول،لوکس لوکس اوغوړ پړ،زاهد یې غرق کړو
دیتیمانو خوارې څیرې دي، ارګ کې مزې دي
________________________________________________
سيد نسيم حقمل
ښي يې مصرفوي کانديد
رايي خپلوي کانديد
تاسو پرې دوکه نه شىء اې خلکو، اې خلکو!
وخت دى د کمپاين وعدې غوړې درکوي کانديد
چي کله يې و رغيږي بيا کله تا پيژني
قوم او ولس يې هير شي صرف پيسه پيژني
تاسو پرې دوکه نه شء اې خلکو، اې خلکو!
پرته له ډالرو بله يوه هم نه مني کانديد
نن دې هر يو مشکل ته ژڼى ټټر وهي
خو چې کامياب شي واوره، بيا دې په سر وهي
تاسو پري دوکه نه شي اې خلکو، اې خلکو!
هسې په وعدو باندې ولس غلطوي کانديد
مخکې يې قاچاق کول اوس جهادي څيره شوه
لارو کې يې خلک وژل اوس بيا ملي څيره شوه
تاسو پري دوکه نه شىء اى خلکو، اى خلکو!
هسې دملت سترګو کې خاورې دوړوي کانديد
نه ملي ګټي پالي، نه سياست پيژني
نه له قانون خبر دى نه ملت پيژني
تاسو پرې دوکه نه شېء اى خلکو اى خلکو!
خداى که خدمت وکړي هسي جيب به ډکوي کانديد
خلک پرې ښه خبر کړه و سيد نسيم حقمله
پوى يى په خپل هنر کړه و سيد نسيم حقمله
تاسې پرې دوکه نه شىء اى خلکو اى خلکو!
هسى نه پيسو باندې ترې رايې و پيري کانديد
جرګې، استازولۍ او د کمپاين دفترونه