1- د جرګې د غړيو نوملړ به هرومرو اخلي (.د جرګې د غړيو نوملړ پورمه) وګورئ.
2- د جرګې عکسونه او ويډيوګانې ډېرې اړينې،ارزښناکه او تاريخي دي د کوربه لومړى کار په ښکاره ډول د جرګې نوملړ، عکسونه او ويډيوګانې اخيستل دي. که چېرې په ژوندۍ بڼه په ټولنيزو شبکو کې نشر شي د افغانستان په سياست کې به يو تاريخي کار وي.
3- د جرګې لوحه د مرکز څخه تر لاسه کړئ يا ډيزاين شوې لوحه پخپله چاپ کړئ.
4- د بسپنو (چندو) راټولو رسيد له مرکز څخه ترلاسه کړئ او په مشرتابه جرګه کې هغه راټولوونکو ته روښانه کړئ.
5- د کمپاين مواد له مرکز څخه ترلاسه کړئ.
6- مشرتابه جرګې ته د رابلل شويو نوملړ لپاره
https://www.noorrahmanliwal.com/takne ويبځاى ته په تګ او هلته د "جرګې، استازولۍ او د کمپاين دفترونه" برخه کې د اړوند ولايت، ولسوالۍ يا کلي جرګې، استازولۍ او د کمپاين دفترونو غړيو نوملړ پيدا کولاى شئ.
7- دغونډې په پاى کې به، د فيصلو مختصر راپور ښاغلي نور رحمان لېوال سره د ټليفون له لارې شريکوي او په ياد وخت کې به د دوى منندويي کوي.