د نوې کمپايني چارو مشرتابه جرګې د راغوښتلو څخه وړاندې به کابل کې د ښاغلي نور رحمان لېوال د کمپايني چارو مرکزي جرګې غړي، د لېوال ښې حکومتولۍ سيسټم کې د اړوند ځاى له ټولو شته ملاتړو څخه پوښتنه کوي چې د نوې جرګې لپاره د علماوو، ښوونکو، مشرانو، مخورو، وکيلانو، ملکانو، ځوانانو او د ټولنې له نورو برخو څخه مخکښو کسانو نومونه او اړيکې ورکړي چې زموږ ملاتړي يې نوې مشرتابه جرګې کې د غړو په توګه غواړي.
د رابلنې پر وخت به د مشرتابه جرګې له غړو څخه هيله کېږي چې که دوى د جرګې د کوربتوب وياړ ولري د ځاى په اړه به مالومات تر لاسه کوي ( د نوې جرګې کوربتوب پورمه وګورئ)، په پاى کې به د مرکزي جرګې غړي په مشوره پرېکړه کوي چې د اړوند جرګې کوربتوب لپاره تر ټولو مرکزي، خوندي، د کس لېوالتيا او د نورو غړو د مشورو پربنسټ کس ځاى وټاکي او بلنه کې د کوربه پته او اړيکې ليکي. په پاى کې به ټولو هغو ښاغليو څخه چې د کوربتوب وړانديز يې کړى وو، مننه کوي.
د کمپايني چارو مرکزي جرګې غړي، به لومړى سيسټم کې د اړوند ځاى مشرتابه جرګې ته رابلل شوي غړي راجسټرکوي او بيا به ځانګړې بلنې ورکوي. نوې رابلل شوې جرګې ته به اجنډا ورکول کېږي، چې لاندې د اجنډا بېلګه کې ښودل شوې ده.