https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
٢- په کمپيوټر کې يې ډکه کړئ، بيا يې چاپ کړئ، که د چاپ توان نلرى موږ سره اړيکه وکړئ.
٣- د اړوند کس ګوته ولګوئ.

اړينې پوښتنې او ځوابونه:
- پورمه رنګه يا تور او سپينه چاپولى شئ.
- په يوه پورمه کې لس تاييدې رايې رسولى شئ.
- که پورمه کمپيوټر کې نشئ ډکولى نوم، د نوم ثبتونې د تصديق شمېره (د سټيکر شمېره)، ولايت او د تذکرې ګڼې په لاس په کې وليکئ.
- د هر ولايت لپاره بېله پورمه وکاروئ، د بېلګې په ډول که اته کسان د يوه ولايت وي او دوه کسان د بل ولايت، د يوه ولايت اته کسانو لپاره يوه پورمه ډکه کړئ او د بل ولايت دوه کسانو لپاره بله پورمه ډکه کړئ.
- د نوم ثبتونې د تصديق شمېره د هغه سټيکر شمېره ده چې ستاسو د تذکرې په شا سريښ ده.
- که ستاسو تذکره سټيکر نلري نو د ټاکنو خپلواک کمېسيون د روان کال ١٣٩٧ د مرغومي (جدي) له لومړۍ نېټې (ډيسمبر ٢٢، ٢٠١٨) د رايو ورکونکو ثبتول بيا پيل کړي، تاسو کولاى شئ د کورنۍ غړي، خپلوان او ملګري مو د رايو ورکولو لپاره ثبت کړئ، په تذکرې سټيکر ولګوئ او بيا د ښاغلي نور رحمان لېوال نوماندۍ لپاره تاييدي رايو پورمه ډکه کړئ.

په پاى کې د ډکې شوې پورمې اصلي سپارلو لپاره زموږ سره له لاندې لارو اړيکه وکړئ.
سکېن کاپي يې په برېښناليک رالېږلى شئ پته: liwal@nrliwal.com
ټليفون شمېره 0766254925
واټساپ، وايبر، ايمو، ويچاټ شمېره 0798254925
پيسبک، ټويټر، سکايپ پته nrliwal

ډکې شوې پورمې د مرغومي (جدي) له ٢٩، ١٣٩٧ (جنوري ١٩، ٢٠١٩) نېټې څخه مخکې پکار دي.