لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام - پر نړيوال بانک څار او وړانديزونه
LBL_KAPI_TRAW کاپي شو
لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام - پر نړيوال بانک څار او وړانديزونه
نړيوال بانک غږ کوو، ٤٠٠ ميليونه ډالر د کرونا سره مبارزې ته واړوئنړيوال بانک غږ کوو، ٤٠٠ ميليونه ډالر د کرونا سره مبارزې ته واړوئ
LBL_KAPI_TRAW کاپي شو
نړيوال بانک غږ کوو، ٤٠٠ ميليونه ډالر د کرونا سره مبارزې ته واړوئ    English
2020-07-01 00:00:00 لمريز 1399-04-11 00:00:00
په نړيوال بانک مو غږ وکړ او تاسې دا پوست شريک کړئ چې ټول خبر شي.
د #IMF د ٢٢٠ ميليونه ډالرو پور پرځاى ٤٠٠ ميليونه ډالر چې تاسې تېره مياشت مالې وزارت ته د ويبسايټونو او نورو بېځايه مصرفونو لپاره ورکړل هغه کورنا ته راوګرځوئ او تېرو شلو کلونو کې چې نړيوال بانک د افغانانو په نوم لس زره ميليارده ډالر له ٣٤ هېواد اخيستي له هغو څومره پاته دي هغه افغان ولس څرګند کړئ؟
د نړيوال بانک  لخوا د مرستو ځنډولو هرکلى کوو، نور رحمان لېوال
LBL_KAPI_TRAW کاپي شو
د نړيوال بانک لخوا د مرستو ځنډولو هرکلى کوو، نور رحمان لېوال
2020-12-02 00:00:00 لمريز 1399-09-13 00:00:00
موږ ويل مرستې مه ورکوئ يا د حکومت سربېره په مساويانه ډول افغان مدني ټولنې او ولسي برخه(خصوصي سکټور) ته د پانګو په مديريت، لګښت، کارونې او څارنې کې واک ورکړي چې مرستې پرځاى ولګول شي، سوله راشي او بېګناه انسانانو ژوند وژغورل شي.

نړيوال بانک دغه ځنډول د افغانستان بانک د لټۍ له امله د ۲۰۰ ميليونه ډالرو نړيوالو مرستو پيسې ځنډولې دي او ۲۰ ميليونه ډالره يې د چارو ادارې د لټۍ له امله ځنډولي.

د يادونې وړ ده چې شپږمياشتې مخکې موږ نړيوال بانک ته ويلي وو " د #IMF د ٢٢٠ ميليونه ډالرو پور پرځاى ٤٠٠ ميليونه ډالر چې تاسې تېره مياشت مالې وزارت ته د ويبسايټونو او نورو بېځايه مصرفونو لپاره ورکړل هغه کورنا ته راوګرځوئ او تېرو شلو کلونو کې چې نړيوال بانک د افغانانو په نوم لس زره ميليارده ډالر له ٣٤ هېواد اخيستي له هغو څومره پاته دي هغه افغان ولس ته څرګند کړئ؟"

ومو کتل چې حکومت له ٤٠٠ ميليونه څخه ١٨٠ ميليونه ډالرو لګښت ناسم وکړ، ځکه د دغه ٢٢٠ ميليونو ځنډلو هرکلى کوو.

په نړيوالو ادارو يو ځل بيا غږ کوو چې ترڅو ځايناستې يا لنډمهاله حکومت نه وي راغلي په حکومت بايد ټولې مرسې ودرول شي يا هم د روڼوالي لپاره پر وړانديز عمل شوي.
#StopTheAfghanistanDebtTrap