My recommendation for #OIC4Afg
تړاو کاپي کاپي شو
د سياسي بندښت د ستونزې حل لپاره #OIC4Afg ته وړانديز English
2021-12-18 00:00:00 لمريز 1400-09-28 00:00:00
په افغانستان کې د ستونزو د حل پموخه د اسلامي همکاريو ادارې د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې افغانان ستاينه کوي. موږ ددغې ارداې په ٥٧ درنو غړيو هېواد غږ کوو چې افغانستان سره د سياسي جوړجاړي او کاروباري اړيکو پرمختګ لپاره لارې پيدا کړي. مرستې يو لنډمهاله حل او د ستونزو پاى نشي کېداى.

ډېرى هغوى چې د اسلامي همکاريو ادارې غړي نه دي، غونډې ته بلل شوي، دغه ادره او په ملګروملتو کې استازى يې بايد غونډه ته د هندوستان بلل ډاډمن کړي. هندوستان شاوخوا ٢سوه ميليونه مسلمان وګړي لري چې د ټول پاکستان د وکړو برابر دي. همدارنګه د افغانستان لپاره د اسلامي همکاريو ادارې غونډه OIC4Afg بايد پاکستان بند کړي چې په افغانستان کې د نورو له ربړولو لاس واخلي. د هندوستان له لومړي وزير او افغانستان کې د هندوستان پر سپارت غږ کوو چې دغه غونډه کې په ګډون کولو افغانانو سره خپلې مرستې جاري وساتي.

هېواد کې نړۍ سره سياسي بندښت د ستونزو بنسټ جوړوي، #OIC4Afg غونډې او د #اسلامي_همکاریو_ادارې غړو لپاره غوره نوښت دادى چې د امارتوالو ٣کلن #ځايناستى_حکومت پدې شرت ومني او په رسميت يې وپېژني چې #طالبان به په سياسي خوځښت يا پارټۍ بدلېږي او نورو سياسي خوځښتونو جوړلو ته به لارې پرانځي. د ځايناستي حکومت درې کلونو کې به د ټولو سياسي خوځښتونو پشراکت د راتلونکې حکومتولۍ ډول او د هغې د رامنځته کولو هوکړې ته رسېږي.
نور رحمان لېوال
د افغانستان د سولې په اړه عربستان کې د اسلامي علماوو غونډې ته د  نور رحمان لېوال پرانيستى ليک او وړانديزونه
تړاو کاپي کاپي شو
د افغانستان د سولې په اړه عربستان کې د اسلامي علماوو غونډې ته د نور رحمان لېوال پرانيستى ليک او وړانديزونه
په افغانستان کې د سولې په لور چې هر څوک هر ډول ګام پورته کوي زموږ لپاره ډېر د قدر وړ دي، هغه که د سولې لپاره يوه خبره، په لوڅو پښو تګ، غونډې يا بل هر ډول خوځښت وي موږ يې کلک ملاتړي يو، خو که د سولې په لور خوځښت د مخورو، علماوو او عربستان غوندې دوست هېواد نوښت وي زموږ او افغان ولس له لوري لا د ډېرې ستاينې او ملاتړ وړ ده. زمونږ دريځ دادى چې په افغانستان کې جګړه د پرديو په ګټه ده. ددې درېنۍ او څلورنۍ په ورځو به سعودي عربستان د لسګونو اسلامي هېوادو څخه د علماوو د هغې غونډې کوربه وي چې موخه يې په افغانستان کې سوله راوستل او جګړې ته د پاى ټکى کېښودل دي. که څه هم ځينې په جګړه کې ښکېل لوري چې ګټې يې په جګړه کې نغښتي د ډول ډول بانو پيداکولو هڅه وکړي چې غونډه تورنه کړي، همدارنګه که ناټو او متحده ايالاتو ته هم د غونډې پايلې د منلو وړ نه وي له بشپړې کرکې سره به يې مخ شي. تر ټولو ستر تور به يې دا وي چې غونډه د امريکې تر اغېز لاندې ناسته کوي او د عربستان هېواد هم د لوېديځوالو ملګرى او په افغانستان کې بې پرې نه دى. ويل کېږي چې دیني عالمان به جګړه د دوى ترمنځ د شریعت له مخې ارزوي، خو موږ د افغانستان د کړېدلي ولس په استازيتوب په عربستان کې د اسلامي علماوو غونډې ته لاندې وړانديزونه کوو ترڅو دا پرتمينه غونډه د افغانستان او اسلامي نړۍ لپاره غوره پايلې ولري نو ددې غونډې ګډونوال بايد د افغانستان د جګړې لاندې څلورو لوريو څخه واوري او بيا خپله پرېکړه وکړي، دغه لوري دي: د امريکا متحده ايالات + ناټو، د کابل حکومت، وسلوال بډيال يا تالبان، د افغانستان د ولس په استازيتوب هغه دريمګړي مخور او سياستوال چې په لومړنيو درې واړو لوريو پورې تړاو نه لري. د غونډي له ګډونوالو څخه مو هيله ده چې پخپلو پرېکړو کې بيړه ونکړې او دغه غونډه کې پورتنيو څلورو لوريو ته واره برابره کړي، که پر دغه غونډه کې نه کېږي ددې غونډې پر بنسټ بله غونډه راوغواړي او له پورتنيو څلورو لوريو څخه واوري چې په افغانستان کې سوله څنګه راتلى شي. که چيرې له دغو څلور واړو لوريو څخه يو هم په غونډه کې نه وي او د غونډې ګډونوال د څلورو لوريو اندونه وانه وري بايد تر هغو د علماو غونډه پرېکړه ونکړي او که يې وکړي د مکې شريفې د امام، د افغانستان د زرګونو علماوو او جاکارټا کې د علماوو د غونډو په شان به دغه غونډه هم بې اغېزې او خداى د نکړي د اسلامي هېوادو د علماو حيثيت ته زيان واړوي او د غونډې پرېکړې به د افغانستان ولس او ښکېلو لوريو ته د منلو وړ نه وي ځکه د غونډې بې پرېتوب به ونه ژغورل شي او همدارنګه د اسلامي نړۍ ولسونو ته به هم د علماوو په اړه شکونه وزېږوي. علماوو ته پکار ده چې ددغو څلور واړو لوريو څخه په اورېدو د افغانستان د جګړې بنسټيزو لاملونو باندې ځان پوهه کړي چې په لاندې ډول دي: 1. په افغانستان کې د لوېديځ پوځي اډې او د هغوى د غيرقانوني شتون، 2. د لوېديځ تپلشوى او له بې عدالتيو ډک حکومت په عدالت او ښې حکومتولۍ مجبورول، 3. د افغانستان غير مکلفه اردو يا عسکري چې ملت يې بار نشي وړلاى حل، 4. په افغانستان کې د رڼو ټاکنو له لارې د منلو وړ حکومت رامنځ ته کول. اوس راځم د پورتنيو څلورو سترو بنسټيزو لاملونو ته چې ولې يې جګړه په افغانستان کې روانه ساتلې: په افغانستان کې د لوېديځ پوځي اډې او د هغوي غيرقانوني شتون حل غواړي په افغانستان کې نېږدې ١٨ کاله جګړه د ډېرو افغانانو په اند ددې لپاره روانه وساتل شوه ترڅو لوېديځ د افغانانو ذهنيت دې ته برابر کړي چې پرته له دغو اډو افغانان خپل حکومت نشي کولاى او په کورنۍ جګړه به اخته وي. دې ډرامې په ميليونونو افغانان په ناحقه شهيدان کړي، کونډې او يتيمان کړي، بې کوره کړي او ګاونډيو هېوادو کې په کډوالۍ مجبوره کړي. او نادوده يې لا داده چې متحده ايالات او ناټو ګواښ کوي چې تر هغو به دوى په افغانستان کې شتون ولري چې ترڅو دوى شکمن وي چې په افغانستان کې د دوى ته ګواښ شته! د متحده ايالاتو او ناټو پربډ وسلوال بيا دا ګواښ کوي چې ترڅو د بهرنيو پوځونه په افغانستان کې وي خپله وسلواله مبارزه به روانه ساتي، هغه هم په داسې وخت کې چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه دواړه ځان د لوېديځ کلک ملاتړي بولي خو پاکستان بيا د لوېديځ پربډ وسلوال په خپل هېواد کې ساتي او پنځوي چې د ډېرو په اند دوى د يوبل او جګړې ساتلو لپاره اړين دي. د عربستان دوست هېواد له افغانستان سره ډېرې ژورې تاريخي، ديني او مذهبي ورورولۍ لري. همدارنګه په تاريخي ډول او نن هم د دواړو هېوادو غليمان هم يو دي تر ډېره بريده څوک چې ځان د افغانستان دوست ګڼي هغوى د سعودي سره هم ښې اړيکې لري. همدارنګه عربستان او نور ګاونډي هېوادونه يې د متحده ايالاتو د پوځي اډو کوربه و او يا دي. خو ترننه موږ وانه ورېدل چې هغوى دې د کوربه هېواد ولس بمبار کړى وي او يا دې پردې تورن وي چېرته چې ددغو هېوادو طبعيي شتمنۍ پرتې دي دوى د هغو پرسر دېره وي. دغه ستونزه قانوني حل غواړي او پرته لدې په افغانستان کې سوله نشي راتلاى. د لوېديځ تپلشوى او له بې عدالتيو ډک حکومت په عدالت او ښې حکومتولۍ مجبورول دا ١٨ کاله په کابل کې د لوېديځ تپلشوى حکومت روان دى چې ورځ تر بلې بې عدالتي، بې واکي، د حکومت د اسانتياو نشتون چې زورواکي او جنګسالاران د جګړې او سولې مخکښان دي او په پساد کې نړيوال ناميتوب لري. ددغو له امله حکومت نشي کولاى چې د افغانستان د ولس اړتياوې پوره کړي او اوس تر نيم لا ډېر افغانستان کې هيڅ ډول حکومت شتون نلري او سحرايي محاکمو کې ولس د زورواکو لخوا په مرګ محاکمه او سپک کېږي. د حکومت چارواکي پخپله چيغې وهي چې د پرديو له مرستو پرته شپږ مياشتې حکومت نشي کولاى ځکه چې پساد، انډيوالپالنې او خپلوي پالنه کې غرق دي. د هېواد يو ټريليون څخه لا ډېرو طبعيي شتمنيو تالان د حکومت ترسترګو لاندې د کورنيو او بهرنيو مافايي کړيو لخوا روان دى، ترڅو چې په افغانستان کې عدالت رامنځته نشي بيا به هم سوله ټکنۍ وي. د افغانستان غير مکلفه اردو يا عسکري چې ملت يې بار نشي وړلاى حل غواړي په تيرو درې لسيزو کې د افغانستان د نېږدې ٤٠ ميليونه وګړو تر ټولو ستر د کس په سر کورنى ناخالص عايد ٦٣٠ ډالره ثبت شوى چې د نړيوال بانک د احصايې له مخې يې ٧.٦٪ دولتي عوايدو ته ځي چې ټولټال ١.٩٥١ ميليارده کېږي. په داسې حال کې چې د کابل د حکومت د ٢٠١٨ کال بوديجه ٥.١٢٨ ميليارده لګښتونه لري چې نېږدې ٣.٢١٢ ميليارده بوديجوي کسر په کې د لمر په شان روښانه دى. ددغې بوديجې غوښنه برخه زورواکانو او جنګسالارانو ته د مشاويرنو په نوم ورکول کېږي. نو بيا څنګه کېداى شي چې دغه هېواد نامکلفه اردو ولري چې لګښت يې نېږدې د هېواد ټول عوايد لا نشي پوره کولاى. تر څو چې افغانستان د مکلفيت دوره اعلان نکړي د ډېرو ګټې په جګړه کې نغښتي نو سوله نشي راتللى. په افغانستان کې د رڼو ټاکنو له لارې د منلو وړ حکومت رامنځ ته کول په افغانستان کې دا څويم ځل دى چې ناوړه ټاکنې تکرارېږي، د خندا وړ خو لا داده چې ګټونکى لورى هم چيغې وهي چې درغلي شوې او بايلونکى هم، دا ځکه چې د ټاکنو چارې د افغانانو په نوښت او خوځښت نه دي. افغانان په دې اند دي چې د متحده ايالاتو او نورو لوېديځوالو ناوړه لاسوهنې ريښتيني افغانان نه پرېږدي چې ټاکنو ته لار پيدا کړي. په ټاکنو کې په درغليو تورن د بهرنيو لاسوهنې دي چې سرکښ په کې د ملګروملتو اداره ده، دوى هيڅ زده کړه نه کوي دا لومړى ځل نه، دويم نه، دريم نه بلکې پنځم او شپږم ځل دى چې دوى تېروتنې تکراروي او د پېړيو پېړيو زړې تګلارې کاروي. ددې حل دا دى چې په افغانستان کې تر راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو وړاندې سرشمېرنه وشي او ټاکنې د هغو په رڼا کې د نويو ټکنالوژيو په مرسته ترسره شي.