د پيسو نړيوالې پانګې او د افغانستان نورو مرستندويه او پور ورکونکو: افغانستان د پورونو/قرضو او مرستو په دام کې ښکيل کول بند کړ‌ئ ترڅو په نړۍ کې د ميليونونو معصومو او بېګاه انسانانو ژوند وژغورئ  #افغانستان_دپورله_دامه_وژغورئ #StopTheAfghanistanDebtTrap
تړاو کاپي کاپي شو
د پيسو نړيوالې پانګې او د افغانستان نورو مرستندويه او پور ورکونکو: افغانستان د پورونو/قرضو او مرستو په دام کې ښکيل کول بند کړ‌ئ ترڅو په نړۍ کې د ميليونونو معصومو او بېګاه انسانانو ژوند وژغورئ #افغانستان_دپورله_دامه_وژغورئ #StopTheAfghanistanDebtTrap    English فارسی
2020-05-14 00:00:00 لمريز 1399-02-25 00:00:00
افغانان د پيسو نړيوالې پانګې #IMF څخه د 220 ميليونه ډالرو او نورو پورورکونکو پورونه په کلکه ردوي چې د افغانستان اوسني کمزوري حکومت ته يې په ميلپاردو پورنه ورکول پيل کړي دي. دغه پورونه به ستر سياسي پساتونه، جرمونه او نورې لانجې وزېږوي. موږ پورورکوونکو ته خبرداري ورکوو: افغان ولس ژمن دى چې ددغه حکومت د پور اخيستلو او راتلونکو حکومتونو ددغه پور ادا کولو مخنيوى وکړي، .

#StopTheAfghanistanDebtTrap #AfghansRejectIMFLoan #DontBorrowFromIMFforCovid19 او#ملي_کمپاىن هشټګونه په ټولنيزو رسنيوکې د افغانانو ملي کمپاين دى چې د پورنو رد او مرستو کې سمون غوښتنى په ملاتړ، د پيسو نړيوالې پانګې او نور پور ورکونکو څخه پورونه اخيستلو به بډ يا خلاف چلېږي. تر دغه وروسته موږ ګواښ کړى که پور ورکونکو د ولس په غږ غوږونه کاڼه کړل، نو پراخه ولسي لاريونونه به وشي. دادى نن ٢٥ جون ٢٠٢٠ د لاريونو لومړى څپه په کابل کې ترسره شوه. که اى ايم ايپ پور ورکول لغوه نکړل نو هر ښار او هر کلي کې به لاريونونه وشي او د هر ډول پايلو پړه به د حکومت او اى ايم ايپ په غاړه وي

هيله ده، د افغانستان بسپنوالو او پورورکونکو په نوم دا غوښتنه پر انټرنټ لاسليک کړئ، چې پورونه ورکول بند کړي يا د پورونو او مرستو په ويش او لګولو کې سمون راولي ترڅو په افغانستان او نړۍ کې د ميليونو بېګناه انسانانو ژوند ورغورل شي.

د غوښتنې لنډيز
پور ورکول بند کړئ يا د نړيوالو ادارو او د افغانستان له حکومت سربېره په مساويانه ډول افغان مدني ټولنو او ولسي برخه (خصوصي سکټور)ته د پرانستې حکومتوالۍ پر بنسټ د پانګو په مديريت، لګښت، کارونې اوڅارنې واک ورکړي ترڅو افغانستان کې سوله راشي او په نړيواله کچه د ميليونونو بېګناه انسانانو ژوند وژغورل شي.
غوښتنه
په تېرو ١٩ کلونو کې افغانستان سره کې د نړيوالې ټولنې لخوا په ټريليونونو(١) امريکايي ډالره (٢) سخاوتمندانه مرستې وشوې او ولګول شوې، چې پنځه ستر بسپنوال يا مرستندويان يې، ١- متحد ايالات، ٢- جاپان، ٢- جرمني او ٤-انګليستان دي، دلته هر يو زرګونه ميليونه ډالره پخپلو پوځونو او اړونده پروګرامونو ولګول ترڅو د افغان ولس زړونه لاس ته راوړي، ٥- يې هندوستان دى، د پوځونو پرځاى يې د بن د تړونليک(٣) په پايله کې د رامنځته شوي حکومت ملاتړ ته دوام ورکړ. د مرسته شويو پانګو ټاکل او لګښت د بسپنوالو هېوادونو د اړوندو سياسي استازو او بسپنوپالو يا خيريه ادارو لخوا مديريت شوي، يا د نورو نړيوالو سازمانونو لکه نړيوال بانک، ملګرو ملتونو ادارو چې د افغانستان حکومت لپاره يا د حکومت په خوښه يې غوښنه برخه لګولي. د کمزورې څارنې يا نشتون له امله، دغه مرستې پړسېدلې ښودل شوى او ولس ته ندي رسېدلي.

دغو مرستو په ټيکاو راوستلو، بيوزلې له منځه وړلو يا د عامو افغانانو په اقتصاد او ژوند کې د څرګند پرمختګ لامل نه شې. له دې مرستو څخه په افغانستان او له افغانستان بهر د يو څو سوو په شمېر ادارې اوډېر کسان برمخن شوي..
د ٢٠٠١ز کال څخه څه د پاسه ٤٣٠٠٠ ملکي افغانان، ٢٢٩٨ امريکايي پوځيان، ٦٤٠٠٠ افغان پوځيان او ملي پوليس او ٣٨١٤ کارکوونکي ولسي تړونوال وژل شوي. همدارنګه په ميليونونو افغانان او بهرني وګړي ټپيان، معيوب، معلول او له خپلو کليو او کورو بېځايه شوي يا يې خپلې شتمنۍ له لاسه ورکړي .
٢٠١٨ز کال د ملکي افغانانو لپاره تر ټولو خونړى وو، چې د ٩٢٧ ماشومانو په ګډون يې٣٨٠٤ ملکيان شهيدان کړي، ددې لپاره هر وړوکى سمون چې افغانستان کې تاواتريخوالى او فساد له منځه وړى په نړيواله کچه ژوند ژغوري لکه څرنګه چې په دې غوښتنه کې ورته اشارې شوې .
پور ورکونکو څخه غوښتنه
لکه څرنګه چې سياسي مديريت د هغه له پايلو ارزول کېږي، تېرو دوو لسيزو کې د مرستو ډېرى برخه افغان حکومت ته ورکړل شوى، هغه حکومت چې د فساد او بې عدالتيو له امله په ښارونو کې ولس ته اسانتياوې نشې ورکولاى خو ٧٠٪ د کليو او بانډو هستوګن اړ دي چې د وسلوالو صحرايي محاکمو ته لاړشي او همدارنګه جګړې دوام مومي.
په پسات ککړو سياستوالو او جنګسالارو هرڅه کول او کوي يې چې دوى په حکومتي واک کې پاته شي ترڅو د مرستو څخه خپل برخه ولري دا يو ډېرستر لامل دى چې د جګړ ماري ملاتړ کوي..
يو حکومت چې په تيرو ٢٠کالو کې يې
هېڅکله يې له پراخو درغليو پرته ټاکنې ونه شواى کړاى، له٤٠ ميليونه افغان وګړو څخه اوسنى حکومت يوازې ٩ سوه زره رايو پربنسټ بريالى اعلان شو، چې دا رايې هم د حکومت کارکوونکو او د هغوى د کورنيو لخوا د رشوتونو يا ويرې له امله چې خپلې دندې له لاسه ورنکړي اچول شوې دي. حکومت چې يوازې د افغان وګړو د ٢٪ رايو پربنسټ د ولس استازى ټاکلى حکومت نه شي کېداى. نو ددې لپاره موږ له ټولو نړيوالو پور ورکونکو څخه غوښتنه کوو چې اوسني افغان حکومت ته پور ور نکړي، که چيرې وريې کړئ افغان ملت به دا پور خپل ونه ګڼي او راتلونکو حکومتونو ته به اجازې ورنکړي چې ستاسې پور پرې کړي، او دې حکومت ته پورونه به د افغانانو لخواستاسې داسې سخاوت وانګېرل شي چې تاسې د خپلې خوښې لوبغاړي او ملګرى سره د افغانانو کړولو لپاره مرسته کړې.
ددې ليکنې پر وخت پرته د روڼتيا او افغانانو وړ کارونې د افغانستان ملي پوروړتيا پر انټرنټ ١.٤ ميليارده ډالرو مبالغې کېږي.
چې افغان ولس نه پوهېږې دا پور کله، د چا لخوا څه لپاره او له چا اخيستل شوى او چيرته لګول شوئ.
هغه حکومت چې په کابل کې د بن د تړون پربنسټ رامنځته شوى د افغانستان په استازولۍ يې زرګونه ميليارده مرستې ترلاسه کړي، خو افغاستان تر ټولو ناامنه، تر ټولو ورسته پاتې، د بشر د پرمختيا لړليک کې د ١٧٠ څخه لاندې ٢٠١٩ز، تر ټولو ټېټه کچه د لوستو يوازې ٢٠٪ وګړي ليک او لوست کولا ى شي، د ترټولو ستر په فساد ککړ هېواد چې د فساد لړليک کې د ١٠٠ څخه يوازې ١٦ نمرې اخيستي ا و له دې مخکې کلونو کې تردې هم ټيټ وو.
د پسات او تپلشويو جګړو له امله نېږدې ٧٠٪ افغان وګړي د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کولو ته مجبور کړل شوي دي. سره له دې ټولو اوس چې د کوېډ-١٩ وبا سره اکثريت لاس او ګرېوان دي، دا سياسي فسادګرو لپاره لا زياتې مواقع برابروي. او اوس افغانان په يوه وچه ډوډۍ او اوبو ژوند کوي. که چېرې سم ګامونه په بيړه پورته نه شول دغه وچه ډوډۍ ولس ته رسول به هم ډېر ژر ناشوني شي او يو ستر بشري ناورين به رامنځته شي. دا به زموږ ټولو لپاره د شرم څخه ډک تاريخ وي او تر ټولو ډېر به هغوى ته شرمناک وي چاچې د تېرو دوو لسيزو کړووړه څخه دلته ملاتړ کړى دى.
نړيوالو ته وايو که چېرې حالات مو مجبوروي چې افغان حکومت ته پور ورکړئ، مهرباني وکړئ ټول شموليت چې تمويل کوونکو ته په لاندې ډول تشرېح شوى په پام کې ولرئ:
بسپنوالو څخه غوښتنه
د مرستو پيسې د زورواکو او فسادګرو سره ستره مرسته کوي چې په واک کې پاتې شي، ددې لپاره خورا اړين او بشردوستانه ده چې بېوزله او څنډې ته شوي وګړي د مرستو شويو پانګو مديريت او برمخمن کېدو کې ونډه ولري. دا ونډه به د تېرو دوو لسيزو لاس ته راوړنې وژغوري او په افغانستان کې به د يوې بلې غميزې او ګډوډيو مخه ونيسي.

زما د فبروري ٨، ٢٠٠٢ مقاله چې عنوان يې وه "متوازن اقتصادي پرمختګ کولاى شي افغانستان کې سولې راولي" د ٢٠٠٢ز کال د جولاى په مياشت کې ددې لامل شو چې د افغانستان بيارغونې باورى بانګه اى ار ټي ايپ اداره تاسيس شي.د اى ار ټي ايپ د ويبځاى راپورونو لمخې له٢٠١٢ تر ٢٠١٩ زکلونو اى ار ټي ايپ د ٣٤ بسپنوالو هېوادونو(٥) څخه ٦٣ ميليارده امريکايي ډالره بسپنه ترلاسه کړې، چې له دې څخه ٦١.٥ ميليارده د نړيوال بانک او کابل حکومت د پروګرامونو له لارې لګښت شوي په همدې وخت کې ١.٦ ميليارده ډالره بېرته بسپنوالو ته له دې امله ورکړل شوې چې دوى يې د لګښتو لپاره وړتيانه لرله. خو له ٢٠٠٢ تر ٢٠١١ پورې د ميلياردونو په اړه له سره مالومات نشته.
زه خوښ يم چې اي ار ټي ايپ د پانګې راټولولو په برخه کې څه ډول يې چې ما په ٢٠٠٢ز کال کې هيله لرله تشکيل او په پانګې راټولولو يې پيل وکړ خو له بدمرغه د پانګې د څارنې په اړه زما سپارښتنه په بشپړ ډول له پامه غورځول شوې، او اړوند لوريو د خپلو داخلي يا ټاکل شويو څارنو او ارزونو سيسټمونو کارولې، همدا کېداى شي ددې يو ستر لامل وي، چې د افغانستان حکومت په پسات ورکولويې له ١٠٠ نمرو يوازې ١٠-١٦ اخلي. حيرانتيا خبره خو داده چې ايې ار ټي ايپ
دومره زيات بډايه شوى چې دوى پخپلو مالي راپورونو کې د هغو مرستندوى نومونه لا نه ليکي څوک چې تر ١٠٠ ميليونه ډالرو لږ بسپنه ورکوي! ما دا تېر ١٨ کاله ARTF څاره چې ځينو ته يې ګټې رسېدلې، خو په افغانستان کې هغه پرمختګ لکه څرنګه يې چې موږ ټولو هيلې لرلې نه ترستوګو کېږي.

نو ځګه ما خپله ددې ستونزې د حل لپاره زيار وګاله او د همدې لپاره د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته په ٢٠١٤ز او ٢٠١٩ز کال کې نوماند شوم. د نورو مالوماتو لپاره زما ويبځاى nrLiwal.com وګورئ.
اړتيا نشته چې څوک په افغانستان کې ګرم وبلو، ځکه افغانستان کې پايلې پخپله هر څه څرګندوي. د شوروي يرغل د پاى کلونو په څېر اوس بياه نېږدې ٨٠٪ افغانان د بېوزلۍ د کرښې لاندې په ښارونو کې ژوند کوي او نه شي کولاى خپلو کليو ته کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ لپاره ولاړ شئ.
سره له دې چې ميليونونه وګړي بيړنيو مرستو ته اړتيا لري، د کابل حکومت يوځل بيا اړ شو چې د ګوتو په شمېر بېوزلو سره چې منځکچه د کورنۍ غړي يوازې ١٠ وچې ډوډۍ ورکوي، چې دا به هم ژر يا وروسته پاى ومومي.
د اي ار ټي ايپ له پانګې او نړيوال بانک ٤٠٠ ميليونه امريکايي ډالر مرسته وکړه، د لومړيتوبو نه پيږندلو له امله به هغه حکومت پر ويبسايټونو او بايوميټريک لګوي. چې د حساب او روڼتيا د نه شتون له امله به ضايع شي..سره له دې چې نړۍ په يو کړکېچن حالت کې ده، کېداى شي چې اي ار ټي ايپ اړوند بسپنوال به نور د دې جوګه د نه وي چې د مرستو ژمنې پوره کړي. د کابل د حکومت د ٢٢٠ ميليونه امريکايي ډالرو بېړنى پور د پيسو له نړيوالې پانګې (اى ايم ايف) څخه د ولسي جرګې لخوا رد شو،خو د مشرانو چرګې دبډو په ورکولو ومانه او ولس رد کړ؟؟ دا فرق نه کوي چې څومره ډېرې مرستې وشوې يا پورونه واخيستل شي د اوسني حکومت د ميکانيزم په شتون کې به تل بسنه نه کوي او ضايع کېږي به.
ددې لپاره اوس په دغو ستونزمنو او کړکېچنو حالاتو کې موږ تېر په هېر او يوازې پر اوس او راتلوکي تمرکز ته اړتيا لرو څو د ميليونونو بېګناه انسانانو ژوند وژغورو چې په ګړنګ ولاړ او غورځېږي، د کوېډ-١٩ له امله نه بلکې د بېوزلۍ، فساد او د ځينو د تش په نوم سياسونو له امله لوږي سره مخ دي..
اوس، موږ د دې جوګه نه يو، چې د افغانستان د حکومت او مرستو ته وږيودولتى چارواکو او جنګسلارانو چلند کې بدلون راولو. د همدې لپاره ددې غوښتنې په مرسته، موږ اړوندو قدرمنو بسپنوالو او پورورکوونکو څخه غوښتنه کوو چې د افغان وګړو د مرستې او ملاتړ لپاره غيري انتفاعي او خصوصي سکټور د مرستو د عملي کولو او پروګرامونو جوړولوپه برخه کې شريکولو سره به ډېري او مستحقو ته د رسېدو لامل شي.
په اوسنى وخت کې بسپنې په مستقيم ډول د ځينو بسپنوالو لخوا لګول کېږي او ځينې يې د اي ارټي ايپ او ملګروملتو په ډول ادارو لخوا ټوليږې او د کابل د حکومت د غوښتونو او پروګرامونو لپاره ورکول کېږي. د روڼتيا او پرځاى لګولو لپاره، موږ سپارښتنه کوو، ملي پروګرامونو لپاره افغان حکومت سربېره بايد افغان ولسى برخه( خصوصي سکټور) مدني ټولنې او خيريه بنسټونو ته هم بايد واک ورکړل شي،چې حکومت،ولسې برخې او خيريه ټولونوته برابونډه ورکړل شي .چې لومړيتوبونه او نوښتونه وټاکي او د ټولنې د اړتياو پربنسټ ، پانګه ټاکلو او څارنه کې مرسته وکړي.
عامه برخه (دولتي سکټور)
د ملي عوايدو برسېره به حکومت د خپلو لومړيتوبونو سره سم د ټيکاو او امنيت او ښې حکومتولۍ په برخه کې د بسپنو خپله برخه لګوي، خو د پرانستې حکومتولۍ کړنلارې به د مرستو لګښت پورې تړلې وي.
ولسي برخه يا( خصوصي سکټور)
د افغان ولسي برخې استازى به د دويمې ډلې په څير د مرسته شويو پانګو دويمه برخه د هغو کاروباري پرمختيايي اسانتياوو لپاره د لومړيتوبو بربنسټ د پانګې ټاکنه، مديريت او څارنه وکړي چې د ټولنې او ولس لپاره ډېر اړين دي، دا ډول نوښتونه څه نوي خبره نه ده او په ګټوره ټوګه د ځينو نړيوالو ادارو لخوا تجربه شوي دي. داسې ونه انګېرئ چې موږ کاروبارونو سره مرسته کوو بلکې دوى ته واک ورکوو چې د ملي بوديجې په لګولو، مديريت او څارنه کې برخمن وي.
مدني ټولنې برخه
دا درېيمه ډله، افغاني غيري انتفاعي او مدني ټولنو ادارې دي، دوى به د خپلو لومړيتوبونو له مخې د مرستو ويش ټاکنې، مديريت او څارنې لپاره واک ولري او د خپلو نوښتونو او لومړيتوبونو سره سم به يې لګوي.د پرانستې حکومتولۍ پربنسټ به ولسي برخه او مدني ټولنې نوې تګلارې رامنځته کړي چې د هغو په عملي کولو به عامه برخه يا دولتي سکټور په سيالۍ کولو مجبور شي ، په پاى كې به پسات يا ته د پاى ټکى کېږدي او په افغانستان کې به شخړې پاى ومومي.
د دريو واړو سکټورونو استازي به په ګډه يو مرکزي کمپيوټري سيستم د څارنې يا مانيټورنګ او د پرانستې حکومتولۍ د اصولو پربنسټ رامنځته کړي او ددې نوم به وي د(( باوري پانګې د څارنې او ارزونو مرکز)). موږ چې لاندې مو لاسليکونه کړي دي تېرو دوو لسيزو کې د درنو بسپنوالو سخاوتمندانه مرستو څخه چې د افغانستان ولس لپاره يې سره کړي ستاينه کوو، مهرباني وکړئ دغه سمون ملاتړ وکړئ به د هر افغان په ژوند کې اړين پرمختګ راولي او د روانې اوږدې تپل شوې جګړې پاى ته رسولو کې به مرسته وکړي.
لوى څښتن مو ونازوه
نور رحمان لېوال
د افغانستان ١٣٩٣ او ١٣٩٨ ولسمشريزو ټاکنو خپلواک نوماند، خيرخوا، نوښتګر، د سوداګريزو او مالوماتي ټکنالوژۍکارپوه، ګڼملتي کاروباري شرکتونو او پښتو ټلوېزيون څښتن، له حکومتونو، مجاهدينو، ملګرو ملتونو ااو غير دولتي ادارو سره د کاروبار، مشاورت او کار کولو تجربه لري.
لمنليکونه
١- د امريکا له 100 ميليارد ډالرو يوازې ١٦.٥ ميليارده ډالر د بيارغونې لپاره کارېږي، 85 بيليونه ډالر د کابل حکومت له خوا ضايع شوي، او د متحده ايالاتو لخوا د هرکال ٣.٩ ميليارده ډالره را لېږلي چې ٨٣٪ د موخو لپاره ' د سولې او امنيت ' تر نامه لاندې کارېږي. جاپان دويم لوى مرسته کوونکى هېواد دى چې له 92 ميلياردو ډالرو څخه زيات لګولي دى، جرمني د درېيم ګډون کوونکي په توګه د ځواکونو په برخه کې له 100000 څخه ډېر سرتېري ګمارلي او شاوخو٢٠٪ د اروپا اتحاديې لګښت يې ورکړئ، چې 5،2 ميليارده ډالر يې لګولي. انګلستان په څلورم کتار کې ځاى لري زرګونو ځواکونوته او د هغوى مرستې ته يې ١،٣ميليارد ډالر را لېږلي دي. هندوستان په پنځم کتار کې له 2 ميليارو څخه زياد ډالر په بنسټيزو او د کابل حکومت د ملاتړ لپاره پانګونه کړې ده٢-مالومات له انټرنټ څخه
٣-د بن تړون، د يو لړ جنګسالارانو پر نورو واکمن کول او په افغانستان کې د جنګسالارى ټينګېدلو تړون دئ..
سرچينه fcnl.org ٤-
د ARTF.af ٥-
ويبځاى د مالوماتو له مخې د هېوادونو او د هغوى د ميلياردونو ډالرو د مرستې داسې څرګندوي: انګلستان 8،3 ، استراليا7،2 ، متحده ايالات 6،8 ، ناروې 2،14 ، نيدرلنډز 2،2 ، سويډن ١٠.٧ ، کاناډا ٢، جرمني ٣.٨ ، سويسزرلنډ ١.٣ ، کوريا، ډېنمارک 2،8 ، بلجيم 3،0 ، ايټاليا 1،0 ، اتريش 7،2 ، ايرلنډ، هنګري، او فنلنډ٣ ميليارد ډالر، فرانسه 4،1 ميليار ډالر، نيوزرلنډ، اسپانيا، د روسيې فدراسيون، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، لوګزامبورګ، قطر، اندونيزيا، سويلي افريقا، نايجيريا، برازيل، کولمبيا هېواد مرستې کړي چې لست شوي نه دي. همدارنګه نور لکه نړيوال بانک او خپلواکو بسپنوالو 5،2 ميليارد ډالر مرستې کړي.، کره مالوماتي سرچينو څخه تر لاسه شوي دي. https://www.noorrahmanliwal.com/nt/?gnh=1766&zbh=en