https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
غټ سکرين لپاره (کمپيوټر)منځنۍ پردې لپاره (ټابلېټ)کوچنۍ پردې لپاره (ګرځنده)
قدرمنو هېوادوالو زه نور رحمان لېوال د ١٣٩٨ کال ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماندېدو زېرى درکوم!
بسم الله الرحمن الرحيم

موږ دغه ستر ملي مسوليت ته په داسې وخت کې اوږه ورکوو چې د وخت ناوړه سياسي او اقتصادي پرېکړو، د هېوادوالو ژوند له سترو ګواښونو سره مخ کړى دى. ناوړه حکومتولي، موازي/پڅنګ حکومتونه، جګړه/پردۍ لاسوهنې، فساد، بېوزلي او وچکالي روانې ستونزې دي. موږ ددغو او نورو ستونزو له منځه وړلو، لوړه کوو او له تېرې يوې لسيزې څخه مو پروګرامونه هم ورته جوړ کړي دي. د ناوړه حکومتولۍ ستره ستونزه د رياستي، پارلماني او قومي جوړښتونو پر بنسټ تپلشوې ګډوله يا مرکب حکومتي سيستم دى، چې پايلو يې ملت له ستونزو سره مخ کړى، ټاکنو ته د ورتګ پر وخت موږ د اوسني ناوړه قومي وېش پرخلاف، د دوو مرستيالانو پرځاى په هېواد کې له مېشت هر قوم څخه د عدالت او حق ورکولو پر بنسټ يو، يو مرستيال ټاکو. ولسمشرۍ ته له برياليتوب وروسته، قانون کې سمون راولو، د ولسواکۍ، مديريت، مسوليت او اهليت پر بنسټ يوازې پر يوه مرستيال او له پاتې نورو څخه د اړوند قومونو د مشاورينو په ډول بسنه کوو او زموږ په ټينګ مرکزي حکومت کې به يوازې همدوى مشاورين وي. ناوړه حکومتولي او جګړه يا جګړې او ناوړه حکومتولۍ، دغه دواړه د ټولو ستونزو مورګانې دي چې يو بل ژوندي ساتي. اوس افغانان دوه لارې لري يا د ښې حکومتولۍ او عدالت لپاره راتلونکو ټاکنو ته چمتووالى او راوتل يا د جګړې پر ضد ملي پاڅون کول دي. موږ لومړنۍ لاره غوره ګڼو، ځکه له لسيزو ورته هلې ځلې کوو. جګړه چې فساد او د پرديو لاسوهنو ته يې لاره هواره کړې، په افغانستان کې متحده ايالاتو پيل کړې او حل يې د دوى په وتلو يا د افغانانو په شرطونو دلته په پاته کېدلو کې نغښتى دى. د فساد له منځه وړلو لپاره موږ په خپل نوښت او لګښت د ښې حکومتولۍ لپاره يو ډېر پراخ کمپيوټري پروګرام جوړ کړى چې له ولسمشره نيولې تر هر کلي، کورنۍ او کس پورې به ادارې، چارواکي او هېوادوال سره وتړي. د حکومت او ولس ټولې چارې به په الکټرونيکي ډول پرمخ ځي. د لېوال ملي مړښت او پوهې پروګرامونو کې مو د خپلې مزدورۍ په لګښت د بېوزلۍ او وچکالۍ لپاره حل لارې تجربه کړي او پروګرامونه مو وړاندې کړي دي. د لوى څښتن شکرونه ادا کوو چې موږ ته يې دا وړتيا را په برخه کړه، ترڅونه يوازې وړانديز وکړو بلکې د ترسره کولو بشپړې بېلګې هم ملت ته وړاندې کړو چې د افغان حکومت، ملګروملتو او نړيوالې ټولنې له ورته اسانتياوو سره چې ميلياردونه پيسي يې ورباندې لګولي، د پرتلې وړ دي او ځينو برخو کې لا غوره هم دي. موږ د خداى ج او د ولس لپاره د مسوليت ترسره کولو، عدالت کولو او له دغه حالت څخه د وتلو په موخه سيسټم او تګلارې چمتو کړي دي. د ترسره کولو لپاره يې موږ پر خداى ج، ځان او هېوادوالو بشپړ باور لرو. پخپل ځان د بسياينې او خپلواکۍ لپاره هوډ، زيار او هڅه مو د ١٣٩٣ کال له ولسمشريزو ټاکنو راپديخوا روانه ده. د لوى څښتن د خوښۍ او د ولس د هوساينې لپاره موږ پرېکړه کړې چې د تدبير، هوښيارۍ او نويو پرمختګونو په خپلولو سره به "افغانستان ١٫٠" په نوم د افغان ژغورنې او پرمختګ ډيجيټل علمي انقلاب رامنځته کوو. اوسنۍ ناخوالې چې د ولسواکۍ او پرمختګ په نامه د ځينو کورنيو او بهرنيو دسيسو له لارې پر موږ تپل شوي، د کمزورو او تپلشويو سياستونو پايلې ګڼو. موږ دغه ټولې نادودې د الله ج په مرسته، د ولس په ملګرتيا او د رښتينې ولسواکۍ په پياوړتيا شنډوو. نړيوالو سره په بې پرې ډول، د دوه اړخيزه درناوي او د افغانانو په شرتونو اړيکې غواړو. پر ګاونډيو غږ کوو چې افغانستان د ستانونو د ذهنيت زړه او مغز دى. نړيوال زبرځواکي ځکه دلته راځي ترڅو له پوره سيمې برخمن شي. همدارنګه د نړۍ د پرمختګ د بهير مخ زموږ د سيمې پر لوري دى، د احساساتو پرځاى له منطق څخه کار واخلئ، که په افغانستان کې امن رانغى، د نړيوال پرمختګ بهير بل لوري ته ځي، تاسې به هم له دغه پرمختګ څخه بې برخې شئ. د پرديو استخباراتي شبکو ډنډورې چې وايي دلته خپلواک سياست نشي کېداى او هرڅه له وړاندې ټاکل شوي، په اړه وايم: په ياد ولرئ، سياست ټولنيز علم دی چې د مادې په ډول يې د ساينسي علومو په رڼا کې د تجربو او ځانګړتياوو پر بنسټ زده کول، سنجول او حتمي پايلې ترلاسه کول ځان تېر ايستل دي، ځکه په سياست کې بنسټيز توکی انسان دی او انسان د مادې په ډول ټاکلې ځانګړتياوې او غبرګون نه لري. سياست کې باور، ټينګ هوډ، سپېڅلتيا او زيار د بري شرتونه دي. که داسې نه واى نو د افغانستان په څېر هېواد کې به د پخوانۍ او اوسنۍ نړۍ زبرځواکۍ په لسيزو نه ښکيل کېدلې. د خپلواک حکومت لپاره موږ پخپل اخلاص، زيار، نوښتونو او يوازې د افغانانو په غيرت، مېړانه، سرښندنو، ملاتړ او لاسته راوړنو حساب کوو. په الله ج باور لرو چې هغه لوى څښتن موږ سره مل دى او ډاډه يو چې ملت مو يوازې نه پرېږد‌ي. هيله ده په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې زموږ ملتيا وکړئ ترڅو په خپل زيار سره هېواد د نړۍ سرکښ او هېوادوالو ته پرخپل مټ د سوکاله او پرتمين ژوند کولو چاپېريال برابر کړو. غواړو د ټپي ټپي افغانستان د پرمختګ لپاره د زړه له کومې زموږ د برياليتوب دعا او ملګرتيا وکړئ، موږ ستاسې لپاره هلېځلې کوو. ددې لپاره لومړى له الله ج او بيا له تاسې څخه مرسته او همکاري غواړو. خو هېواد هغه وخت خپلواک، پر ځان بسيا، پرتمين او پرمختللى کېداى شي، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون رڼې ټاکنې ترسره کړي، ددې لپاره موږ پر ټولو غږ کوو چې راځئ لومړى په ګډه د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره بنسټيزي هڅې وکړو. د رڼو ټاکنو لپاره د ټاکنو درې پړاونه، د ټولنيز عدالت پر بنسټ د رايې د مرکزونو وېش، د رايه ورکوونکو کره راجسټر او پر هغه وخت د رايو شمېرنه ده. چېرته چې ټاکنې نه ترسره کېږي، هلته د ولس حق بايد په بله بڼه ورکول شي. تېرو ټاکنو کې حکومت په ټاکنو لوبې کړي او کوي يې. نو موږ په ولس، حکومت او کميسيون غږ کوو چې بايد د رايو مرکزونه، رايه ورکول، او د رايو شمېرلو د کسبڼپېژندنې يا بايوميټرک سيستم سره تړلى وي چې په مرسته يې د راجسټر، پېژندلو، رايه ورکولو او د سمدلاسه شمېرلو پروسه کره او له هر ډول جعلکاريو خوندي وي. رايه ورکول په رايې پاڼه او هم په ماشيني ډول وي او رايه بايد سمدلاسه د ټولو پروړاندې د ټاکنو په ورځ په مرکزونو کې وشمېرل او اعلان شي. ماشيني د شمېر سيسټم بايد په ځنځيريز- تړاو يا بلاکچېن سمبال وي ترڅو لاسوهنې ناشونې شي او د بيا شمېرنې وړ وي، که حکومت د ا وړتيا نلري موږ يې وړيا ورکوو. يوځل بيا ټينګار سره وايم، که رڼې ټاکنې ترسره نشي په هېواد کې جګړه، يرغلونه او پرديپالنې پاى نه مومي، که حکومت او د ټاکنو کميسيون زموږ پورتنۍ غوښتنې او وړانديز نه مني موږ په ملت غږ کوو چې د حق ترلاسه کولو لپاره په سوليز ډول راووځي. الله ج زموږ او ستاسې مل دى، ان شاء الله. تلپاتې او سرلوړى دې وي ګران هېواد افغانستان.
په درناوي
نور رحمان لېوال، د ١٣٩٨ کال ولسمشريزو ټاکنو ته خپلواک نوماند