https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
په اړه
د نور رحمان لېوال، خپلواک سياستوال تګلارو يا پاليسيو، ګړنلارو، اندونو او پروګرامونو ويبځاى يا ويبسايټ ته ښه راغلاست. له دې ځايه زموږ د کورنيو، سيميزو او نړيوالو سياستونو په اړه مالومات او د ټولنيزو رسنيو تړاونه پيدا کولاى شئ. همدارنګه له دې ځايه موږ سره خوندي اړيکې نيولاى شئ چې په کوډاوبدل يا انکريپټ کېږي. ويبځاى ترجوړونې لاندې دى د پرمختګ لپاره يې ستاسې همکارۍ ته سترګې په لاره يو. اوس موږ د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام لپاره په ډېر ستر کمپيوټري سيسټم بوخت يو، موخه يې په هېواد کې عدالت، په ځان بسياتوب او خپلواکي رامنځه کول دي، همدارنګه د پساد يا فساد له منځه وړلو کې به ستره ونډه ولري. له ټولو هېوادوالو او د افغانستان له خواخوږو هيله لرو چې زموږ ملګرتيا وکړي. د ملګرتيا لپاره مهرباني وکړئ ونډه واخلئ برخه وګورئ.


نور رحمان لېوال
تر دوکتورا خپلځاني زدهکړې کړي د لېوال ملي پوهې پروګرام، لېوال د لېرې ښوونځي او په هېواد کې کمپيوټري اسانتياو نوښتګر او بنسټګر. د لېوال شرکت، پښتو ټلوېزيون مشر.
د ١٣٩٨ ولسمشرۍ خپلواک نوماند. د ١٣٩٣ کال ولسمشرۍ خپلواک نوماند. 'خپله مرسته پخپله' مفکورې ټينګ لاروى.