د ټلوېزيونونو او راډيوګانو محترمو مشرانو،
سلامونه،
څو ورځې مخکې مو د هغو ټلوېزيونونو د مشرانو غونډه رابللې وه، چې تر اوسه يې په عقاب ډيجيټل سيسټم کې ګډون ندى کړى،په غونډه کې په عقاب کې د نه ګډون لاملونه په لاندې ډول څرګند شول:
- د اسلامي او افغاني کلتور خلاف بهرنيوچينلو شتون
- د خپرونو د خونديتوب د قانون نشتون
- ملي شتمني يوه کس ته په انحصار ورکول
- د معمول خلاف د نرخونو لوړوالى
- په نرخونو کې امتيازي سلوک، ځينو چينلو ته لوړ او ځينوته کم نرخ ورکول
د غونډې په پاى کې زما وړانديز، چې د ګډونوالو پاملرنه يې ځانته راواړوله،خوشاله يم چې تاسې محترمو سره يې شريکوم.
په ملي کچه د رسنيو يوه ټولنه بايد جوړه شي،ددغې ټولنې غړي بايد پخپل منځ کې د ډيجيټل سيسټم لګولو لپاره د هېواد په هره سيمه کې چې دوى کولاى شي د ډيجيټل سيسټم اسانتياپخپله پانګونه برابره او د ټولنې د تګلارې سره سم نورو رسنيو ته يې د معتدل فيس په بدل کې ورکړي. کله چې غړي پانګوال برابر شي، ټولنه بايد د دويم ډيجيټل سيسټم جواز ترلاسه کړي. د ټولنې د جواز په چوکاټ کې به په ټول هېواد کې اوسني ډيجيټل سيسټم ته ورته سيسټم په څومياشتو کې برابر شي، چې عقاب يې په څوکلنو کې د برابرولو وعدې کوي.
عقاب ته ورته ډيجيټل سيسټم چې له ١٠ تر٦٠ کېلومتره مربع د پوښښ سيمه به ولري، شاوخوا له ٣٠ زره تر يو لک (١٠٠٠٠٠) ډالره د سټيشن لګښت لري او عقاب ته ورته د ريسيور د الې نرخ شاوخوا ١٢٠٠ افغانۍ کېږي، چې د عقاب کمپنۍ يې په ٢١٥٠ افغانۍ خرڅوي. زموږ کمپنۍ دا وړتيا لري،چې د رسنيو پورتنۍ ټولنې ته دغه اسانتياوې برابرې کړي.
همدارنګه د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډيجيټل سيسټم د ١٣٩١ کال ټولپوښتنې په ځواب کې زموږ وړانديز تاسې سره شريکوو، چې وايي:” ډيجټل سيسټم لګول بايد يوازې وړتيا لرونکو افغاني کمپنيوته ورکړل شي،د ډيجيټل سيسټم جواز لپاره به غوره وي، چې يوه ملي کمپنۍ جوړه او هغې ته ورکړل شي،که د ملي کمپنۍجوړول نه کېږي، بيا دې په ملي، سيمييزه او ځايي کچه جوازونه داوطلبۍ ته وړاندې شي، هرڅوک چې ژر، ارزانه او غوره اسانتياوې ورکولاى شي هغوى ته دې جواز ورکړل شي".
نور رحمان لېوال
د لېوال کمپنۍ او پښتو ټلوېزيون مشر