وزارتونه سياسي پوسټونه دي او سياسي پوسټونه د سياسي تړاو پر بنسټ ورکول يا ترلاسه کېږي. خو که کوم وزير مسلکي پوهه ولري نو ډېره غوره ده. د مخابراتو اوسنى وزير مسلکي ندى، خو که نوموړى د مشرتابه وړتيا ولري د هېواد د مخابراتو اړتياوې وپېژني او د وزارت مسلکي پوسټونه مسلکي کسانو ته ورکړي او د هغوى د مسلکي تګلارو سره خپلې سياسي غوښتنې عيارې کړي، دا به وزارت پدغه حالت کې نپرېږدي چې تېر وزير پرېښود.
پدغه وزارت کې د تېر حکومت وزير چې څومره درغلۍ، خپلويپالنې او مسلک د سياست قربانولو بدمرغه او بېشرمه هڅې کړي په تاريخ کې ندي شوي، زه د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ په ډېرو برخو کې نژدې درې لسيزو ځانګړې مسلکي پوهه، تجربې او لاسته راوړنې لرم. خو ددغه وزارت په کړنو تل ځورېدلاى يم او هېڅ لاسته راوړڼه يې له مسلکي اړخه د برياليتوب نښه نده.
ډېر خلک ګرځنده يا موبايل ټيلفون شبکې د دوى لاسته راوړنه بولي، دغه اسانتياوې برابرول شبکو د خپلو ناجايزه ګټو لپاره کړي. د وزارت رسالت دا وه چې ددغه سکټور په خصوصي کولو کې ملي او مسلکي کسانو ته جوازونه ورکړي، خو دوى دغه جوازونه، فرقه يي او بهرنيو هېوادو پورې تړلو کسانو او کمپنيو ته ورکړل. بيا خپله له دغو شبکو تنګ شول، ځکه چې د دوى رازونه يې هم افشا کول نو د ماتولو لپاره يې د سلام دولتي شرکت جوړولو ناکامه هڅه وکړه. د وزارت دنده ددغو شبکو د اسانتياوو مديريت کول وو، د کابل د غره سر ته وګورئ د يوه ستر ټاور د جوړولو پرځاى سلګونه د مالوماتي ټيکنالوژۍ ستنې د مديريت انارشيزم څرګندوي. هېواد يې د پريکونسيو تنور جوړ کړى چې په راتلونکو لسيزو که به د سرطان غوندې په ناوړه ناروغيو غمځپلى ولس اخته کوي. هېواد ته يې بيليونونه زيان رسولاى او د ملاتير يې پرديو ته پلاس ورکړى، او هغوى هره ورځ له ولسه په بيليونونو غلا کوي.
ددغه وزارت پمرسته د ملي کارډ يا برېښنايي تذکرو څخه تېر حکومت او اوسني حکومت د طالبانو د قربانۍ خوسى جوړ کړى، هر يو چې راځي نو غاښ يې ګوري. د اسلاميت او افغانيت سپېڅلو کليمو څخه په استفادې حکومت د نورو سترو مسئلو لکه د هېواد خپلواکۍ ته د ګواښونو لمنځه وړلو، سولې راوستلو، ښې حکومتولۍ کولو او ولس ته د کار روزګار برابرولو غوښتنو څخه د ملت پام اړولو لپاره کار اخلي. مخور کسان او د ملت ذهنيت يې پدغه وړه ستونزه مصروف کړى چې ستر خيانت دى.
د سټلايټ په هکله يې زما ليکنه لاندې لينک کې ولولئ
https://www.facebook.com/…/a.397255503717…/469721969804201/…
يو مسلکى وزارت هيڅ شرم ونکړ چې د يوې ناکاره سپوږمکۍ کرايه کولو ته يې د افغانسټ سپوږمکۍ خېځولو نوم ورکړ. او هغه هم زما سره د ضد لپاره.
د ډيجټل ټيوي ناکامه پروژه لا د خلکو هېره ده چې همدا اوس يې لاندې ستونزې زيږولي:
- د اسلامي او افغاني کلتور خلاف بهرنيوچينلو شتون
- د خپرونو د خونديتوب د قانون نشتون
- ملي شتمني يوه کس ته په انحصار ورکول.
- د معمول خلاف د نرخونو لوړوالى.
https://www.facebook.com/…/a.715528708515…/812925385442260/…
دغه وزارت کې مسلکي کسان شته خو د سياسي دروغو او ناخوالو ښکار دى. نور اعترافونه د وياند په استعفا کې وګورئ.