https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
ځينې نورې ټاکنيزي ولسمشرۍ ډلې وايي چې له حقوقي پلوه د حکومت وخت د اساسي قانون ٦١ مادې پر بنسټ پنځه کلنه دوره د غبرګولي په ١ نېټه پاى ته رسېږي. دوى وړانديز کوي چې د ولسمشرۍ نوماندان چې له خپلې راتلونکې نوماندۍ تېر شي ورسره سياسي، مدني جوړښتونه او نامتو کسان د ځايناستي ولسمشر لپاره ونوموي او رايه ورکوونکي د ولسمشرۍ نوماندان او د اړوندو جوړښتونو مشران يا له دوى څخه يوه ډله وي. دغه ډله غواړي چې په هر ډول وي د ملي يووالي حکومت پاى ومومي که پايله کې يې هر وړ يا ناوړ کس واک ته رسېږي د دوى لپاره اړينه نه ده. ددې لپاره دوى غواړي چې د ځايناستي حکومت راوستلو لپاره له هرې وسيلې کار واخلي چې ډېرى د ځان ملګري کړي. نو ځکه وايي چې ګوندونه، مدني ټولنې، نامتو کسان، د ولسمشرۍ له ١٨ نوماندانو سره يوځاى ځانونه ځايناستي ولسمشر لپاره نومولى شي. که داسې وشي د ځايناستي ولسمشرۍ هيلمنو نوماندانو شمېر به سلګونو ته ورسېږي چې يوې انارشي او ګډوډۍ ته به لاره پرانيزي. سره لدې چې دغه تګلاره په بشپړ ډول د نوماندانو ترمنځ د بې باورۍ، پرځان د نه باور او نه همکارۍ ترجماني کوي خو دوى د ولسمشرۍ نوماندانو د شورا په نوم ګواښ کوي چې که د ملي يووالي حکومت د غبرګولي له ١ نېټې څخه وروسته خپل غيرقانوني کار ته دوام ورکړي پر وړاندې به يې غبرګون وښيي.
نور وګورئ