https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
ځيني نورې ډلې وايي چې له حقوقي پلوه د حکومت وخت د اساسي قانون ٦١ مادې پر بنسټ پنځه (٥) کلنه دوره د غبرګولي په ١ نېټه پاى ته رسېږي او وړانديز کوي چې د مشرانو جرګې مشر به د اساسي قانون ٦٨ مادې څخه په اټکل او د جرګو د قانونيت په ترڅ کې د ځايناستي ولسمشر دنده ترلاسه کړي او رڼې ټاکنې به ترسره کړي. د مشرتابه جرګه چې د ولسمشرۍ نوماندانو د وروستي لست څخه به جوړېږي، له ځايناستي حکومت څخه څار او نورو اړوندچارو کې مرسته او همکاري کوي.
د ولسي جرګې مشر به د اساسي قانون د ٦٧ مادې پربنسټ د ځايناستي ولسمشر دنده پرغاړه اخلي او د ملي جوړجاړي پربنسټ به د مشرتابه جرګې لاندې حکومت، ټاکنې او سوله پرمخ بيايي. مشرتابه جرګه به د ځايناستي حکومت او ځايناستي ولسمشر دندې او کړنې څاري او په مياشت کې به دوه ځله ملت ته راپور ورکوي.
د ملي يوالي حکومت چارواکي به د غبرګولې په ١ نېټه د ځايناستي حکومت رئيس ته په سوليز ډول حکومت سپاري او د نوي ځايناستي حکومت مشر به د اساسي قانون ٦٦ مادې ١ بند پربنسټ او د اساسي قانون ٦٧ مادې په کارولو پيلېږي.
د نوي حکومت رئيس به د اساسي قانون ٦٧ مادې ٣ بند پر بنسټ ټاکنې په خپل وخت ترسره کوي. په ټاکنيز وخت کې ځنډ او بې غوري به هېڅ ډول د منلو وړ نه وي او د ځايناستي ولسمشر د لېرې کولو او نوى ځايناستي ولسمشر ټاکل به د مشرتابه جرګې د غړو لخوا ترسره کېږي.

نور وګورئ