د متحده ايالاتو الوتکو جوړولو کمپنۍ بوينګ چې د بوينګ ٧٣٧ مکس ٨ ماډل الوتکو له پاره له ډېرو هېوادو څخه شاوخوا پنځه زره غوښتنې لري خو په تېرو پنڅو مياشتو کې ددغې نوې ماډل، دويمه الوتکه ده چې د الوتنې څو لومړيو شېبو کې غورڅېږي او ټول سپاره يې وژل کېږي. لومړۍ الوتکه په اندونيشيا کې پنځه مياشتې وړاندې او دادى په ١٠ د مارچ ٢٠١٩ دويمه الوتکه په اتوپيا کې وغورځېدله.
ويل کېږي بوينګ کمپنۍ د ٧٣٧ مکس ٨ ماډل تر اوسه ٣٥٠ الوتکې خپلو باىپارانو ته ورکړي. تېره اونۍ د انډونيشيا لاين هوايي شرکت الوتکه کې د وژل شويو خپلوانو د بوينګ کمپنۍ پر بډ يا خلاف محاکمې ته تللي، د دوى شک دى چې دغو الوتکو کې داسې سيستم سمبال دى چې که سيستم پوهه شي چې په هوا کې الوتنه ودرېده نو د الوتکې پوز ښکته کوي چې د غورځېدو لامل کېږي.
هغه هېوادوال چې هوايي سفرونه کوي که کېداى شي نو د بوينګ ٧٣٧ مکس ٨ ماډل الوتکو کې سفر مه کوئ.
د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام - د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت