خيالي هوايي او ځمکنيو دهلېزونو پرځاى کورنيو چارو کې لږ عمل پکار دى
له دننيو ستونزو څخه د تېښتې لپاره د خيالي هوايي او ځمکنيو دهلېزونو پرانستل او د ولس تېرايستلو غيرمسلکي او غيراخلاقي تېروتونو پرځاى حکومت بايد لاندې پوښتنې ځواب کړي
١- تېرو څو کلونو کې له لسګونو هوايي شرکتونو څخه ولې يوازې دوه پاته دي هغه هم په زيان چلېږي؟
٢ - هغه هوايي ډګرونه چې نړيوالې ټولنې جوړ او حکومت ته وسپارل هغه د ګټې کولو او کار ورڅخه اخيستلو پرځاى د ملت په بوديجه پرته له ترميمه د پوليسو او ملي اردو د سرتيرو د سر په بيه او زيان ساتل کېږي، کېداى شي پنځو کلونو کې کنډواله شوي ولې ورڅخه د ملت لپاره ګټه وانخستل شوه؟
٣ - د پلازمېنې او نورو سترو ښارونو ترمنځ څو نوې لارې او کوم سړکونه جوړ شوي؟
٤ - هغه جوړ سړکونه چې په لاس ورغلل د هغو حالت څنګه دى؟ د موټر چلولو وړ دى؟ ساتنه يې شوي؟ ايا په دغه سړکونو د هېوادوالو کورنى پيداوار يا محصولات په کور دننه له يوه ځايه بل ځاى ته سم رسېدلى شي؟
٥- دغه سړکونه د تګ لپاره خوندي دي؟ په لارو کې د بډيالو او حکومت له لورې د موټوروانانو چور نه دى روان؟
دا چې ګاونډي هېوادونه سړکونه او د اورګاډي پټلۍ د هېواد تر پولو رارسوي او نړيوال د خپلو ګټو لپاره هوايي لارې را جوړي او حکومت يې په پرانيستلو ناقانونه کمپاين کوي، دا د هېواد لپاره پرمختګ لږ او په لوى لاس د افغانستان ولس اړتياوې په نورو پورې تړل او هېواد په پرديو د تکيې لور ته ټيلوهلو ستر ملي خيانتونه دي.