د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام - د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت
تړاو کاپي کاپي شو
د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام - د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت
که د ملکي هوايي چلند اداره د کابل هوايي ډګر چلولو وړتيا نه لري بايد لغوه او امارت د نېغ تړون وکړيکه د ملکي هوايي چلند اداره د کابل هوايي ډګر چلولو وړتيا نه لري بايد لغوه او امارت د نېغ تړون وکړي
تړاو کاپي کاپي شو
که د ملکي هوايي چلند اداره د کابل هوايي ډګر چلولو وړتيا نه لري بايد لغوه او امارت د نېغ تړون وکړي
ويل کېږي دغه اداره د کابل هوايي ډګر چلولو لپاره قتر(ط) سره تړون لاسيک کوي. دغه اداره بايد ملت ته ځواب وکړي چې ټول هېواد کې هېڅوک نشته چې ميدان چارې وچلوي؟
هېواد کې د يرغلونو، ناامنيو او ناخوالو سبب زموږ د حکومتونو ناوړه چلند چې د سياسي موخو لپاره خپل ولس پرځاى بهرنيو اړيکو او مرستو ته لومړيتوب ورکوي. تېرحکومت دولتي ادارې د افغانانو شاته کولو او پرديو ته موقع ورکولو لپاره کارولې، دغو ادارو کې پاتشوني امارتوال ورته چلند ته هڅوي، بايد هوښيار شئ.
ستونزه هغه وخت راځي کله چې بهرني مرستندويه بېشانه ګټې وکړي چې د ساتلو لپاره يې بيا ستونزې جوړوي.
امارتوالو ته مشوره: خپله کار وکړئ يا نورو هېوادوالو څخه مرسته وغواړئ. ريښتيني خپلواکى په لور تګلاره داسې وټاکئ: نړيوالو څخه مالي او جنسي مرستې واخلي خو چارې بايد خپله ترسره کړئ.
خيالي هوايي او ځمکنيو دهلېزونو پرځاى کورنيو چارو کې لږ عمل پکار دىخيالي هوايي او ځمکنيو دهلېزونو پرځاى کورنيو چارو کې لږ عمل پکار دى
خيالي هوايي او ځمکنيو دهلېزونو پرځاى کورنيو چارو کې لږ عمل پکار دىخيالي هوايي او ځمکنيو دهلېزونو پرځاى کورنيو چارو کې لږ عمل پکار دىخيالي هوايي او ځمکنيو دهلېزونو پرځاى کورنيو چارو کې لږ عمل پکار دى
تړاو کاپي کاپي شو
خيالي هوايي او ځمکنيو دهلېزونو پرځاى کورنيو چارو کې لږ عمل پکار دى
خيالي هوايي او ځمکنيو دهلېزونو پرځاى کورنيو چارو کې لږ عمل پکار دى
له دننيو ستونزو څخه د تېښتې لپاره د خيالي هوايي او ځمکنيو دهلېزونو پرانستل او د ولس تېرايستلو غيرمسلکي او غيراخلاقي تېروتونو پرځاى حکومت بايد لاندې پوښتنې ځواب کړي
١- تېرو څو کلونو کې له لسګونو هوايي شرکتونو څخه ولې يوازې دوه پاته دي هغه هم په زيان چلېږي؟
٢ - هغه هوايي ډګرونه چې نړيوالې ټولنې جوړ او حکومت ته وسپارل هغه د ګټې کولو او کار ورڅخه اخيستلو پرځاى د ملت په بوديجه پرته له ترميمه د پوليسو او ملي اردو د سرتيرو د سر په بيه او زيان ساتل کېږي، کېداى شي پنځو کلونو کې کنډواله شوي ولې ورڅخه د ملت لپاره ګټه وانخستل شوه؟
٣ - د پلازمېنې او نورو سترو ښارونو ترمنځ څو نوې لارې او کوم سړکونه جوړ شوي؟
٤ - هغه جوړ سړکونه چې په لاس ورغلل د هغو حالت څنګه دى؟ د موټر چلولو وړ دى؟ ساتنه يې شوي؟ ايا په دغه سړکونو د هېوادوالو کورنى پيداوار يا محصولات په کور دننه له يوه ځايه بل ځاى ته سم رسېدلى شي؟
٥- دغه سړکونه د تګ لپاره خوندي دي؟ په لارو کې د بډيالو او حکومت له لورې د موټوروانانو چور نه دى روان؟
دا چې ګاونډي هېوادونه سړکونه او د اورګاډي پټلۍ د هېواد تر پولو رارسوي او نړيوال د خپلو ګټو لپاره هوايي لارې را جوړي او حکومت يې په پرانيستلو ناقانونه کمپاين کوي، دا د هېواد لپاره پرمختګ لږ او په لوى لاس د افغانستان ولس اړتياوې په نورو پورې تړل او هېواد په پرديو د تکيې لور ته ټيلوهلو ستر ملي خيانتونه دي.
که د کابل د حکومت په چارواکو کې لږ هم ماغزه واى نو هېواد به داسې يو هوايي ډګر درلود چې د سيمې تر ټولو ستر، ارزانه او خوندى ډګر به وو.که د کابل د حکومت په چارواکو کې لږ هم ماغزه واى نو هېواد به داسې يو هوايي ډګر درلود چې د سيمې تر ټولو ستر، ارزانه او خوندى ډګر به وو.
تړاو کاپي کاپي شو
که د کابل د حکومت په چارواکو کې لږ هم ماغزه واى نو هېواد به داسې يو هوايي ډګر درلود چې د سيمې تر ټولو ستر، ارزانه او خوندى ډګر به وو.
که د کابل د حکومت په چارواکو کې لږ هم ماغزه واى نو هېواد به داسې يو هوايي ډګر درلود چې د سيمې تر ټولو ستر، ارزانه او خوندى ډګر به وو.
افغانستان په وچه کې راګير هېواد دى، په تېره لسيزه کې هېواد سره بېشانه مرستې وشوې، خو اوس هم د هېواد هوايي ډګرونه د سيمې پکچه ٤ برابره ګران دي.
د اماراتو څخه روسۍ ايلوژن ٤٠ ټنه او بوينګ ٧٤٧ ، ١٠٠ ټنه کارګو الوتکې شته چې کابل ته بار له ١ ډالر څخه تر ١٫٢٥ ډالره په کيلو وړي، خو له کابل څخه د امنيتي مشکلاتو او په ميدان کې د تيلو لوړ نرخ، پارکينګ، د توکو بارولو او ښکته کولو د اسانتياوو نشتون له امله ٢ ډالره کېږي او ډېري الوتکې نغواړى له کابله مال يوسي او له هېواده په تش وتلو خوښې وي.
کابل ته تلونکې کارګو الوتکې له اماراتو څخه کابل او بيا له کابل څخه کراچۍ يا هانکانګ ته تشې ځي او له هغه ځايه کارګو ځکه راوړي چې په کابل هوايي ډګر کې د هر څه نرخونه د دنورو په پرتله ٤ برابره لوړ دي.
هسې چې د ښاغلي متفکر په پروګرام کې داسې څه وه، شته او که نه؟
خو زما په پروګرام کې د هېواد هوايي ټرانسپورټ کې پانګونې لومړيتوب درلود او لري يې.
د تيلو پمخه ښه، په هايدروجن چليدونکى موټر بازار ته راووت
تړاو کاپي کاپي شو
د تيلو پمخه ښه، په هايدروجن چليدونکى موټر بازار ته راووت
د تيلو پمخه ښه، په هايدروجن چليدونکى موټر بازار ته راووت
"ميرى" په هايدروجن او اکسيجن چليدونکى موټر به د ټويټا کمپنۍ راتلونکې مياشت په جاپان کې بازار ته وړاندې کړي چې د لوګي پرځاى د اوبو بخار باسي. د لومړيو څو سوه موټرو نرخ به ٣ ميليونه افغانۍ شاوخوا وي.
بوينګ ٧٣٧ مکس ٨ ماډل نويو الوتکو دويمه الوتکه هم وغورځېدلهبوينګ ٧٣٧ مکس ٨ ماډل نويو الوتکو دويمه الوتکه هم وغورځېدله
تړاو کاپي کاپي شو
بوينګ ٧٣٧ مکس ٨ ماډل نويو الوتکو دويمه الوتکه هم وغورځېدله
د متحده ايالاتو الوتکو جوړولو کمپنۍ بوينګ چې د بوينګ ٧٣٧ مکس ٨ ماډل الوتکو له پاره له ډېرو هېوادو څخه شاوخوا پنځه زره غوښتنې لري خو په تېرو پنڅو مياشتو کې ددغې نوې ماډل، دويمه الوتکه ده چې د الوتنې څو لومړيو شېبو کې غورڅېږي او ټول سپاره يې وژل کېږي. لومړۍ الوتکه په اندونيشيا کې پنځه مياشتې وړاندې او دادى په ١٠ د مارچ ٢٠١٩ دويمه الوتکه په اتوپيا کې وغورځېدله.

ويل کېږي بوينګ کمپنۍ د ٧٣٧ مکس ٨ ماډل تر اوسه ٣٥٠ الوتکې خپلو باىپارانو ته ورکړي. تېره اونۍ د انډونيشيا لاين هوايي شرکت الوتکه کې د وژل شويو خپلوانو د بوينګ کمپنۍ پر بډ يا خلاف محاکمې ته تللي، د دوى شک دى چې دغو الوتکو کې داسې سيستم سمبال دى چې که سيستم پوهه شي چې په هوا کې الوتنه ودرېده نو د الوتکې پوز ښکته کوي چې د غورځېدو لامل کېږي.

هغه هېوادوال چې هوايي سفرونه کوي که کېداى شي نو د بوينګ ٧٣٧ مکس ٨ ماډل الوتکو کې سفر مه کوئ.

د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام - د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت