له ټاکنو وړاندې مو ولس، حکومت او سياستوالو ته د رڼو ټاکنو لپاره د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام لخوا وړانديزونه، لارېچارې او مرستې څرګندې کړې (ولولئ...) چې ښکېل لوري په رڼو ټاکنو مجبورولاى شي، چې يو له وړانديزونو "کره رايه اچونه او له درغليو خوندي رايې شمېرل" وو.
د ټاکنو درې مهم پړاونه چې د ټولنيز عدالت پر بنسټ د رايې مرکزونه ټاکل، د رايه ورکوونکو سم راجيسټرول او تر ټولو خورا ډېر مهم او د پاى پړاو چې د رايې اچونې پروخت د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک ماشين له مرکزي ډيټابېز سره تړل، پمرسته يې د رايه ورکوونکي پېژندل، رايه ورکول، سمدلاسه د رايو ماشيني شمېرل او د رايې مرکزونو کې د رايو لاسي شمېرل وو.
کمېسيون د ټول ولس خو په ځانګړي ډول د ولسي جرګې نوماندانو، څوک چې به د هېواد راتلونکي قانون جوړونکي وي په سترګو کې خاورې واچولې او د رايو مرکزونو کې يې د رايو شمېرنه ترسره نکړه. د تېرې خالي يا شنبې په ورځ هېواد کې د ولسي جرګې د رايې اچونې څخه وروسته د رايو بکسونه ځينې نوماندانو او نور د کمېسيون غړو بار او په کمېسيون کې يې اټمبار کړل. چې کمېسيون به يې پخپله خوښه شمېري او د خوښې کسان به بريالي اعلانوي. د ټولې نړۍ له انده د رايې اچونې په مرکز کې رايې نه شمېرل درغلي ده، درغلي ده، درغلي ده.
د کندهار په قدرمن او غمځپلي ولس، نوماندانو او حکومت غږ کوو چې په کندهار کې د ټاکنو کمېسيون اړ کړي چې د نوماندانو، څارونکو، رسنيو او اړند کسانو په شتون کې او د رايې اچونې په پاى کې، د رايې په مرکزونو کې ورکړل شوې رايې وشمېري او پايلې يې سمدلاسه خپرې کړي. د کمېسيون لپاره به دا شرم وي چې ټول هېواد کې د ټاکنو له تجربه کولو وروسته يوازې د کندهار ولايت کې هم سمې ټاکنې ترسره نکړي.
قدرمن نوماندان، څارونکي او ولس چې رڼې ټاکنې غواړي موږ يې مرستې ته چمتو يو چې نن او سبا د دوى په غوښتنه، داسې پروګرام ورکړو چې د خپل ګرځنده ټليفون له لارې د رايو بهير، د شمېرنې د غونډې پيل، د شمېرنې بهير، د پايلو اعلان او شمېرل شوې پايلې له هر مرکز څخه د هر نوماند په اړه خپرې کړي.
په هېواد کې د سوکالۍ او پرمختګ په هيله.
په درناوي
نور رحمان لېوال