https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
Noor Rahman Liwal Good Governance Program - Independant Election Commision
Copy link Copied
د ټاکنو او شکايتونو کميسيونو برياليو کميشنرانو ته مبارکي وايو، نور رحمان لېوال، ١٣٩٨ کال ولسمشرۍ خپلواک نوماند
Copy link Copied
د ولسمشرۍ د نوماندانو په غوښتنه کمشنران بايد د جمعې په ورځ کميسيونو ته ورپيژندل شوي واى خو نن هم ناوخته نه دى، هېچا ونشوکولاى چې بريالي کمشنران بدل کړي، دغې کړنې هغه تورونه هم رد کړل چې ګني په کميسيون کې بهرنيان لاس لري. اوس دغه کميشنران او د ولسمشرۍ نوماندان د هېواد په تاريخ کې تر ټولو ستر ازمېښت سره مخ دي، ځکه حکومت رڼو ټاکنو ته ژمن نه ښکاري، که راتلونکې ټاکنې نابريالۍ شوې د ولسمشرۍ نوماندان به د کميشنرانو په ټاکلو تورن وي او کميشنران په ناوړتيا. خو موږ ټول بريا ترلاسه کولاى شو او هم ملت له ناورين څخه ژغورلاى شو، که په ايماندارى، صداقت او زيار مو لاندى دندې څنګ پرڅنګ ترسره کړې او وخت مو بېځايه تېر نه کړ.
لومړى دنده: د ولسي جرګې ناندريزې او نيمګړې ټاکنې بشپړول
د ولسمشرۍ د نوماندانو، کميشنرانو او حکومت لومړى دنده ده، چې د ولسي جرګې ناندريزې او نيمګړې ټاکنې بايد داسې بشپړې کړي چې حق حقدار ته ورسېږي او ژر تر ژره ولسي جرګه پخپل کار پيل وکړي. د ولسې جرګې ټاکنو کې حکومت، تېر کميسيون او د ټاکنو سيستم دريواړه ګرم دي، خو حکومت له خپل واک څخه ګټه پورته کړه او يوازې د کميسيون مشران يې پړه وبلل، له دندوو يې ګوښه کړل او له هېواد څخه وتل يې پرې بند کړل. د يادونې وړ ده چې د ولسي جرګې ټاکنو کې يوازې له کابل څخه د ٣٣ څوکيو لپاره ٨٠٤ نوماندانو برخه اخيستې وه چې ١١٩ يې ښځې وې. ټول د ولسې جرګې٢٥٠ وکيلان ټاکل کېږي او ويل کېږي چې د ولسې جګرې ټاکنو شاوخوا ٤١٦ ټپيان او شهيدان درلودل.
دويمه دنده: د ولسمشرۍ د نوماندانو وروستۍ لست خپرول
د کميشنرانو دويمه دنده داده چې د ولسمشرۍ د نوماندانو وروستۍ لست جوړ او خپور کړي، د تېر کميسيون ټاکلې نېټه ده ٥ د وري چې ٢٦ مارچ سره سمون خوري.
دريمه دنده: د ولسمشرۍ رڼو ټاکنو لپاره په نويو تخنيکونو سمبال سيستم جوړول
داسې روڼ سيستم جوړول چې د ټاکنو راجسټر، پېژند، رايه ورکول او سمدلاسه رايه شمېرل ټول په نوي تخنيک سمبال او بايوميټرک شي، زه د نوې ټکنالوژۍ د تخنيکپوه او يو نوماند په توګه په دغه برخه کې هرې همکارۍ ته تيار يم.
Main Image