نن مو له هيله من نوماند ښاغلي قادري او ښاغلي دوست زاده سره ناسته کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په بهير، ولسواکۍ، د نوماندانو په کاري ډلو کې په قومي او مديريتي جوړښتونو او رڼو ټاکنو ژورې خبرې درلودې.
د ناسې په پاى کې مو په شريکه پريکړه وکړه چې ډېر ژر بايد د ولسمشرۍ د هيله منو نوماندانو سره د رڼو ټاکنو او د ولسمشرۍ د ټاکنو په بهير کې د سمون او همغږۍ په موخه ګډه رسنيزه غونډه يا پريس کانفرانس ولرو.
په دې اړه مو ژمنه وکړه چې موږ به هر يو هڅه وکړو ترڅو نور د ولسمشرۍ نوماندان همغږۍ ته راوبولو. د ولسمشرۍ ټولو قدرمنو نوماندانو ته بلنه ورکوو چې د همغږۍ په دغه غونډه کې د ولسواکۍ د پياوړتيا او رڼو ټاکنو رامنځته کولو په موخه ګډون وکړي چې په پاى کې به د رڼو ټاکنو لپاره شريک پريکړه ليک ولرو.
اړيکې
liwal@nrliwal.com
Skype: nrliwal
fb.com/nriwal
0766254925