د رڼو ټاکنو لپاره د ټاکنو درې پړاونه، د ټولنيز عدالت پر بنسټ د رايې د مرکزونو وېش، د رايه ورکوونکو کره راجسټر او سمدلاسه د رايو شمېرنه ده. چېرته چې ټاکنې نه ترسره کېږي، هلته د ولس حق بايد په بله بڼه ورکړل شي. تېرو ټاکنو کې حکومت په ټاکنو لوبې کړي او کوي يې. نو موږ په ولس، حکومت او کمېسيون او هيله مندو نوماندانو غږ کوو چې بايد د رايو مرکزونه، رايه ورکول، او د رايو شمېرلو د کسبڼپېژندنې يا بايوميټرک سيستم سره تړلى وي چې په مرسته يې د راجسټر، پېژندلو، رايه ورکولو او د سمدلاسه شمېرلو پروسه کره او له هر ډول جعلکاريو خوندي وي. رايه ورکول بايد په رايې پاڼه او هم په ماشيني ډول وي او رايه بايد سمدلاسه د ټولو پروړاندې د ټاکنو په ورځ په مرکزونو کې وشمېرل او اعلان شي. ماشيني د شمېر سيسټم بايد په ځنځيريز- تړاو يا بلاکچېن سمبال وي ترڅو لاسوهنې ناشونې شي او د بيا شمېرنې وړ وي، که د ټاکنو خپلواک کمېسيون او حکومت دا وړتيا نلري موږ يې وړيا ورکوو.
ښاغليو نوماندانو راځئ چې موږ او تاسې په ګډه لومړى د ټآکنو خپلواک کمېسيون سره همکاري وکړو او د ټاکنو پروسه رڼه او له درغليو پاکه کړو، بيا نومليکنه وکړو. د ١٣٩٣ ولسمشريزو ټاکنو له هغه تجربې چې موږ ١٧ نوماندان يې له لومړي ليست څخه محروم کړلو، بيا وروسته له محرومېدو مو مرکې او جرګې کولې راځئ دا کلتور بدل کړو او له نومليکنې وړاندې د ولسواکۍ د پياوړتيا لپاره سره جرګه شو او د ورته ناخوالو مخه ونيسو، زموږ له انده دغه مخنيوى په لاندې ټکو کېداى شي.
١- د ټاکنو خپلواک کميسيون بايد پدې مکلف وي چې د ټاکنو پروسه يې ټولو نوماندانو او ولس ته د منلو وړ وي.
٢- د نومليکنې په ورځ بايد کميسيون دا وړتيا ولري چې ملاتړې يا تائيدي رايې او اسناد وګوري، بيا نوم ليکنه وکړي.
٣- چېرته چې کمسييون ټاکنې نشي ترسره کولاى هلته به اړوند نوماندانو ته د رايو د بانکي اټکلونو لمخې د رايو سلنه ورکول کېږي.