https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د مرستو مديريت سمون غواړي
د مرستو مديريت سمون غواړي
Copy link Copied
هېواد لپاره يو ميليارد ډالرو مرستو په راټولو له نړيوالې ټولنې خو ځانګړي ډول جرمني څخه مننه کوو چې سخت وخت کې يې د ټولو مرستو ترنيمو لا ډېره ژمنه وکړه. هيله ده ددغو مرستو وېش کې د تېرو څو لسيزو ناانډوليو مخنيوي پموخه ګامونه پورته کړل شي، حل لپاره زما وړانديز لومړى يادونه کې وګورئ.

حل دادى چې د ملګرومتلو او حکومت سربېره په مساوي ډول افغان خيريه ټولنې او ولسي برخه (خصوصي سکټور) د پرانستې حکومتوالۍ پربنسټ د پانګې مديريت او څارنه کې شريک شي چې دغه مرستې د وړيا ويشلو پرځاى د کار په بدل کې ورکړل شي نو اړمنو سره مرسته وشي او هم په هېواد کې د کاروبار ودرېدلاى څرخ روان شي.

د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام لاندې موږ د څارنې لپاره کمپيوټري اوزار جوړ کړي چې دغه برخه کې ستره مرسته کولاى شي، موږ حکومت او نړيوالې ټولنې سره همکاري ته چمتو يو.

نور رحمان لېوال