تړاو کاپي کاپي شو
حکومت څو کاري مياشتې په #Afghanistan2020 غونډه له لاسه ورکړې او هلته يې د کال شاوخوا ٣ ميليارده مشروتو/مشروطو مرستو يوازې وعدې ترلاسه کړې!

خو هېواد يې ټوله نړۍ ته له پساته ډک، ګدايګر او ناتوانه وروپېژانده چې له ٢٠ کاله مرستو څخه ورسته هم نشي کولاى خپلې اړتياوې پوره کړي. ددغو مرستو ٥٪ څخه ډېرې ولس ته چې په ريښتنې ډول ورته اړتيا لري نه رسېږي.

هم يې د هېواد په ټولو چارو کې پرديو او د هغو لاسپوڅو ته د لاسوهنې لارې پرانستې. ددغه خيرات راټولولو پرځاى که دغه سيک او هڅې کوم ځايي پرمختګ ته ځانګړې شوې واى هرومرو به يې ګته په سلګونو چنده ډېره وه او هم د هېواد او هېوادوالو وقار به پرځاى وو.که موږ پردغه وړه خبره پوهه شولو بيا موږ له نورو څخه د مرستې غوښتلو پرځاى مرستې کولاى شو.

همدارنګه له ملت جوړونې وړاندې په پرديو مرستو اډانه جوړونې پايله په ويډيو کې وګورئ، په پرديو مرستو جوړشوي تاسيسات ولس خپل نه ګڼي، ړنګول او چورکول يې ورته غنيمت ښکاري، همدارنګه په ورته چارو تپلشويو حکومتونو او چارواکو ته ولس ګناهګار ښکاري او د هغوى په ځورولو، لوټلو او وژلو له هېڅ څخه دريغ نه کوي. ځکه زه د پرديو پرمټ او سرچينو جوړونې بديال يا مخالف يم او افغانان خپلواک سياست او پرخپل مټ جوړونې ته رابولم.

نور رحمان لېوال
نور انځورونه
لاسوند