افغانستان٢٠٢٠ #Afghanistan2020 کانفراس کې يې بايد شل کړوافغانستان٢٠٢٠ #Afghanistan2020 کانفراس کې يې بايد شل کړوافغانستان٢٠٢٠ #Afghanistan2020 کانفراس کې يې بايد شل کړو
تړاو کاپي کاپي شو
افغانستان٢٠٢٠ #Afghanistan2020 کانفراس کې يې بايد شل کړو
#افغانستان٢٠٢٠ غونډه د نومبر ٢٣-٢٤ جنيوا کې افغانستان لپاره له ٢٠٢١ - ٢٠٢٤ پورې د مرستو راټولو لپاره د پنلنډ (فنلنډ) هېواد، ملګروملتو او افغانستان حکومت(خو تش په نوم) کوربتوب د شاوخوا ٧٠ هېوادونو بهرنيو چارو او نړيوالو مرستندويه ادارو د استازو په ګډون راغوښتل کېږي.
#افغانستان٢٠٢٠ د مرستو راټولولو غونډه د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېره اړينه ده چې بايد افغان ولس دغه مرستې د خپلو کړاونو او هېواد کې ناخوالو د له منځه وړلو لپاره وکاروي. نه دا چې يو څو نور جنګسالاران او معاملګر پرې مست شي او د ملت وينې وزبېښي. نن د پنلنډ د بهرنيو چارو Ulkoministeriö - utrikesministeriet وزير Pekka Haavisto کابل ته راغلى لکه د تل په شان حکومتي چارواکي د خپلو دندو ساتلو، پسات او چرچو لپاره مرستندويو ته ريښتيا نه وايي يا هغوى سره په وېش کې شريکېږي!
افغانستان چې د هېواد ټولې ګټې ٣١-٧٥٪ له بهرنيو مرستو راځي او ٥٥-٩٠٪ افغان ولس بېوزله دى، او پنلنډ ١٪ د هېواد ټولې ګټې نورو ته د مرستې په ډول ورکوي! همدارنګه هېواد کې د بيوزلۍ او ځور ننداره د ماشومانو د خوراک، لکړو او سرتېري له ټپونو کولاى شئ او يوه وړکې بېلګه يې د بهرنيو چارو وزارت د ناستې مېز او بل عکس کې د ٤ اروپايي وزيرانو د ناسې مېز څخه لګولاى شئ.

لکه تېرو ٢٠ کلونو کې مو وليدل دغه بېخرته بهرنۍ مرستې يوازې د يو څو نړيوالو خيريه موسيسو، کاروباريانو، مرستندويه ادارو، د بهرنيو کارکوونکو او د افغان حکومت د پسات ښکار کېږي، نو ځکه په ټولو غږ کوم چې راځئ په ګډه #افغانستان٢٠٢٠ #Afghanistan2020 کانفراس ته داسې وړانديزونه، نيوکې او ګړنلارې ورواستوئ چې په هېواد کې ددغو مرستو څخه ټول هېوادوال برخمن شي، پسات، ناوړه حکومتولي، شراکتي حکومتولي او ناوړه سياسي معاملو ته د پاى ټکى کېږدي.

زما يو وړانديز دادى چې دغه مرستې بايد په درې برخو ووېشل شي يوه برخه يې د افغانستان حکومت، دويمه خيريه موسيسو او دريمه ولسي برخه (خصوصي سکټور) ته ورکړل شي ترڅو په هېواد کې سولې او پرمختګ سره مرسته وکړي. بشپړ وړانديز دلته اhttps://www.noorrahmanliwal.com/nt/?gnh=1766&zbh=en او په #StopTheAfghanistanDebtTrap پيدا کولاى شئ. ددغه وړانديز ملاتړ وکړئ او ورته وړانديزونه #Afghanistan2020 هشټګ لاندې شريک کړئ.

همدارنګه د نومبر ٢٣-٢٤ په ورځ د #Afghanistan2020 او بل غوره هشټګ کمپاين لپاره چمتو شئ، د مرستو د سم لګښت په اړه ليکنې وکړئ ترڅو مرستندويه خبر او د مرستو په سمه توګه لګولو ته حکومت او نړيوال اړ کړو. که دا نه کوى نو په افغانستان کې وينه توېدل او جګړه کله هم پاى ته نه رسېږي.

د هوسا او پرځانبسيا افغانستان په هيله
نور رحمان لېوال
#نرلېوال #سمون_غورځنګ