https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د ولسي جرګې ستاينه او ملاتړ کوو چې "د پيسو نړيوالې پانګې (IMF) " څخه يې د ارګ ١٧ ميلياره افغانيو پور غوښتل په غوڅ ډول رد کړل، په ولس غږ کوو چې خپل راتلونکي نسلونه له پوروړيکيدو څخه وژغوري، نور رحمان لېوال
Copy link Copied
ولسي جرګې د ارګ له لوري "د پيسو نړيوالې پانګې" يا "د پيسو نړيوال وجهي صندوق" څخه د کرونا سره د مبارزې په موخه د ۱۷ ميليارده افغانيو پور په غوڅو رايو رد کړ چې موږ يې هرکلى او ملاتړ کوو. د يادونې وړ ده چې تېرو شلو کلونو کې له ميليادرونو نړيوالو مرستو سره چې د کابل حکومتي ادارو يې لا د نيمو لګولو وړتيا نه درلوده او ډېرى مرستې بېرته مرستندويو هېواد ته واپس شوي، خو نادوده داده چې په ٢٠١٨ز کال کې افغانستان ١٣٥٣مليونونه ډالر له نړيوالو څخه پوروړى شوى. هر افغان ناخبره ٤٠ډالر پوروړى دى، په دغه اړه موږ د ماليې وزرات څخه د مالوماتو غوښتنه کړې چې هېواد د چا پورړوى دى، خو دوى دغه ډول مالومات شريکول نه غواړي؟!

په هېوادوالو غږ کوو چې بيدار شي او په نړيوال غږ وکړي، د کابل هغه حکومت چې ټوله نړۍ يې په پسات/فساد کې سرکښ بولي، پور ورکولو مسئوليت افغان ولس نه اخلي، لومړى به ولس پرېنږدي چې دا حکومت پور وکړي. همدارنګه افغان ولس او د هغه په استازيتوب موږ په نړيوالو غږ کوو چې له دغه حکومت څخه وروسته به افغان ولس هېڅ حکومت ته اجازه ورنکړي چې د دوى پور ونه ادا کړي، نړيوال بايد خبر وي.

د ١٣٩٠ کال ولسمشريزو ټاکنو پروخت ما وړاندوينه کړې وه چې ارګ ترشاه نړيوال دسيسګرو لاس دى چې غواړي افغانستان د تل لپاره پوروړى او مات کړي، د کابل حکومت ٥٠٪ وړيا مرستو بوديجې نشې لګولاى د پورونو د پرځاى لګولو توان خو هېڅ نه لري، نور ويډيو کې وګورئ.
افغانان بايد خپل راتلونکي نسلونه له پوروړي کېدو وژغورئ، د ١٣٩٣ ټاکنو پر مهال مو خپلو ملاتړو او مينوالو ته ويل، چې ښاغلى غني د "کاروبار په دوران" نه پوهېږي او د هېواد اقتصاد به سخت خراب کړي، چې نن يې ټول په ځان ويني او مني.
دا خبره مو د غني د کړو وړو په ارزونه کوله چې د هغه وخت حکومت کې يې سلاکارۍ، پوهنتون رياست او ماليې وزارت کې ترسره کول. کله چې غني د ماليې وزير وو د هغه تره ښاغلي کوچي په لاس مو وړانديز ورولېږه، "که هېواد ته په خامو توکو راوړلو له ٥ تر١٠ کاله ماليه وانخيستل شي او په پخو توکو له ١٠٠٪ تر ١٠٠٠٪ ماليه واخيستل شي نو پنځه کاله کې هېواد پخپلو پښو درېږي". کوچي وړانديز ور رسولى وو او د غني ځواب وو" چې د بازار عرضه او تقاضا به څنګه پوره کېږي؟ زه پوه شوم چې ښاغلى غني په اقتصاد نه پوهېږي.
اوس ټول يو ځل بيا خبروم، که دا ځل مو ښاغلى غني بريالى کړ، غني به له نړيوالو ادارو زښت ډېر پورونه وکړي او د دغو پورنو ٩٠٪ به د پسات (فساد) ښکار شي، چې راتلونکي کې به هر افغان بچى ان د مور په خېټه کې د نړيوالو اقتصادي ادارو پوروړى وي.

اوس چې حکومت نړيوالو د خپلو موخو لپاره وتاپه هېوادوال بايد "د پورکول نه پرېښودل د ملت ژغورل" چيغه بدرګه کړي او هم د پړسيدلو مرستو په نوم راغلې پانګه بايد کابو کړل شي.

نور رحمان لېوال