https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
Home > ماسټر پلان
ماسټر پلان
د محمد اغې ولسوالۍ پراختيايي پروګرام اړتيا او پرمختګ په هوايي لارو کې پانګونه بايد زموږ لومړيتوب وي، ځکه چې افغانستان په وچه کې راګير هېواد دى، که له يوې خوا دا يوه ننګونه ده، له بلې خوا دا يو فرصت هم کېداى شي، خو شرط دادى، چې ولس، سوداګر او دولت په ګډه، همکارۍ او پانګونې ته لاره هواره کړي. زما پر اند تر څو ولس ځان په ملي لارو او شتمنيو کې شريک احساس نکړي تر هغو به هر څه له ګواښونو سره مخ وي. خصوصي هوايي شرکتونو ته له جواز ورکولو څخه روسته ددې وخت رارسيدلاى، چې خصوصي هوايي ډګرونو ته هم جواز ورکړل شي. د محمداغې ولسوالۍ موقعيت ته په پام زه وړانديز کوم، چې زما د ولسوالۍ ولس د لومړي خصوصي هوايي ډګر وړانديز وکړي. زما وړانديز به ولسوالۍ ته کار، پرمختګ او سوله راولي، زه ډاډمن يم چې زما د ولسوالۍ وياړلى ولس ښه ژوند، پرمختګ او ټول هېواد ته د پرمختګ ماډل وړاندې کولو وياړ غواړي. زما وړانديز به ولسوالي د هېواد په کندو بدله او هر وګړى به يې ستر شتمن شي او بچي به يې تر پيړيو ددغه وړانديز لامله د پرتمين ژوند خاوندان وي. ولې لوګر او محمداغه ؟ د لوګرسوداګريز هوايي ډګر لپاره د لوګر ولايت د مرکزيت او د هېواد څلورو خواوو څخه د ټرانسپورټ د اسانتياو د درلودلو او محمداغې ولسوالۍ، د لوګر – کابل سړک هېواد له پلازمېنې، شمالي او ختيځې سيمې سره نښلوي. د لوګر-ګردېز سړک سويل لوېديځې او لوېديځې سيمې سره نښلوي، د لوګر هوا د خوراکي توکو د ساتنې لپاره غوره ده. د لوګر سياسي ثبات هم د نورو سيمو په پرتله سم دى، همدارانګه د محمداغې ولسوالۍ توکميزترکيب هم د ګڼخېلۍ پربنسټ دى. يادونه: د محمداغې ولسوالۍ د دولت کلا دښته له کلونو راهيسي د ډيرو حکومتونو لخوا د هوايي ډګر د جوړيدو لپاره ټاکل شوې او پلان شوې، که څوک دکوم پلان نکل ولري هيله ده شريک يې کړي. وړانديز سره به ځينې ناخبره، منفي، ځانپاله، بهرني لاسپوڅي د ولسوالۍ، ولايت، هېواد او سيمې دښمنان خپل سخت غبرګونونه وښيي او د ولسوالۍ د ولس د تېريستلو هڅې به پدېموخه ګړندۍ کړي چې د ولسوالۍ بيوزله يا غريب ولس ډوډۍ نلري او لېوال ورته وايي چې کلچې وخورئ، دوى به ددغه وړانديز لپاره پانګه، امنيت، تجربه او د دولت اجازه نه ورکول، د ولسوالۍ ولس ته بانې او هيلې کړي، زه د ولسوالۍ ولس ته ډاډ ورکوم، چې په پاک خداى، خپل ځان او زما په نيک نيت باور وکړئ، د دښمنانو ډنډورو ته دې غوږ کوڼ کړي، موږ د هېچا څخه کم نه يو، که نېکه او پخه اراده مو وکړه، د نړۍ سيالان به شو. د وړانديز د برياليتوب لپاره د ولسوالۍ د ولس څخه هيله ده، چې د ډنډورو پر ځاى پر لاندې خبرو ژور غور او فکر وکړي: ١- د وړانديز په کومه برخه کې، کومه چاره يا کار تر سره کولاى شي، ژرتر ژره دې د هغې چارې او کار لپاره خپل وړانديز او د اټکليز لګښت نرخ د وړانديز برخه کړئ. ٢- د وړانديز زيانونه، تاوانونه او ګواښونه، چې د ولسوالۍ کوم کس، کورنۍ، کلي، ولسوالۍ او يا هېواد ته کېداى شي شريک کړئ. ٣- په وړانديز کې پخپلو ګټو او تاوانونو باندې بشپړ غور وکړئ. ٤- په وړانديز کې د خپلې خوښې، زدهکړو او تجربو سره سمه دنده ولټوي او د هغې لپاره خپل غوښتنليک موږ سره شريک کړئ. ٥- د (محمداغې پانګونې تسدۍ) يا تصدۍ چې د پروژې لپاره د شرکت نوم ټاکل شوى، د خپلو احتمالي ونډو اخستلو اعلان وکړئ. د سوداګرو سره په همکارۍ هوايې ډګرونه چلول څه نوې خبره نده، بلکې د هندوستان ډيلي، بمبيي او حيدراباد ښارو، کوستاريکا هېواد او نورو هېوادو کې ورته هوايي ډګرونه شته، چې د سوداګرو يا دولت او سوداګرو په شراکت چلېږي، د هغو له تجربو او تګلارو څخه پګټه اخستنه، او د هېواد ځانګړو حالاتو لمخې د لاندې او نورو شرتونو په ورډېرولو د لوګر سوداګريز هوايي ډګر وړانديز هم بريالى کېداى شي: د لوګر سوداګريز هوايې ډګر ټولې چارې به د ولس او سوداګرو په ونډو او ملکيت د تسدۍ په ډول ترسرکېږي. تسدۍ نوم (محمداغې پانګونې تسدۍ ) زه وړانديزکوم، چې برخوال نور نومونه وړانديز کولاى شي. د لوګر سوداګريز هوايې ډګر پرمختيايي پروژه بايد لاندې چارې او پرمختګونه ولري تر څو بريالۍ شي:   1. بشپړ هوايي ډګر، چې د نړۍ د پرمختللو الوتکو د ناستې، پارک، بارونې، بېبارونې، تېلو او الوتنو اسانتياوې ولري. 2. هوايي ډګر بايد د هوايي لاروچارو فريزون برخه ولري. 3. هوايي ډګر بايد په نويو ټکنالوژيو سمبال برېښناګوټونه ولري. 4. هوايي ډګر بايد د وچو او تازه خوراکي توکو عصري ګدامونه ولري. 5. هوايي ډګر بايد د کورنيو او کارګرانو لپاره هستوګنې و لري‎، چې د نړۍ او هېواد د نويو ميارونو سره به، د شينهستوګنې، بسياهستوګنې ، ځايي موادو کارونې او وړبيې پر بنسټونو جوړوي. 6. هوايي ډګر بايد د خوراکي توکو د پيکينګ لپاره ځانګړې او عصري اسانتياوې ولري. 7. د چاپېريال ژغورنې لپاره پروژه بايد په هره برخه کې د بياکارونې يا ريسايکل عصري اسانتياوې ولري. 8. د توکو د څارنې، هر وخت او حالت کې ځايپرځاى او خونديکونې اسانتياوې ولري. 9. هوايي ډګر بايد د هېواد او نړيوالو معيارونو پر بنسټ جوړ شي. 10. تسدۍ بايد لومړى د هوايي ډګر شاوخوا او بيا د ټولې ولسوالۍ ځمکې د عصري کرنې او مالدارۍ لپاره په برابرولو کې له ولس سره همکاري وکړي. 11. تسدۍ بايد د خوراکي توکو بازار ولري. 12. هوايي ډګر بايد غوره ميلمستونونه ولري. 13. هوايي ډګر بايد غوره او بشپړ روغتون ولري . د لوګر د سوداګريز هوايي ډګر ځمکه بايد د پانګوالو ملکيت وي. تسدۍ به شاوخوا کليو ته د کټې پموخه، په زرګونو جريبه ځمکه، عصري کرنې او مالدارۍ ته په نويو تګلارو برابروي، د هوايي ډګر په شفه کليوالو باندې د کورنۍ پسر د ملکيت د سند سره وېشي. تسدۍ به له اړتيا سره سم د جوړولو د لګښت برخه ترلاسه کوي. د ولسوالۍ هغه غريبو کورنيو ته چې د کور پسر هېڅ ځمکه نلري، د تسدۍ د کرنې او مالدارۍ د ځمکې لسمه برخه، دغو بېځمکو کورنيو ته د ملکيت د سند سره، د هر کلي د وګړو د شمېر په پسر څو کسانو ته وېشي. ټولې ځمکې ولسي ملکيتونه دي، دولت يې يوازې د امانت ساتونکى دى، نوکله چې د ولسي ملکيت او ونډو په بنسټ داسې پروژه ځمکو ته اړتيا ولري، د بشري او نړيوالو قوانينو لمخې دولت اړ دى، چې د لوګر سوداګريز هوايي ډګر او محمداغې تسدۍ ته ځمکه، پرته له هېڅ ډول تاديې، خنډ او ځنډ څخه ورکړي. د تسدۍ امنيتي کسان بايد د هوايي ډګر د سرکټ (دايره چې الوتکه لوړوالى پکې کموي يا ډېروي) هستوګن وي. يوازې مشران د مسلکي اړتياوو لمخې د نورو سيمو ټاکل کېداى شي. امنيتي کسانو ته به نيمه تنخا د ونډو پشکل او نيمه نوره تنخا به يې نغدې ورکول کېږي، چې دده او د کورنۍ اساسي اړتياوي يې پوره کړي. ټولې نورې چارې د تسدۍ د برخوالو تر مستقيمي څارنې لاندې د مسلکي افغانانو لخوا ترسره کېږي، د اړتيا پر وخت به د نورو هېوادو مسلکي کارکوونکي هم په دندو ګمارل کېږي. د ناپيليتوب د ساتنې لپاره به په تسدۍ کې د هغو هېوادونو کارکوونکي کار نشي کولاى چې په افغانستان کې په جګړو کې ښکيل دي، لکه د ايران، پاکستان، عربستان، هندوستان، چين، متحده ايالاتو، روسيې او نورو، خو د دغو هېوادنو ملکي الوتکې او سوداګر هوايي ډګر کارولاى او پانګوال يې ونډې اخستلاى شي. هوايي دګر بايد "پريزون" يا د کار ازاده سيمه ولري چې نړيوالې کمپنۍ وکولاى شي هلته خپل دفتر په کرايه او يا د "جوړولو، کارولو او تسليمولو" پر بڼست د اسانتياوو ورکولو لپاره جوړ کړي. د تسدۍ څخه دولت بايد تر ٩٠ کالو د هېڅ ډول مالېي اخستلو حق ونلري. د لوګر سوداګريز له هوايي ډګر، څخه حکومت يا دولت پرته له نظارته هېڅ ډول د کارونې حق نلري، ترڅو د حکومت او د مخالفينو د ورانکاريو څخه په امان وي، دا به يوازې د سوداګريزو چارو لپاره کارېږي، تر هغو دولتي او حکومتي ادارې د لوګر سوداګړيز هوايي ډګر نشي کارولاى تر څو چې وسلوال مخالفين ولري. د افغانستان د دولت او حکومت وسلوال مخاليفن هم د لوګر سوداګريز هوايي ډګر نشي کارولاى، مخالفت او تخريب يې هم نشي کولاى او که يې کوي نو لومړى د ولسوالۍ او بيا د ټول هېواد دښمنان دي او مخالفت يې کومه سپيڅلې انګېزه نلري. د ملي اقتصادي خپلواکۍ د لاسته راوړلو لپاره ددې ډول بنسټيزو پروژو چې د ولسي ملکيت او ونډو په بنسټ پر مخ تللاى شي، که هر څوک ددغه ډول هڅو او کارونو مخالفت کوي هغه ته که نور څوک هر څه وايي خو زه په ډاډ سره ويلاى شم، چې ديني، ملي او بشري خيانت کوي. د لوګر سوداګريز هوايي ډګر برخوال دا ژمنه کوي، چې هوايي ډګر به د نا قانونه توکو او هلوځلو څخه خوندي ساتي. د لوګر نړيوال سوداګريز هوايې ډګر تسدۍ هراړخيزو ستراتيژو، تګلارو، کړنلارو، پروګرامونو، طرزالعملونو او نورو ته اړتيا لري. لومړى د ولسوالۍ په مسلکي کسانو اوبيا ټولو پانګوالو غږ کوم، چې را مخکې شي او خپله ونډه پکې واخلي، د اړتيا سره سم او د برخوالو په خوښه د تسدۍ ټول ونډوال به د ملي قوانيونو او نړيوالو معيارونو په بنسټ بيمه وي، لدې سره به د تسدۍ او ونډوالو پانګې خوندې وي. د تسدۍ د ډاډمن امنيت لپاره به د ټولو لوريو سره تړونونه کېږي. زموږ غيرتمن ولس تل د هېواد لپاره د سر او مال قربانۍ ورکړي، تل يې سترې ځاني او مالي سرښندنې زغملي دي، چې بېلګې يې په نړۍ کې نشته، خو له بدمرغه د اوږد مهاله تګلارو، کړنکلارو او پروګرامونو د نشتون لامله، ولس د خپلو سرښندنو، وړتياوو، ځواکمنتياوو او شته فرصتونوڅخه ګټې پورته نکړاى شوې. زه په ټولو مسلمانانو، ولسپالو، هېواد مينو او ژمنو سوداګرو غږ کوم، چې رامخکې شي، د ولسي ملکيت او ونډو پدې بېلګيزه هڅه کې د نورو اړينو څېړنو ، غوښتنو، شرتونو او وړانديزونو کولو، را ټولولو او عملي کاري پلان په جوړولو سره ددې وړانديز د بريالتوب لپاره په ګډه هلوځلو کې خپله ايماني او وجداني دنده ترسره کړي. ددې وړانديز پر بنسټ به ډېرې نورې ورته هڅې د هېواد په نورو ولاياتو او سيمو کې هم ددې تجربې پر بنسټ ان شاء الله د ولس په ملکيت او ونډو پيل او بريالۍ شي. د تسدۍ ملا تړ تسدۍ کې د پانګونې لومړيتوب به لومړى د ولسوالۍ ولس، د لوګر ولس، هېوادوالو پانګوالو، دولتي ادارو او بيا بهرنيو پانګوالو ته يو په بلپسې د ونډو په ډول ورکول کېږي. هر څوک چې د تسدۍ د ونډو يوه سلنه ولري، برخوال يا شريک ګڼل کېږي، له يوې سلنې کم ونډې اخيستونکي به پانګوال بلل کېږي، چې خپلې ونډې په بازار کې د اړتيا او خپلې خوښې سره سم پلورلاى شي، هېڅوک شخصي او حقوقي کس له يوې سلنې څخه ډېرې ونډې نشي اخستلاى. د ونډو ټولټال به د هوايي ډګر د جوړولو د پوره لګښت د ټاکلو څخه وروسته ټاکل کېږي، يوه ونډه به زر افغانۍ يا ډيرې وي. يادونه: ورته سوداګريز کارګو لپاره هوايي ډګر عراق، په ٧٠٠ هکتاره ځمکه کې د ٣٦٠٠ متره رنوۍ په درلودلو سره، د هر ډول الوتنو لپاره وړ دى، په 1.3 بيليونه ډالره اټکل او جوړونکي سره تړون شوى، که موږ له خپل وس سره کار وکړو، نو په ٣٥ بيليونه افغانيو چې ٣٥ ميلونه ونډې کېږي د لوګر سوداګريز نړيوال هوايې ډګر جوړولاى شو. د هوايي ډګر اړوند اسانتياوو، ودانيو، سړکونو، سړوخونو او نورو جوړونو لپاره به ځانګړي شرکتونه په خصوصي او تسدي ډول رامنځته کېږي. د محمداغې پانګونې تسدۍ څخه د بشپړ ملاتړ تر لاسه کولو لپاره د ولسوالۍ ميشتو خيلونو او پانګوالو سره مشوري شوي او روانې دي.