د مارچ په ٢٦ نېټه مې د محمداغې ولسوالۍ د زرغونښارځينې استازي مېلمانه ول. د کتنې اجنډا د پروګرام ورپيژندنه او د دوى د همکارۍ ژمنه وه. يادو مشرانو د حکيم خېلو، سعيد کلا، د اهنګرانو او خوا و شا کليو څخه تشريف راوړى و. د پروګرام له هڅو څخه يې خپل هر اړخيز ملاتړ وښود او د هر ډول همکارۍ لپاره يې د نورو ناستو او مشورو هيله وښوده.