د محمد اغې پانګونې تسدۍ)تصدۍ(
او
د لوګر سوداګريز هوايي ډګر
جوړولو وړانديز
نور رحمان لېوال
مارچ ٨، ٢٠١٥
ښاغلى نور رحمان لېوال د لوګر، محمداغې، مغلخېلوکلي کې زېږېدلى، "خپله مرسته پخپله” مفکورې ټينګ لاروى، د لېوال ملي مړښت پروګرام، د لېوال ملي پوهې پروګرام، د لېوال د لېرې ښوونځي او کمپيوټري اسانتياو نوښتګر او بنسټګر، د لېوال شرکت او پښتو ټلوېزيون مشر، د ١٣٩٣ کال ولسمشرۍ ته نوماند.
(د لېوال ملي مړښت پروګرام له وړانديزونو څخه)
د محمد اغې ولسوالۍ پراختيايي پروګرام
اړتيا او پرمختګ
په هوايي لارو کې پانګونه بايد زموږ لومړيتوب وي، ځکه چې افغانستان په وچه کې راګير هېواد دى، که له يوې خوا دا يوه ننګونه ده، له بلې خوا دا يو فرصت هم کېداى شي، خو شرط دادى، چې ولس، سوداګر او دولت په ګډه، همکارۍ او پانګونې ته لاره هواره کړي. زما پر اند تر څو ولس ځان په ملي لارو او شتمنيو کې شريک احساس نکړي تر هغو به هر څه له ګواښونو سره مخ وي.
خصوصي هوايي شرکتونو ته له جواز ورکولو څخه روسته ددې وخت رارسيدلاى، چې خصوصي هوايي ډګرونو ته هم جواز ورکړل شي. د محمداغې ولسوالۍ موقعيت ته په پام زه وړانديز کوم، چې زما د ولسوالۍ ولس د لومړي خصوصي هوايي ډګر وړانديز وکړي. زما وړانديز به ولسوالۍ ته کار، پرمختګ او سوله راولي، زه ډاډمن يم چې زما د ولسوالۍ وياړلى ولس ښه ژوند، پرمختګ او ټول هېواد ته د پرمختګ ماډل وړاندې کولو وياړ غواړي. زما وړانديز به ولسوالي د هېواد په کندو بدله او هر وګړى به يې ستر شتمن شي او بچي به يې تر پيړيو ددغه وړانديز لامله د پرتمين ژوند خاوندان وي.