https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د هېواد ستره ستونزه موازي حکومتډوله جوړښتونه دي
د هېواد ستره ستونزه موازي حکومتډوله جوړښتونه دي
Copy Link Copied
2014-12-26 Solar 1393-10-06
د شوروى له يرغل څخه راپديخوا په هېواد کې موازي حکومتونه جوړول دود شوي او هغوى چې يې برخه دي، که څه هم ټول د ابادولو او ژغورلو چيغې وهي، خو د ورانولو ونډه يې د ابادولو او ژغورلو څخه ډېره پياوړې وه او ده. دا وخت په هېواد کې د لاندې شپږو موازي حکومتونو ډلي دي:

١- د متحده ايالاتو د کابل سفارتي حکومت
٢- د غني او عبدالله د کابل ګډ حکومت
٣- د ناټو او لويديځوالو سفارتي، سياسي او کاروباري کړيو مافيايي حکومتونه
٤- د ملګرو ملتو د ادارو حکومتونه
٥- د امارتوالو حکومت
٦- له ګاونډيو هېوادو سره تړلوخوراکي، اقتصادي او مخدره موادو مافيايي کړيو حکومتونه.

دغه موازي حکومتونه ځينې يو د بل سره په جوړجاړي او ځينې يو د بل په ښکاره بډيالنه (مخالفت) خو په پټه همکاري او ځينې يو د بل د کمزوري څخه په ګټې اوچتولو روان دي، ګټې يې په هېواد کې ډېرو لږو ته خو زيان يې ټولو ته وراوړي.

د ملګروملتو ادارې پدې وخت کې د څلورم موازي حکومتونو ټولګه ده، دوى وايي چې موخې يې د ولس او د کابل د حکومت سره مرسته او پياوړيکول دي، خو په پايله کې دوى د افغانستان څخه ترټولو ډېره ګټه پورته کړې، دوى د خيرات په وسايلو ترټولو پرتمين ژوند کوي او په بيروکراټيک پسات اخته دي چې په پسات تورنول يې هم ګرانه خبره ده. د دوى بهرني کارکونکي ډيرى يې د بهرنيو استخباراتي، کاروباري او ماپيايي کړيو غړي دي چې شپه او ورځ په ډېره ماهرانه انداز د هېواد په بې ثباتي کې لاس لري. همدارنګه د راټولشوي خيرات او امکانانو تر ٧٥ سلنه ډېر دغه خلک په تنخاو او پاچاهي ډوله ژوند کې لږوي. همدارنګه د خپلو لاسپوڅو سره د وراني لپاره په هېواد کې پټه مرسته کوى، چې ځينې وخت دغه مرسته د پروژو او ځينې وخت د نورو لارو وي.

د ملګروملتو کورني کارکونکي د هېواد د ادارو څخه د ملګرو ملتو د مغزوغلا ده چې د دوى نشتون د هېواد په ادارو کې د نظام نجوړيدو او کمزروى کاروبار کې ستره ونډه لري، او هغه ځکه چې ملګري ملتونه خپلو کارکونکو ته ستر امکانات ورکوى دغه امکانات د افغانستان دولت او د هېواد کاروبارى چاپيريال کې په اسانه او ژر نه ترلاسه کېږي، نوځکه په ټول هېواد کې نوښتګر، ځيرک او د کار خلک د ملګروملتو ادارو کې د امکاناتو د ترلاسه کولو لپاره د خپل مسلک څخه هخوا بوخت کړل شوي. چې ددغو کارکونکو په مسلکي وروسته پاتکېدو او په هېواد کې نوښتونو، پرمختګ او سولې ته ستر خنډ دي.

د ملګروملتو بېځايه مرستې د نوښتونو، کاروبار او پرځان بسياکېدنې وژنه کوي، له نن څخه دوويشت کاله پخوا زه د دوى برخه وم او د پرېښودو په هکله زما خبرې په ويډيو کې واورئ. د هغې ورځې پهيله چې افغانان د پريدو مرستو ترلاسه کولو پرځاى، خپلو نوښتونو او کاروبار ته مخ کولو سره خپلواکى ترلاسه کړي.

د افغانانو تکيه پر پرديو ادارو خپل اوج ته رسېدلې، کله چې موږ ١٧ کسه د ولسمشرۍ نوماندان د ټاکنو د دسيسو ښکار شولو، نو پر سبا يې نوماندانو پخپله غونډه کې پريکړه وکړه چې لومړى به د متحده ايالاتو سفارت ته ټول په شکايت ورځي او تر هغه وروسته به د ملګروملتو ادارې يوناما ته شکايت کوي. زما په استازيتوب زما مرستيالانو دغو غونډو کې ګډون کاوه، ما په ټيلفون ځينو مخکښو نوماندانو ته وويل او په سبانۍ غونډه کې زما مرستيالانو اعلان وکړ چې موږ هرې افغان سرچينې ته په شکايت درسره ځو، خو هيڅ سفارت او بهرنۍ سرچيې ته شکايت نکوو او نه د چا ملګرتيا کوو، بلکې که هر څوک کوم سفارت ته لاړل، موږ د رسنيو پروړاندې ددغه تګ او شکايت غندنه کوو، هغه و چې نوماندانو دغه کلتور چې مخکې عام و، پرېښود کور يې ودان.

د افغان او لوېدیځو چارواکو په وینا ريس جمهورغني په وروستیو کې له مرستندویویانو او چارواکو سره په غونډه کې غوښتنه وکړه چې د ملګروملتو د پرمختیايي پروګرام اداره دې ۵۰۰ ملیون ډالره افغان حکومت ته وسپاري چې اوس دغه اداره پرې بانکي سود اخلي،د غني بريد په ملګروملتو يا په هېواد کې په څلورم موازي حکومت د ستايلو او ملاتړ وړ دى. زه وايم چې په بيلونونو ډالر دغو ادارو په حسابو کې پراته دي چې بايد ژر تر ژره يې حکومت او ولس ته وسپاري. حکومت بايد د تنخاوو او اماکاناتو شکور جوړ کړى او د هغې لمخې بايد هرڅوک مکلف وي چې کارکوونکو ته امکانات او تنخاوې وټاکي.

حکومت ته زما مشوره داده چې له دغو ادارو څخه بشپړ واک اخيستلو وخت رارسيدلي، نور د دوى اړتيا نشته چې د افغانستان په نوم کچکول وګرځوي، دوى ته نور بايد حق ورنکړل شي چې د افغانستان په نوم راټول شوي خيرات باندې ګټې او مزې وکړي. ددغو ادارو بهرنيي کارکونکي او ماموريت بايد يوازې په پلازمينه کې تر تخنيکي مشاورتونو محدود شي، کورني کارکونکي بايد ټول په حکومت او کاروبار کې جزب شي، دا به به لږترلږه يو موازي حکومت پاى ته رسولو سره سوله کې مرسته وکړي.

نور رحمان لېوال
#ملګري_ملتونه
Appeal to Afghanistan donor community: Support fund implimenting based on wealth distribution to save lives millions innocent lives in Afghanistan.
Copy Link Copied
For the past 19 years billions phantom aid are donated to Afghanistan generously by the international community. The allocation and disbursement of these funds were managed by aid bodies of the respected countries. Afghan reconstruction trust fund, Afghan government and united nation agencies and the Afghanistan government.

The main benefiiaries of the fund was the Afghanistan government institutions utilizing the
aid never reached the intended recipients and got washed in mid way between the parties. The aid has not helped ease poverty or improve economic and living conditions of the common Afghans instead the main beneficeries of fund are few hundred individval Afghans and non-Afghans alike, as result Afghanistan become the least peafull country, the least develolped ranked below 170 in the Human development Index, the least educated only about 20% can read and write, the most currport country scoring 16 points out of 100 on the 2019 currpiton index perception.

Due to curruption and war as result of curruption made nearly 70% of the population to live below the poerty line, Yet now the Covid-19 is hitting absout majority living on a day on flat breed and water only, if proper measure are not taken imidiatly that bread could also last soon and a human catastropy will emarge which will be historical shame for all those who support the initives of the last two decades.

While 100% of the Aid money is given to a non-representive governments, who are in fight with almost 70% of population and the government rat could nto be extened beyond the city and town centers and fighting still continue in result lost millions of presours lifes. Therefore, it is in the best intereset of all the to chanage the managment and disborsment of the donated funds to save achivments and prevent a pamin and anothe possible social revolt and distrubance in Afghanistan.

Since of article of 8 Feburay 2002 which lead tothe creation of the Afghan reconstruction trust fund recomended in the first part and totaly ignoring the second part "Trust Fund Channel of monitoring and evalution of the trust fund. It is now need of the time to change the fund distribution michanism. Fund granded or dontated should be now governed by representatives of three sectors the public sector i.e Afghan government, the private sector and non-profit sector each of these sectors will have equall share of the fund to be allocated according to their prorities and initives as they dem rquired.

The government will spend its equal share of the budget according to the prorities of the governance and law and order, they will also enjoy the public revienue spending.

Private sector representatives as the scoend party will have itls own share of fund to be prortiezed and managed, for stablishing business development services that are importnat for the sector such initives are not new and experinced under "Matching Grants Projects" already. All activies, intitives and funding undrtaken will be public in nature and national property only slected private sector representativew prorities and manage them volunteerly.

The non-profit sector will set their prorities and spend the funding acording to their initivies and prorities.

This will result in a proper wealth distribution and will stop he phantum aid resouce for which all the factions are fighting on government positions becuase of aid resources.

All three sector reprsentatives will establish a central repository of monitoring and evaluation will be .... to be called the Trust Fund Evaluation and Monitoring Unit(TFEMU).
افغانستان جمهوري دولت
Copy Link Copied
د افغانستان اسلامى امارات
Copy Link Copied
Copy Link Copied