https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د افغانستان جګړې مهار کولو کې ملګري ملتونه دوځلي پاته راغليد افغانستان جګړې مهار کولو کې ملګري ملتونه دوځلي پاته راغليد افغانستان جګړې مهار کولو کې ملګري ملتونه دوځلي پاته راغلي
د افغانستان جګړې مهار کولو کې ملګري ملتونه دوه ځلي پاته راغلي
تړونى کاپي کاپي شو
2021-08-07 لمريز 1400-05-16
د ملګروملتو د امنيت جرګې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډې ته ددغه سازمان د افغانستان استازې وويل "افغانستان کې یوې واقعي‌ سولې یا یو ډېر وحشي او ډارونکی بشري‌ ناورين په تمه دي، روان حالت د سوریې بحران او بوسیناهیرزګوینا نښتو ته ورته دى". دغه خبرې په داسې وخت کې کېږي چې شل کاله يوناما افغانستان کې پاچاهي ډوله او موازي حکومت په ډول ماموريت لري. د امنيت جرګې ځانګړې غونډه په غندلو او ملګروملتو د ماموريتونو او پروژو د تمويل په ملاتړ پاى ته ورسيده.

ملګري ملتوته په خيريه چارو کې غښتلي او ټوله نړۍ کې بشري مرستې رسول ددوى د پايښت لامل دى. پوځي او سياسي چارو کې پرمختګ ددغې ادارې له خيريه چارو او د ملګروملتو د کارکوونکو له ګټو سره په ټکر کې د راتګ له امله جګړو ته د پاى ورکولو دريځ کمزورى کوي. ځکه د غوڅولو پرځاى د ملګروملتو ماموريتونه جګړې اوږدوي. افغانستان کې د روسانو له يرغل څخه وروسته د ملګروملتو نابريالۍ هڅې او بيا د بن د غونډې پروخت د خپلو او خپلو سترو تمويلونکو د ګټو پربنسټ د ملګروملتو يو اړخيز دريځ افغانستان کې د شل کلنې جګړې لامل دى.

پرون هم د ملګروملتو دريځ د بن غونډې ته ورته او د افغانستان د جګړې د يوه لوري په همکاري ولاړ وو ترڅو د جګړې اور مړکولو پرځاى تازه شي، اړينه وه چې دغې غونډې ته د جمهوريتوالو سره امارتوال هم دعوت شوي واى او د هغو دريځ اوريدلو سره د جګړې اور مړ شوى واى، خو دغه ادارې داسي نه کوي او له بدمرغه ځينې لوري د افغانستان د جګړې بهرنى اړخ پياوړى ښودلو سره افغانستان کې د خپلو لاسوهنو او ناروا کړنو لپاره لارې پرانيځي.

ما د ملګرملتو د کارکوونکو د ګټو د ټکر خبره وکړه، ٩٠ز لسيزه کې ما د ملګروملتو د افغانستان پروګرام د روغتيا نړيوال ادارې (WHO) او پراختيايي ادارې UNDP سره د دويمه درجه مامور په ډول دندې ترسره کړي او ترهغه ورسته ترننه د ملګروملتو داسې ډېر لږ پروګرامونه به وي چې زموږ د اسانتاوو او پيدارو مشتري نه وي او موږ ورڅخه ناخبره وو.

ملګروملتو کې د دندې پروخت د دوى اداري او بوديجوي چارو کې زما ښکيلتيا دا جوته کړه چې غوښنه برخه د مرستو ددغو ادارو او پروژو کارکوونکو تنخاوو، امتيازاتو او درغليو وړله، ٥٪ مرستې اړمنو ته داسې رسيدې چې په مرستو يې متکي کول،ځکه هغه وخت ما له دوى سره دندې نه کولو پريکړه وکړه. د ملګرومتلو د کارکوونکو د ټکر خبره هغې پريکړې سره څرګنده شوه چې د مجاهدينو حکومت سره پريکړه وشوه چې له پاکستان څخه به ټول د ملګروملتو ادارې افغانستان ته ځي، ما په خپلو غوږو زموږ له غيرافغان همکارانو څخه اوريدل چې خداى دې کله هم افغانستان کې جګړه نه دروي، ځکه زموږ دندې لمنځه ځي او هڅه يې کوله چې دپترونه افغانستان ته لاړ او پروژې بندې نشي.


د افغانستان جګړې مهارولو کې ملګري ملتونه دوځلې پاته راغلي، دا د افغانانو مسوليت دى چې دريم ځل لپاره ملګري ملتونه د زړو تېروتنو د تکرار واکوال نه کړي. اوس وخت کې اساسي حل جمهوريتوال او امارتوال په پخپل منځ کې د يو سياسي جوړښت جوړيدلو يا دريمګړي جوړښت رامنځته کولو سره د افغانستان ناورين پاى ته رسولاى شي.

هغه افغانان چې د تېرو څلويښتو کلونو په ناخوالو کې ښکيل نه وو او افغاني هويت يې ساتلى بايد همت وکړي د امارتوالو او جمهوريتوالو د جګړې برخه کېدو پرځاى د جوړجاړي او دريمګړي جوړښت رامنځته کولو همت وکړي، ترڅو ددوى د جوړښت له امله ښکيل لوري جوړښت ته اړ شي يا هم دوى د چارو واګې په لاس کې واخلي. د بهرنيو پروګرامونه افغانان سولې ته نه رسوي او زموږ ناورين کې خپلو ګټو لټولو سره هغه اوږدي.

نور رحمان لېوال
#نرلېوال
#nrliwal
#Afghanpeace
د اماراتو دوست هېواد ته مو مشوره ده چې له افغانستان سره د پوځي او سياسي اړيکو پرځاى، سوداګريزي، ولسي او کلتوري اړيکې ولري
تړونى کاپي کاپي شو
د اماراتو دوست هېواد ته مو مشوره ده چې له افغانستان سره د پوځي او سياسي اړيکو پرځاى، سوداګريزي، ولسي او کلتوري اړيکې ولري. افغانستان د سمييزو او نړيوالو سياليو مرکز دى هلته د اماراتو پوځي اړيکې کېداشى د سيالو لورو لخوا په تاوترخوالي واړول شي چې پايله به يې د دواړو هېواد لپاره غوره نه وي. همدارنګه دوى ته زما مشوره ده چې په سياسي برخو کې هم اړيکو ته ځانکړى پاملرنه ولري ځکه افغانستان د سياسي ولسواکۍ او امارات د يو ځانګړى اماراتي جوړښت درلودونکى دي چې په دواړو سيستمو کې ډېر لږ سياسي همغاړيتوب کېداى شي.
٥٢٪ افغان ٤٨٪ بهرنۍ پانګونې پرته بل هېڅ ډول پاليسي تايد نکړئ. او که نه ځان او بچي به مو په تدريجي مرګ ووژنئ. (هيله ده شريک يې کړئ)
تړونى کاپي کاپي شو

٥٢٪ افغان ٤٨٪ بهرنۍ پانګونې پرته بل هېڅ ډول پاليسي تايد نکړئ. او که نه ځان او بچي به مو په تدريجي مرګ ووژنئ. (هيله ده شريک يې کړئ)

د زبرځواکو د ستراتيژيکو، سياسي او سيميزو اړخونو سربېره په افغانستان کې د روانې جګړې يو اړخ، د افغانستان سترې ملي شتمنۍ په قانوني ډول ترلاسه کول دي. 

بهرنۍ کړۍ چې په هېواد چارواکي او حکومتونه تپي يوه موخه يې داده چې څنګه وکولاى شي په قانوني ډول ملي شتمنۍ لکه کانونه، ځمکې، اوبه، انرژي، بشرى قوه (عام وکړي او دولتي کارکوونکي) د مرستو او پانګونو تر نامه لاندې ترلاسه کړي. 

پداسې وخت کې چې ملت په اور کې سوځي، د کابل په حکومت کې نور د کورنيو او بهرنيو چارواکو ترمنځ اخلاقي او ديپلوماټيک توپير پاى ته رسيدلاى او بهرنيان ځان د افغانستان د عالي رتبه پلاوي برخه بولي. زما دغه خبره د ارګ د SOM غونډې له شاته ليکنو څخه ښکاري. ددغې غونډې نوم بايد د "عالي رتبه پلاوي غونډې" پرځاى "د افغان او بهرنيو مرستندويو عالي رتبه پلاوو غونډه" وى. 

Senior Official Meeting
Should be Named
Afghan and Donors Senior Official Meeting

دا چې د کابل حکومت د غونډې نوم نشي ټاکلاى، له غونډې د ملت د ګټو تمه په ورڅخه بيړاتوب وي. خو تر ټولو د اندېښنې وړ خبره د ريسجمهور غني خبره ده چې وايي:

"رئیس جمهور غني گفت یکی دیگر از برنامه های ما اصلاحات و تقویت سکتور خصوصی بود و به همین منظور قرار است در سال آینده کمپاین گسترده ای را بخاطر تشویق شرکت های بین المللی و منطقوی به سرمایه گذاری در افغانستان، راه اندازی کنیم."

دلته نوموړى کورني شرکتونه په بشپړ ډول له ياده وباسي او غواړي نړيوالو او سمييزو شرکتونو ته د هېواد هر څه په لاس ورکړي، د څه لپاره چې دغه جګړه روانه ده. 

زه په هېوادپالو افغانانو غږ کوم چې په هيڅ برخه کې بهرنيو پانګوالو ته د ١٠٠٪ ملکيت حق ونمني. ساده به وايم ٥٢٪ افغان ٤٨٪ بهرنۍ پانګونې پرته بل هېڅ ډول پاليسي تايد نکړئ. او که نه ځان او بچي به مو په تدريجي مرګ ووژنئ.

#FDIAfganistan

تر ٢٨ مارچ ٢٠١٦ کاله وروسته افغانان بايد د يوناما شتون ونمني
تړونى کاپي کاپي شو
تر ٢٨ مارچ ٢٠١٦ کاله وروسته افغانان بايد د يوناما شتون ونمني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت د افغانستان ملي حاکمیت، ملي مالکیت او ملي رهبري ته د ملاتړ پرځاى ګواښ وه، دغې ادارې پرته لدې چې په افغانستان کې خپله موازي حکومت وي او موازي حکومتونو ته قانوني حيثت ورکړي پخپله ١٤ کلنه موده کې کومه بله پايله ندرلوده. په ٢٨ مارچ ٢٠٠٢ کال دغه اداره د ملګروملتو د امنيت شورا لخوا رامنځته شوه چې په افغانستان کې تلپاته سوله راولي. ١٤ کاله تېرشول سوله رانغله خو ددغې ادارې ستره لاسته راوړنه صلاح الدين رباني د سولې مشر کول وو د چا پلار چې د قدرت لپاره جګړه پيل کړې وه او لاروانه ده. په اتلسم مارچ ٢٠١٥ ملګروملتو د يوناما موده د يو بل کال لپاره د ددغې ادارې د شتون اړتيا د کرکتنې په شرط وغځوله. پدغه کرکتنه کې بايد د هېود له ټولو سياسي او مدني خځښتونو ټولپوښتنه وشي او نور پرې نښودل شي چې دغه کرکتنه د ستونزې د يو اړخ له لوري وشي لکه صلاح الدين رباني. دغه ادراه افغانستان سره د ملګروملتو او نړيوالو د مرستو ستره برخه خوري، که دوى نه وي دغه پانګه به د ملګروملتو نورو مسلکي ادارو ته په تګ هېواد ته ګتوره شي. د شوروى د يرغل څخه راپديخوا په هېواد کې موازي حکومتونه جوړول دود شوي او هغوى چې يې برخه دي، که څه هم ټول د ابادولو او ژغورلو چيغې وهي، خو د ورانولو ونډه يې د ابادولو او ژغورلو څخه ډېره پياوړې وه او ده. دا وخت په هېواد کې د لاندې شپږو موازي حکومتونو ډلي دي: 1- د متحده ايالاتو د کابل سفارتي حکومت 2- د غني او عبدالله د کابل ګډ حکومت 3- د ناټو او لويديځوالو سفارتي، سياسي او کاروباري کړيو مافيايي حکومتونه 4- د ملګرو ملتو د ادارو حکومتونه 5- د مخالفينو حکومتونه 6- له ګاونډيو هېوادو سره تړلو خوراکي، افتصادي او مخدره موادو مافيايي کړيو حکومتونه. دغه موازي حکومتونه ځينې يو د بل سره په جوړجاړي او ځينې يو د بل په ښکاره مخالفت خو په پټه همکاري او ځينې يو د بل د کمزوري څخه په ګټې اوچتولو روان دي، ګټې يې په هېواد کې ډېرو لږو ته خو زيان يې ټولو ته وراوړي. د ملګروملتو ادارې پدې وخت کې د څلورم موازي حکومتونو ټولګه ده، دوى وايي چې موخې يې د ولس او د کابل د حکومت سره مرسته او پياوړيکول دي، خو په پايله کې دوى د افغانستان څخه تر ټولو ډېره ګټه پورته کړې، دوى د خيرات په وسايلو تر ټولو پرتمين ژوند کوي او په بيروکراټيک فساد اخته دي چې فساد ثابتول يې هم ګرانه خبره ده. د دوى بهرني کارکونکي ډيرى يې د بهرنيو استخباراتي، کاروباري او مافيايي کړيو غړي دى چې شپه او ورځ په ډېره ماهرانه انداز د هېواد په بې ثباتي کې لاس لري. همدارنګه د راټولشوي خيرات او امکانانو تر ٧٥ سلنه ډېر دغه خلک په تنخاو او پاچاهي ډوله ژوند کې لږوي. همدارنګه د خپلو لاسپوڅو سره د وراني لپاره په هېواد کې پټه مرسته کوى، چې ځينې وخت دغه مرسته د پروژو او ځينې وخت د نورو لارو وي. د ملګروملتو کورني کارکونکي د هېواد د ادارو څخه د ملګرو ملتو د مغزوغلا ده چې د دوى نشتون د هېواد په ادارو کې د نظام نجوړيدو او کمزروى کاروبار کې ستره ونډه لري، او هغه ځکه چې ملګري ملتونه خپلو کارکونکو ته ستر امکانات ورکوى دغه امکانات د افغانستان دولت او د هېواد کاروبارى چاپيريال کې په اسانه او ژر نه ترلاسه کېږي، نو ځکه په ټول هېواد کې نوښتګر، ځيرک او د کار خلک د ملګروملتو ادارو کې د امکاناتو د ترلاسکولو لپاره د خپل مسلک څخه هخوا بوخت کړل شوي. چې ددغو کارکونکو په مسلکي وروسته پاتکيدو او په هېواد کې نوښتونو، پرمختګ او سولې ته ستر خنډ دي. د ملګروملتو بېځايه مرستې د نوښتونو، کاروبار او پرځان بسياکېدنې وژنه کوي، له نن څخه دوويشت کاله پخوا ما دوى سره کاوه او د ملګروملتو څخه مې ځکه اسعفا ورکړه چې د دوى ډيرى پروګرامونه د افغانانو متکي کول و. د هغې ورځې پهيله چې افغانان د پريدو مرستو ترلاسه کولو پرځاى، خپلو نوښتونو او کاروبار ته مخ کولو سره خپلواکى ترلاسه کړي. د افغانانو تکيه پر پرديو ادارو خپل اوج ته رسېدلې، کله چې موږ ١٧ کسه د ولسمشرۍ نوماندان د ټاکنو د دسيسو ښکار شولو، نو پر سبا يې نوماندانو پخپله غونډه کې پريکړه وکړه چې لومړى به د متحده ايالاتو سفارت ته ټول په شکايت ورځي او تر هغه وروسته به د ملګروملتو ادارې يوناما ته شکايت کوي. زما په استازيتوب زما مرستيالانو دغو غونډو کې ګډون کاوه، ما په ټيلفون ځينو مخکښو نوماندانو ته وويل او په سبانۍ غونډه کې زما مرستيالانو اعلان وکړ چې موږ هرې افغان سرچينې ته په شکايت درسره ځو، خو هيڅ سفارت او بهرنۍ سرچيې ته شکايت نکوو او نه د چا ملګرتيا کوو، بلکې که هر څوک کوم سفارت ته لاړل، موږ د رسنيو پروړاندې ددغه تګ او شکايت غندنه کوو، هغه و چې نوماندانو دغه کلتور چې مخکې عام و، پرېښود کور يې ودان. د افغان او لوېدیځو چارواکو په وینا ريئس جمهور غني په وروستیو کې له مرستندویویانو او چارواکو سره په غونډه کې غوښتنه وکړه چې د ملګروملتو د پرمختیايي پروګرام اداره دې ۵۰۰ ملیون ډالره افغان حکومت ته وسپاري چې اوس دغه اداره پرې بانکي سود اخلي، زه وايم چې په بيلونونو ډالر دغو ادارو په حسابو کې پراته دي چې بايد ژر تر ژره يې حکومت او ولس ته وسپاري. حکومت بايد د تنخاوو او اماکاناتو شکور جوړ کړى او د هغې لمخې بايد هرڅوک مکلف وي چې کارکوونکو ته امکانات او تنخاوې وټاکي. حکومت ته زما مشوره داده چې له دغو ادارو څخه بشپړ واک اخيستلو وخت رارسيدلي، نور د دوى اړتيا نشته چې د افغانستان په نوم کچکول وګرځوي، دوى ته نور بايد حق ورنکړل شي چې د افغانستان په نوم راټول شوي خيرات باندې ګټې او مزې وکړي. ددغو ادارو بهرنيي کارکونکي او ماموريت بايد يوازې په پلازمينه کې تر تخنيکي مشاورتونو محدود شي، کورني کارکونکي بايد ټول په حکومت او کاروبار کې جزب شي، دا به به لږترلږه يو موازي حکومت پاى ته رسولو سره سوله کې مرسته وکړي.