د امريکا لخوا د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ٣٫٥ميليارده ډالر سويس کې نړيوال مجرايي بانک ته سپارل
د امريکا لخوا د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ٣٫٥ميليارده ډالر سويس کې نړيوال مجرايي بانک ته سپارل
تړاو کاپي کاپي شو
2022-09-16 00:00:00 لمريز 1401-06-24 00:00:00
د امريکا لخوا د افغانستان د کنګل شتمنۍ ٣٫٥ميليارده ډالر د @BIS_org نړيوال مجرايي بانک کې #افغانپانګې #BISAfghanFund ته سپارل که افغانستان لپاره نړيوالو بانکي سوداګريزو راکړوورکړو کې مرسته وکړي، چې په ترځ يې افغاني بانکونه وتوانېږي له نړيوالو بانکونو سره د سويپټ راکړېورکړې وکړي @swiftcommunity ته لار پرانځي ښه خبره ده.

خو که دا پانګه نړيوالو پورونو، مرستو او ورداتي برېښنا لګښت ته ورکول کېږي موږ يې خيانت ګڼو، موږ #افغانپانګه څارو او وړانديز کوو چې ددغې پانګې ټولې راکړېورکړې له افغان ولس سره شريکې او بيا ترسره شي.

د سويس نړيوال مجرايي بانک وايي چې د نړيوالو قوانينو په رڼا کې د لګښت جرګې لاندې افغان پانګې ته بانکي اسانتياوې ورکوي او په لګښت کې يې لاس نه لري. د لګښت جرګه څلور غړي لري چې دوه يې افغانان، يو د امريکا دولتي چارواکى او يو سويس دولتي چارواکى دي.

نور رحمان لېوال

اجمل احمدي چې په اړه يې تورونه دي چې افغان نه  او رولا غني ته نژدې کس دى
د افغانستان د مشرانو جرګه وايي چې د افغانستان بانک د امريکاولسمشرۍ نوماند جو بايډن ته د ټاکنيزو کمپاينونو لپاره پيسې لېږلي!
تړاو کاپي کاپي شو
د کابل د حکومت ولسمشرمحمد اشرف غني او ډلې په ١٣٩٨ ولسمشريزو ټاکنو کې له ملي بوديجې څخه په ميلياردونو افغانۍ د دويم دورې د برياليتوب لپاره ولګولې چې پايله کې په قانوني ډول بريالى هم نشو او د دويم ځل لپاره يې د بهرنيو په مرسته د جوړجاړي حکومت په افغانانو وتاپه. دغه حکومت د خپلو هېوادوالو په بمباردولو کې د تېرو شلو کلونو په پرتله ډېر وژونکى دى او هره ورځ په سلګونو هېوادوال په غير قانونو ډول په دښتيزو محاکمو او نورو ناوړه حکومتو نمګړتيوو کې شهيدانېږي، شاوخوا ٩٠٪ هېوادوال له ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

د درينۍ/سه شنبې په ورځ د مشرانو جرګې د نړيوالو اړيکو جرګګۍ مشر حسيب الله کليمزي د اداري پسات پر وړاندې د مبارزې ورځې په غونډه کې وويل چې حکومت له افغانستان بانک څخه د امريکاولسمشرۍ نوماند جو بايډن ته د ټاکنيزو کمپاينونو لپاره پيسې لېږلي!

دوى ادعا وکړه دا پيسې د روان کال د چنګاښ مياشتې په  شپږمه هغه مهال چې په افغانستان بانک برېښنا بنده شوه او امنيتي کامرو هم کار پرېښود استول شوي دي. نوموړی وايي دا پيسې د امريکا د نوي جمهور رئيس جوبايډن ټاکنيزو کمپاينونو ته لېږل شوي دي او زياته يې کړه چې لويه څارنوالي بايد په جدي توګه دا موضوع وڅېړي.

خو د اوسنى حکومت عدليې ځواک هم په پسات کې ډوب دى، ټولو دوسيو سره سياسي چلند کېږي، د حکومتي چارواکو او زورواکو پېښې په عادلانه ډول نه څېړل کېږي.

همدارنګه د افغانستان بانک اوسنى مشر اجمل احمدي په اړه تورونه دي چې دى افغان نه او رولا غني ته نژدې کس دى، تېره اونۍ يې له ولسي جرګې څخه د باور رايې هم ترلاسه نه کړه خو تر اوسه د افغانستان بانک ځايناستى مشر دى.

په سوليز ډول يو ځايناستي حکومت ته د واک لېږد د ستونزې بېړنى حل دى.

نور رحمان لېوال
هغوى چې د ککړو سياستوالو تورې سپينوى د کابل بانک د فرنود له مړينې بايد پند واخلي.
تړاو کاپي کاپي شو
2018-11-18 00:00:00 لمريز 1397-08-27 00:00:00
له بدمرغه په هېواد کې داسې ډېر سوداګر او کاروباريان شته چې د درغلګرو سياستوالو تورې سپينوي او يا په بېړه او اوړه بډاى کېدو لپاره د جوازونو او ګټورو تړونونو لپاره بډې يا رشوت ورکوي.

د هېواد په بربادۍ کې ددغو غلو ونډه تر بل هرچا ډېره او د پټ رنځ په ډول وژنکې ده. که دوى د غلو سياستوالو لپاره کار ونکړي پساد او غله سياستوال ډېر ژر له منځه ځي.
حکومت نور حکومت کول نه غواړيحکومت نور حکومت کول نه غواړي
حکومت نور حکومت کول نه غواړي
تړاو کاپي کاپي شو
2015-11-05 00:00:00 لمريز 1394-08-14 00:00:00

دا څورلس کاله حکومت هغه چارې ترسره کړې چې په هېڅ قانون د منلو ندي، د کابل بانک سترو غلو ته نورې ملي شتمنۍ د ښارګوټو په نوم ورکولو دا کره کړه چې د تېر او اوسني حکومت چارواکي د کابل بانک د غلو ملګري او پدغه غلا کې شریک ول او دي.

ملت بايد د پوښتنې لپاره راپاڅي، حکومت نور تنګ شوى او حکومت کول نه غواړي، د ملت د مسخره کولو او غندلو دا پيل دى، که پوښتنه ونشي حکومت به لاتردې سترې نادودې ترسره کړي.تړاو