https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
غټ سکرين لپاره محاسب بينر
In our government, we will have a deputy from every tribe, do you want to be one?
له قدرمنو هېوادوالو مشوره غواړم چې تاسې زموږ کاري ډله د مسوليت او اهليت پربنسټ که د قوميت پر بنسټ غواړئ؟
زموږ په حکومت کې اجرائيه رياست نشته! له هر قومه يو مرستيال ټاکو، څوک غواړئ چې د پښتون، بلوڅ، ازبک، هزاره، ترکمن، تاجک، عرب، ګوجر، پاميري، براهوي، قزلباش، ايماق او پشه يي محترم قوم په استازيتوب مرستيال شي؟ د چا سپارښتنه کوئ؟ نومونه، عکسونه او مالومات يې موږ سره شريک کړئ.
موږ خپله تګلاره کې وويل:
"د ناوړه حکومتولۍ ستره ستونزه د رياستي، پارلماني او قومي جوړښتونو پر بنسټ تپلشوې ګډوله يا مرکب حکومتي سيستم دى، چې پايلو يې ملت له ستونزو سره مخ کړى، ټاکنو ته د ورتګ پر وخت موږ د اوسني ناوړه قومي وېش پرخلاف، د دوو مرستيالانو پرځاى په هېواد کې له مېشت هر قوم څخه د عدالت او حق ورکولو پر بنسټ يو، يو مرستيال ټاکو. ولسمشرۍ ته له برياليتوب وروسته، قانون کې سمون راولو، د ولسواکۍ، مديريت، مسوليت او اهليت پر بنسټ يوازې پر يوه مرستيال او له پاتې نورو څخه د اړوند قومونو د مشاورينو په ډول بسنه کوو او زموږ په ټينګ مرکزي حکومت کې به يوازې همدوى مشاورين وي."
په درناوي
نور رحمان لېوال