https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
نور رحمان لېوال، ولسمشرۍ ته نوماند، د سولې او پرمختګ لپاره ١٠ سترې کړنلارې او د اختر مبارکي پيغام
سلامونه قدرمنو هېوادوالو!

اختر مو مبارک شه، زه پوهېږم چې په هېواد کې د تپلشويو ناخوالو له امله ډېرى هېوادوال د وير په ټغر ناست دي، هغوى ته دې خداى پاک ډېر اجرونه ورکړي، په درد يې ډېر غمجن يم. هيله ده، دا اختر په سوله او خوشالۍ کې تېر کړئ، د نيکمرغۍ ځاى دى، چې هر لور ته د سولې خبرې کېږې، خو تلپاتې سولې، خپلواکۍ او ځانبسياينې لپاره په ملي، حکومتي او دولتي کچه ژور سمون ته اړتيا ده، چې زما د پروګرامونو له لارې راتلاى شي، خوشاله يم چې لاندې د پروګرامونو لنډيزونه درسره شريکوم:

١- دوه جوپې حکومتولي: د عدالت راوستلو او د پسات (فساد) له منځه وړلو لپاره، اوسني دولتي کارکوونکي پر خپل ځاى، د دويمې جوپې لپاره نوې ګمارنې.
٢- بشپړه ډيجيټل حکومتولي: له کوره دولتي اسانتياوو ترلاسه او د شته حکومتولۍ ٣٠سلنه وړتيا، ٨٠ سلنې ته لوړول.

٣- بېکاري له منځه وړل: يو ميليون دندې، د لېوال حکومت لومړيو دېرشو ورځو کې را منځته کول، په دولتي چارو کې د سمون له امله دويم ميليون نوې دندې په درې مياشتو کې، پنځه ميليونه نوې دندې تر دريم کاله او ټولې لس ميليونه دندې، د لېوال حکومت د پنځم کال ترپايه رامنځته کول.

٤-د تلپاتې خپلواکي لپاره: د اړتيا وړ، له ٨٥ زره توکو، پيداوارو، مهارتونو او اسانتياوو څخه چې اوس شاوخوا ٢٥سلنه هېوادوال پوره کوي،٨٠ سلنه په هېواد کې دننه د پوره کولو لپاره هوډ او پروګرامونه.

٥- د کډوالو هېوادوالو راستنول: په ګاونډيو هېوادو کې د کډوالو هېوادوالو د راستنېدو لپاره، شپږو مياشتو کې په هېواد کې دننه کور، د کرنې ځمکې او دندې ورکول.

٦- امنيت راوستل: عمومي بښنه اعلانول، د اغواګرو پرځاى محاکمه کول او په غلو له سختو چارو ترسره کولو سره بند تېرول.

٧-ملي يووالى راوستل: لومړيو درې مياشتو کې د ټکنالوژۍ پرمټ، په هېواد کې کره وګړشمېرنه پيلول او هرومرو ترسره کول.

٨-د ځان بسياينې لپاره: کرنې/مالدارۍ، روغتيا او امنيتي چارو کې د ملي بوديجې ډېرى برخه لګول، پايله کې په ٢ مياشتو کې په سبو،درې مياشتو کې په مرغانو، يو کال کې په غلو دانو او دوه کالو کې په غوښو د هېوادوالو بسيا کول.

٩- ساتنه او ژغورنه: دفاعي چارو کې د مکلفيت او مسلکي دورو موازي پرمختګ پيلول، د پوځونو او د دوى د درنو کورنيو د ملاتړ سرچينې لوړول.

١٠- پوهنه اسانه کول: د لېرې څخه زده کړو په مرسته د لوستو اوسنۍ کچه له ٢٥٪ څخه ٨٠٪ ته لوړول، ښوونکو او د دوى د درنو کورنيو د ملاتړ سرچينې لوړول.

پورتنى لس چارې به عدالت او د ولس د اړتياوو پوره کولو لپاره اسانتياوې رامنځته کړي، چې پايله کې به جګړې پخپله پاى ومومي. سپارښتنه مې داده چې د پرديو ډنډورې شنډې کړئ، چې وايي "رايې ارزښت نه لري او ولسمشر له بهره تپل کېږي"، خپل سياسې برخليک ټاکلو کې زموږ په ډول خپلواکو سياستوالو سره مرسته وکړئ او موږ سره سياست کې هرومرو ونډه واخلئ، پر موږ باور وکړئ او د تلپاتې سولې، خپلواکۍ او ځانبسياينې لپاره موږ سره ملګري شئ.
زموږ بريا به ان شاء الله د هر افغان بريا وي،

سر لوړى او تل دې وي افغانستان.

ستاسې،

نور رحمان لېوال

١٣٩٨ ولسمشرۍ ته نوماند