https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
که ولسمشرۍ ټاکنې د دريم ځل لپاره ونځنډېږي د اوسني مهالوېش لمخې په بيړني ډول ټاکنې به هېواد کې سوله او سياسي ټيکاو نور هم ټکنى کړي چې د ټولو لپاره به له غميزو ډک، د شرم وړ او د ډېرو قيمتي سرچينو او وخت له لاسه ورکولو پرته به بل څه نه وي.
دا ليکنه په انګريزي کې لوستلاى شئ، يو څه برخې پښتو ته ژباړل شوي او پښتو ژباړه تر کار لاندې ده، ډېر ژر به يې همدلته لولئ.

افغانستان کې د نابرياليو او لانجمنو ټاکنو ترشا د ملګروملتو د ادارو او ځينو بهرنيو سفارتونو موازي پاچاهۍ دي ...
اوس جنګسالاران د افغانستان د سياست تر ټولو وړ توکي دي، د ولسواکۍ د کچې په نيوليک کې د تېرو ١٨ کلونو لاسته راوړنو سره افغانستان د زورواکي درجه خپلوي، بشپړه ولسواکې چې د ګوتو په شمار اروپايي هېوادونه يې تجربه کوي پرځاى پريږدو، نيمګړې ولسواکې يا ډيموکراسي د متحده ايالاتو ته لا نږدې هم نه يو او د پاکستان ارجلواکي ته به هغه وخت خوځښت وکړو که لاندې بنسټيزې ستونزې د ١٣٩٨ ولسمشريزو ټاکنو څخه وړاندې حل کړو.

1-اوسنى غيرقانوني حکومت قانوني کول
د اساسي قانون په بډ يا خلاف او د دوو نوماندانو ډاکټرغني او ډاکټرعبدالله ترمنځ د غيرقانوني جوړجاړي له لارې او له پساته(فساد) ډک حکومت ددې جوګه نه دى چې د منلو وړ ټاکنې اداره کړي نو ځکه په بيړني ډول يو بېپرې ځايناستي حکومت رامنځته کيدو ته اړتيا ده چې رڼې، عادلانه او خپلواکې ولسمشريزې ټاکنې ترسره کړي او پايلي يې ټولو ته د منلو وړ وي. ترټولو ارزانه، اسانه او غوره لار داده چې اوسني د ولسمشرۍ نوماندان خپلمنځي ټاکنې ترسره کړي او له دغه منځ څخه د رڼو ټاکنو په ترڅ کې يو کس د ځايناستي ولسمشر په توګه وټاکل شي او پاته نورو نوماندانو څخه ملي جرګه جوړه شي چې ځايناستي حکومتولي، ټاکنې او سوليز د واک ليږد څخه څارنه وکړي.
که هر څوک د ځايناستي حکومت ملاتړ نه کوي نو په ډاډ سره ويلى شو چې دوى له پسات، جګړو او تپلشويو ټاکنو څخه ګټه پورته کوونکي دي او د ملت غم ورسره نشته. همدارنګه ځايناستى حکومت به ټاکنو کې د طالبانو ګډون ته لاره پرانيځي او تلپاتې سوله به ولرو. په ياد ساتې چې د ډاکټرغني غيرقانوني حکومت سره طالبان په کابل کې يا هم په دوحه کې د کرزي او ټپلې ترسيوري لاندې د سولې خبرو کې وړ پايلې ته نشي رسيدلاى.

2- په تخنيکې ډول د ټاکنو د کمېسيون د رايو سېستم له درغليو خوندي کول په ځانګړي ډول د پايلو شمېرل
که څه نا څه د باور وړ د ١٣٩٨ ولسمشرۍ ټاکنې غواړو نو پرته له دې چې د ټاکنو بهېر کې نومليکنه، پېژندنه، رايه ورکول او رايه شمېرل د بڼوپيژندنې يا بايوميټريک او ځنځيريزتړاو يا بلاکچېن په مرسته ترسره شي بله لار نه لرو، موږ چمتو يو چې ټولو د بهير اړوند لوريو سره همکاري وکړو او ان تر دې چې د رڼو ټاکنو سېستم وړيا ورکړو. که د ټاکنو پورتنۍ ټولې پروسې بڼوپېژندنې يا بايوميټريک نه شي او د اوسني مهالوېش لمخې په بيړني ډول ټاکنې ترسره شي، په هېواد کې به سياسي ټيکاو نور هم ټکنى کړي چې د ټولو لپاره به له غميزو ډک، د شرم وړ او د ډېرو قيمتي سرچينو او وخت له لاسه ورکولو پرته به بل څه نه وي.

3-بوديجه او مسوليت هغو ته سپارل چې په پاى کې مسول او حسابورکوونکي وي
موږ د افغانستان د ټاکنو ملاتړ ګروپ ته سپارښتنه کوو چې بايد د بېمسوليتيو د مخنيوي لپاره د ټاکنو د داسې بهېر ملاتړ وکړي چې لارښوونه او څښتنولي يې د افغانانو وي ترڅو يو لورى د مسوليت او حساب ورکولو لپاره ولرو، که داسې نشئ کولائ، غوره به وي خپل ملاتړ بند کړئ، ترڅو افغانستان د ټاکنو لپاره خپلي سرچينې پيدا کړي. په اوسنې حالت کې چې د ټاکنو بهېر د ملګروملتو تر واک لاندې دى، د دوى د کارکوونکو خونديتوب يا مصونيت او په ځانګړي ډول د ملګروملتو د ټاکنو د ملاتړ پروژه او نور اړوند لوري چې په پسات، خېښپالنه او بيوروکراسي کې ډوب دي، د ټاکنو ساده بهېر په اسانۍ سره ډېر پيچلې، بې مسؤليته او له پساته ډکوي، ځکه چې د دوى له منځه څوک مسؤل، حساب ورکوونکي او د افغانستان د قانون لاندې نشي مجازات کېداى.

4-د ټاکنو کمېسيون په ريښتوني ډول خپلواک او مسؤل کول
کله چې د ټاکنو د کميسيون کمېشنران په روڼتيا سره د ولسمشرى د ١٧ نوماندانو لخوا د رايو په ورکولو سره وټاکل شول، د خپلواکۍ لپاره د افغانانو لخوا دا يو مهم سمون او پرمختګ وګڼل شو، خو ډېر ژر د ډاکټرغني غيرقانوني حکومت له خوا کمشنران يرغمل شول، ډېرى کمېشنرانو موږ ته ويلي چې حکومت ګواښلي او بنديز يې پرې لګولى، چې پرته له حکومتي چارواکو که دوى له نوماندانو سره ليدنې کتنې وکړې نو دوى به هم د پخوانيو کمېشنرانو په ناوړه برخليک اخته کړي. د حيرانتيا خبره ده چې د تورن او منحل شوي ټاکنو کمېسيون ټولې ټاکنيزې پايلې حکومت ته د منلو وړدي خو کمېشنران يې په غيرقانوني ډول له دندو وشړل او تر سياسي اغېز لاندې يې په غيرقانوني ډول څاري، ربړوي او محاکمه کوي.

د اپريل په ٢٨مه د ولسمشرۍ ١٢ نوماندو او سياسي ګوندونو زه د هغې جرګګۍ يا کميټې مشر وټاکلم چې د دوى د تخنيکي غړو څخه جوړه شوه، ترڅو د کمېسيون او نوماندانو ترمنځ تخنيکي همکاري، په ځانګړي ډول د مالوماتي ټکنالوژۍ او بڼوپېژندنې يا بايومټريک سيستم په برخه کې همغږي او پوهاوى رامنځ ته کړو. موږ په دې اړه د ټاکنو کمېسيون د تخنيکي ارزونو لپاره رسمي غوښتنه وکړه، خو له بده مرغه له هغه راهيسې يوازې وعدې وشوې او تر اوسه يې د تخنيکي ارزونې لپاره له کمېسيون څخه ليدنه برابره نه کړه. موږ کره مالومات لرو چې د ټاکنو کمېسيون کې د پايلو د شمېرلو سيستم په بشپړ ډول ناوړه او د درغليو لپاره جوړ دى، چې د ولسمشرۍ ټاکنو څخه وړاندې بايد دا سيستم جوړ شي. موږ روڼ، ډاډمن او له درغليو پاک سيستم ته اړتيا لرو چې هره برخه او کړنې يې په ښکاره ډول ټولو نوماندانو او هېوادوالو ته د پوهېدو او منلو وړ وي او هېڅ شى پټ نه وي.

په دغه ليکنه کې کېداى شي چې زه نااميده ښکاره شم خو په افغانستان کې روانې چارې چې د ميلونونو افغانانو او په نړۍ کې د نورو خلکو د سرښندنو او کړاونو لامل کېږي، هغه وخت سمون مومي، که چېرته موږ د هغو کسانو او ادارو په کړووړو کې سمون رامنځ کړو چې د ملګرو ملتونو او نور ملاتړو له خوا په دندو ګمارل شوي او دوى د خپلو غيرعملي اندونو له تپولو څخه ډډه وکړي، ځايي نوښتونو ته درناوى وکړي ترڅو ځايي ستونزې له منځه يوسي. که داسې ونه کړو، افغان جګړه به دوام مومي او دغه حالت کې به د ګوتو په شمار يو څو کسان غيرقانوني د پاچاهي ژوند څخه برخمن وي نو ځکه ستر بدلون ته اړتيا ده که نه بېګناه وګړي به خپل ژوند له لاسه ورکوي.

زه هيله لرم چې زموږ کتنې، تجربې او موندنې د هغو بدلونو لامل شي چې د ملګرو ملتونو ټول غړي او دولتونه يې د بشردوستۍ پربنسټ غواړي چې د دوى وګړو د مالياتو راټوليشوې پيسې چې د ملګرو ملتونو شتون او په نړۍ کې د ملګرو ملتونو د بشري کړنو لپاره کارېږي رڼې وي. همدارنګه کبرجنو غربي ډيپلومتانو ته وايو چې خپلو کړووړو او تګلارو کې بدلون راولئ او زموږ د زرګونو کلونو هغه تاريخ څخه وشرمېږئ چې نه يوازې خپلې حکومتولۍ مو لرلې بلکې پر سيمه موهم حکومتونه کړي دي.

وروستی خو ډېره ارزښتمنه خبره داده چې زه په ډېر ټينګار سره ويلى شم چې د ځايناستي حکومت جوړول د عادلانه، خپلواکو او رڼو ولسمشريزو ټولټاکنو لپاره خورا اړين دى، همدارنګه ځايناستى حکومت د قانون برخه کولو سره به د راتلونکو حکومتونو سمونې، څارنې، امنيت او سوکالۍ کې ستره مرسته وکړي.
نور رحمان لېوال، د ١٣٩٨ ولسمشرۍ نوماند، ١٣٩٣ ولسمشرۍ نومولى، يو په هېواد مين، د مالوماتي ټيکنالوژي ماهر، مخکښ، نوښتګر، ملي او نړيوال سوداګر دى، چې ګڼو هېوادو کې کمپنيو او پښتو ټيوي څښتن دى. حکومتونو، مجاهدينو، ملګروملتو، خيره موسيسو او ګڼو رسنيو سره يې دندې ترسره کړي. دوى سره nrliwal.com او @nrLiwal له لارې اړيکې کولاى شئ.