https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د ارګ خوا کې د ولسي جرګې ناخوښو ښځينه نوماندانو پرلت په اوبيزتوپ ويشتل په کلکو ټکو غندو
نن ماښام ناوخته مو د ولسې جرګې د ناخوښو ښځينه نوماندانو کېږدۍ څخه ليدنه وکړه چې د ارګ ديوال سره يې خپل سوليز پرلت له تېرو څو مياشتو جاري ساتلى وو، موږ يې د همت ستاينه کوو چې له حکومت او کميسيون څخه خپل قانوني حق غواړي.

خو پرون چې حکومتي چارواکو په ډېره بېرحمۍ، غيراخلاقي اوغير قانوني ډول ددغو اغليو ناسته چې هېڅ چاته يې هېڅ ډول خنډ نه وو، خو د ناوړه حکومتولۍ او له درغليو ډکو ټاکنو پايله يې ولس او نړيوالو ته څرګندوله چې ناوړه ځايناستي حکومت يې نشي زغملاى، ځکه يې د دوى کېږدۍ په اوبيزتوپ ويشتله، موږ د حکومت دا تېرى په کلکو ټکو غندو او د اړوند چارواکو مجازات او ناخوښو نوماندانو ته د عدالت غوښتوونکي يو.

نوررحمان لېوال
د ولسمشرۍ لپاره