https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د نور رحمان لېوال، د کمکي اختر مبارکۍ پيغام
قدرمنو ملاتړو، مينوالو، هېوادوالو او ټولو مسلمانانو ته خپله او د مسوليت او عدالت ډلې په استازيتوب د نېکمرغه کمکي اختر مبارکي د زړه له تله وړاندې کوم. لوى څښتن ج مو په خپل دربار کې روژې، تراوې (تراويح)، مرستې او ټولې لمانځنې له سترو اجرونو سره قبولې کړه. لوى څښتن ج څخه مو هيله ده چې ستاسي د مبارکې روژې اوعباداتو په برکت، ګران ‏هېواد کې سوله، امن او هوساينه راولي.

يادونه کوو، چې د بېوزله هېوادوالو مرسته چې د دولت دنده ده، خو اوس يې لاسنيوى تاسي ته در په غاړه دى، په ځانګړي ډول د يتيمانو، کونډو، ټپيانو، معيوبينو او نورو جګړو او ناخوالو ځپلو هېوادوالو مرسته کول له پامه مه غورځوئ.

د لوى څښتن ج او ستاسو په مرسته د مسوليت اوعدالت ډلې نوښتګر پروګرامونه به افغان شخړيز دولت په يو ښيګڼيز دولت بدل کړي. موږ ژمنه کوو چې که تاسې مرسته وکړه او الله ج غوښتي وو، زموږ ښيګڼيز دولت به د ولس د روغتيا او هوساينې خيال ساتي، په ځانګړې توګه د اړو کسانو مالي او نورې ټولنېزې اړتياوې به د مرستو، تقاعداتو او نورو ګټورو چارو له لارې پوره کوي.

په هېواد کې ناخوالې ډېرې دي، کورنۍ جګړه چې بهرنيانو د مرستو په نوم تپلې روانه ده. پر کابل د تپلشوي حکومت څه ناڅه قانوني بڼه د غبرګولي په ١ نېټې پاى ته ورسيده. ښکيلو په غيرقانوني ډول خپله واکمني وغځوله، د رڼو ټاکنو لپاره يې ټول قوانين ترپښو لاندې کړل او لا يې کوي، خو موږ همت لرو او ستاسې په ملګرتيا به دغه ناخوالې په سياست، تدبير، حکمت او هوښيارۍ له منځه وړو، زموږ او ستاسې همغږي به له خيره سره جګړې پرته له جګړو ګټي او د هېواد پرتمين شان به بېرته ترلاسه کوو. لوى څښتن ج د موږ ته سمه لار وښيي، هغه سپيڅلې او تلپاتې پياوړي ته لاس په دعا يو چې د حق لپاره له تاسې سره هغه زموږ ملاتړى او مرستندوى شي. امين.

تل دې وي افغانستان، سرلوړي دې وي افغانان، اختر مو بختور.

نور رحمان لېوال
د ولسمشرۍ لپاره
د مسوليت او عدالت ډلې مشر