https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
نن د ملي يووالي حکومت قانوني کاري دوره پاى ته ورسيده، خو ولس حکومت او سياستوال بايد له زغم، سياست او حکمت څخه کار واخلي، تاوتريخوالى د حل لاره نه ده
موږ په ولس حکومت او سياستوالو غږ کوو چې له پوره زغم څخه کارواخلي، دلته حکومت او سياستوال دواړه له يو ګونګ حالت سره مخ دي چې قانوني سپيناوي نلري. بايد ټول لوري خبرې، سياست او حکمت وکړئ.
زموږ په هېواد کې ستونزه داده، هغوى چې قوانين جوړوي، تر پښو لاندې کوونکي يي هم تر ډېره دوى وي. لبدمرغه قانون يوازې د بيوزله ولس د زبېښاک لپاره د پساتګرو د پسات(فساد) اله ګرځېدلاى. سياستوال د ولس د پرمختګ پرځاى قانون د واک ترلاسي، د هغه د غځولو او ځواک کې پاتېکيدلو لپاره کاروي. د سياستوالو قانون ته درناوى په هېواد کې د سياسي ټيکاو يا ثبات لامل کېږي، چېرته چې سياسي ټيکاو نه وي هلته سوله او امنيت نشي راتلاى او د دوى په نه شتون کې پرمختګ نشي کېداى.
سياستوال بايد په هر ډول چې وي سياسي ټيکاو له ستونزو سره مخ نکړي، کله چې سياسي ټيکاو نه وي، عام ولس له مالي او ځاني زيانونو سره مخکېږي. له سياستوالو مو هيله ده پر ولس رحم وکړي.له خپل پتمن ولس څخه مو هيله ده چې دوى بېپرې پاتې شي، حکومت او ولسمشرۍ نوماندان اړ کړي چې سياسي کړکيچ ته ژرترژره خپلمنځي حل وباسي.
په حکومت غږ کوو چې ډېر ژر د ولسمشرۍ نوماندانو سره د خبرواترو لپاره تيارى ونيسي پرينږدي چې د هېواد دښمنان له دغه سياسي کړکيچ څخه ناوړه ګټه پورته کړي.

نور رحمان لېوال،
ولسمشرۍ لپاره
څلورنۍ، د غبرګولي ١، ١٣٩٨، کابل