https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د غبرګولي لومړۍ نېټې له کړکېچ څخه د وتلو لنډې او اوږدې لارېچارې: ځايناستى حکومت، په رياستي ولسواکيو کې د نابرياليو حکومتونو او د ټاکنو پروخت د حکومتونو بديل، د افغانستان لپاره وړانديزونه، نور رحمان لېوال
د اساسي قانون ٦١ مادې پر بنسټ د حکومت کاري موده د غبرګولي په ١ نېټه پاى ته رسېږي، کله چې په اړه يې د ولسمشرۍ نوماندانو، حقوقپوهانو او سياستوالو انديښنې څرګندې کړې، نو د ولسمشرۍ ماڼۍ هڅه وکړه چې د سترې محکمې له لارې په غيرقانوني ډول خپله کاري موده وغځوي. د ١٣٩٨ ولسمشرۍ نوماندان د سترې محکمې پرېکړه نه مني او په اړه يې نوماندان په درې برخو يا ډلو ويشل شوي دي. لومړۍ ډله هغوى چې د حکومت واګي يې په لاس کې دي، دويم هغوى چې په سوليز او نژدې قانوني ډول د ځايناستي حکومت رامنځته کېدل غواړي او درېمه ډله هغوى چې پدغه لار کې د تاوتريخوالي تر بريده تګ ته چمتووالى نيسي.
لومړۍ ډله کې غني، عبدالله، يو يا دوه نور نوماندان راځي، دوى غواړي له هرې لارې چې وي په واک کې پاته شي.
دويمه او منځګړې ډله د لېوال، نبيل، نجرابي، تورسن څخه جوړه ده چې حکمتيار يې هم کېداى شي برخه شي، خو په نژدې وخت کې به يوڅو نور نوماندان هم ددغه ګروپ ملګري شي او په پاى کې به ټول دغه بهير پورې تړل کېږي. دوى د يو لوستي، پوه او متفکر په توګه له ولسمشر غني څخه هيله لري چې تېر ناوړه تاريخ به نه تکرار وي او د يو تقنيني فرمان له مخې به يا خپله ځايناستي کېږي يا به له شته نوماندانو سره د خپلمنځي او بې جنجاله ټاکنو له لارې ځايناستى ټاکي او پاتې نورو نوماندانو سره به په ګډه د رڼو ټاکنو او ښې حکومتولۍ لپاره د لارښودانو جرګه يا شورا جوړه وي. که غني له ٦ مياشتې ناقانونه حکومتي واک څخه تېر شي، په ترڅ کې به د سولې، ولسواکۍ او قانون ته د درناوي اتل شي. همدارنګه دويمه ډله د لومړۍ او درېمې ترمنځ پول هم کېداى شي.
درېمه ډله غواړي چې په هر ډول وي د ملي يووالي حکومت پاى ومومي که پايله کې يې هر وړ يا ناوړ کس واک ته رسېږي د دوى لپاره اړينه نه ده. ددې لپاره دوى غواړي چې د ځايناستي حکومت راوستلو لپاره له هرې وسيلې کار واخلي چې ډېرى د ځان ملګري کړي. نو ځکه وايې چې ګوندونه، مدني ټولنې، نامتو کسان، د ولسمشرۍ له ١٨ نوماندانو سره يوځاى د ځانونه ځايناستي ولسمشر لپاره نومولى شي. که داسې وشي د ځايناستې ولسمشرۍ هيلمنو نوماندانو شمېر به سلګونو ته ورسېږي چې يوې انارشي او ګډوډې ته به لاره پرانځي. سره لدې چې دغه تګلاره په بشپړ ډول د نوماندانو ترمنځ د بې باورۍ، پرځان نه باور او نه همکارۍ ترجماني کوي خو دوى د ولسمشرۍ نوماندانو د شورا په نوم ګواښ کوي چې که د ملي يووالي حکومت د غبرګولي له ١ نېټې څخه وروسته خپل غيرقانوني کار ته دوام ورکړي پر وړاندې به يې غبرګون وښيې.
د اوسني حالت، حکومت، راتلونکي ځايناستې حکومت تګلارواو وړنديزونو په اړه ډېر څه زما لېکنه "ځايناستى حکومت، په رياستي ولسواکيو کې، د نابرياليو حکومتونو او د ټاکنو پر وخت د حکومت بديل، د افغانستان لپاره وړانديزونه " کې لوستلى شئ.
نور رحمان لېوال
درېنۍ، د غويي٢٤، ١٣٩٨، کابل