https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
دويم: ځايناستى ياCaretaker Government    پښتو
ځايناستى حکومت د نړۍ د ډېرو دولتي قوانينو برخه ده، چې له بدمرغه زموږ قوانين ورڅخه بې برخې او نيمګړي پاتې شوي دي. ځايناستي حکومت ته هغه وخت اړتيا وي چې روان حکومتونه نابريالي وي او ولس په سوليز ډول د حکومت بدلولو غوښتنه وکړي. همدارنګه د ولسواکۍ پر بنسټ جوړو دولتو کې که له درېګونو ځواکونو لکه اجرائيه، مقنينه او قضائيه څخه يو يا ډېر ناتوانه شي يا يې پر ټاکلي وخت ترسره نه شي، يا يو ځواک په بشپړ ډول بل تورن کړي چې ملت ته د حکومتي اسانتياوو ورکولو توان نلري او د بدلولو قانوني غوښتنه يې وکړي نو ځايناستى حکومت رامنځته کېږي. د بېلګې په ډول که زموږ ولسي جرګه راپاڅي او د غوڅو رايو پر بنسټ د ملي يوالي حکومت د نه همکاريو په لړ کې شنډ کړي يا د ملي يوالي حکومت ولسي جرګه ړنګه کړي يا حکومت د ولسي جرګې ټاکنې پرخپل وخت ترسره نه شي کړاى نو په دغو حالاتو کې ځايناستي حکومت ته اړتيا ليدل کېږي.
اوسنى حالت راښيي چې د کابل د حکومت بډيال، مخالفين يا تالبان هم د ټول نظام بدلون نه غواړي او سوله کولو لپاره به يې د ځايناستي حکومت غوښتنه پرځاى، پر وخت او منتقي (منطقي) وي، چې د دوى تحريک او هلېځلې هم له سياسي زيان سره مخ نشي، هم د هېواد سياست کې خپله روا سياسي ونډه ترلاسه کړي او هم سوله راشي،دوى بايد د بې پرې ځايناستي حکومت رامنځته کېدو غوښتنه وکړي. اوسني حالت سره ځکه مخامخ يو چې له بدمرغه د هېواد قوانين د ځايناستي حکومت په برخه کې نيمګړي جوړ شوي او هغه وخت کې چا چې قانونين جوړول، نه يې غوښتل چې ولس دا پياوړتيا ولري چې ناوړه حکومت يا د هغه يو ناوړه ځواک سوليز ډول بدل کړي ځکه يې پر ځايناستي حکومت سترګې پټې کړي دي. دغه حالت څخه د وخت او تېرو حکومتونو په خپله ګټه او د ولس په زيان څو ځلې ګټه پورته کړه او حالات يې تردې راورسول چې ځينو په ناسم ډول د لنډمهالي حکومت غوښتنه تر ننه توده وساتله چې په بشپړ ډول ولس ته د منلو نه دى.
همداوس چې موږ دا لېکنه کوو حکومت د سولې په اړه دريځ او پروګرام نلري ځکه د سولې مشورتي لويې جرګې او غونډې ته د خپلې خوښې په زرګونو کسان چې کمپايني موخې يې ترشا دي راوغوښتل او قطر ته يې د سولې خبرو ورانولو لپاره د داسې سلګونو کسانو ليست چې خپلو ګټو او ډلو ټپلو پورې يې تړاو درلود واستاوه ترڅو د سولې خبرې وننګوي . سوله د غني، خليلزاد او د تالبانو (طالبانو) د يو کس يا دغو لوريو څخه د يوې جرګې دنده ده. خو حکومت له وارې يا موقعې څخه په ګټه پورته کولو د سولې مشورتي جرګې په نوم شاوخوا ٤ سوه ميليونه کمپايني لګښت او د سولې نورو جوړښتونو په نوم د خوار ملت په ملياردونو لګښت ترشاه ناقانونه کمپاين وکړ، هغه هم په داسي وخت کې چې نېږدې ٦٠٪ هېوادوال د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کوي او پاته نور هره ورځ جګړې او طبعي ناورينونه ځپي.
له دغه حالت څخه د وتلو او بېړنۍ سولې لپاره اړينه ده چې سياستوال او ملت د ځايناستي حکومت غوښتونکي شي او په قوانينو کې داسې بدلون راولي که هر وخت کوم حکومت نابريالى وو چې ولس يې په قانوني او سوليز ډول له واکه د ګوښه کولو توان ولري. دا چاره به د تل لپاره د ناوړه حکومتونو رامنځته کېدلو مخنيوى وکړي. د مسوليت او عدالت ډله د يو پياوړي او سوليز هېواد لپاره لاندې وړانديز کوي.